• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمت کرزی: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په اسلام او افغاني کلتور کې هیڅ رېښه نه لري

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال په نړېوال امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز هېڅ دیني دلیل او له افغاني کلتور سره ریښه نه لري. حکمت کرزي د نړۍ له هېوادو وغوښتل چې له طالبانو سره خبرو کې د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړي.

حکمت خلیل کرزي په نړېوال امنیتي کنفرانس کې د نجونو د زده‌کړو، په افغانستان کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو، په دغه هېواد کې د بشري ناورین او د ګونتانامو زندان په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل؛ افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي یا پوهنتون ته نه شي تللی او نه هم کار کولای شي.

هغه زیاته کړه، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیز هېڅ توجیه نه لري او ټینګار یې وکړ، چې دا موضوع په اسلام او افغاني کلتور کې رېښه نه لري.

حکمت کرزي د افغانستان په تېر حکومت کې د ښځو د زده‌کړو او د رایې ورکولو حق ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو دغه کړنه په افغانستان کې هیڅ کلتوري تاریخ نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال مخ په زیاتیدونکې توندلارۍ او بې وزلۍ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې که د ځوانانو د زده‌کړو موضوع ته پام ونه شي، «ترهګرې ډلې به دغه ځوانان خپل کړي.»

د کرزي په وینا ځوانان د مایوسۍ او د پرمختګ فرصت د نشتوالي له امله له ترهګرو ډلو سره یوځای کیږي.

حکمت خلیل کرزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې امریکا په «غچ اخیستنې» افغانستان ته ور دننه شوه.

هغه وویل؛ چې امريکا د القاعده او طالبانو د غړو د نيولو ترڅنګ «په سلګونو عام افغانان هم ونيول او د ګونتانامو او بګرام زندانونو ته يې ولېږل.»

حکمت کرزي د سولې په برخه کې د طالبانو د لېوالتیا په اړه زیاته کړه، چې «د طالبانو ډېر لوړ پوړي قوماندانان تسلیم شول او د سولې وړاندیزونه هم وشول، خو موږ هېڅکله ونه منل، ځکه موږ سولې ته لېواله نه وو.»

خلیل کرزي په افغانستان کې د اقلیمي بدلون خطرناکو پایلو ته هم اشاره وکړه چې په کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مرګونو سېلابونو راوتل هم شامل دي او ویلي یې دي چې «خلک د طالبانو د رژیم له امله چې هلته شتون لري ځوریږي.»

هغه زياته کړه، چې طالبان د بشر ضد سياستونو او د ملايانو د حکومت جوړولو له امله منزوي شوي او دې وضعيت ټول هېواد ته ستونزې پيدا کړې دي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»