• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شول

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له یو زرو او ۴۷۹ څخه ډېر افغان کډوال ( د غبرګولي په ۳مه او ۴مه) د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۱۴۲ کورنۍ چې ټولټال ۸۱۳ کسان کېږي په جبري توګه د تورخم لارې راستنې کړای شوې او تر نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه وروپېژندل شوې.
بل پلو د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۱۷ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۶ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې راستنې شوې او د کډوالو په ریاست کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوې دي.
پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۰مې نېټې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۷۷۲۳۹ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د راپور له مخې، د مې له ۱۰مې تر ۲۰مې پورې د ۹۶۸۵ افغان کډوالو له ډلې ۳۴۲۱ یې نارینه، ۳۰۱۷ یې ښځې او ۳۲۴۷ پکې ماشومان وو.
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم د ختمېدو په درشل کې ده.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۵

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی