• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې، اسپانیا او ایرلنډ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۱

ناروې، اسپانیا او ایرلنډ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په اتمه) اعلان وکړ، چې د اسراییل له غبرګون سره سره یې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

فلسطیني ادارې د دې اقدام هرکلی کړی؛ خو اسراییل وايي دغه هېوادونه د یهودانو د نسل وژنې او جنګي جنایتونو په هڅولو کې شریک شوي دي.

مادرید، ډوبلین او اسلو وویل، چې دوی په غزه کې د حماس سره د اسراییل په جګړه کې د اوربند د تضمین لپاره هڅې ګړندۍ کوي.

درې واړه هېوادونه وايي، چې دوی هیله لري چې د دوی دا پرېکړه به د اروپایي اتحادیې نور هېوادونه هم وهڅوي چې ورته کار وکړي.

د اسپانیا لومړي وزیر پډرو سانچز وویل: «ماډریډ د فلسطیني ادارې تر واکمنۍ لاندې د غزې تړانګه او د لویدیځې غاړې په شمول یو فلسطیني دولت په رسمیت پیژني چې پلازمینه یې په ختیځ بیت المقدر کې ده.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسپانیا د ۱۹۶۷ څخه مخکې په سرحدونو کې هېڅ بدلون په رسمیت نه پیژني، مګر دا چې دواړو خواو پرې موافقه نه وي کړي.

د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس په یوې بیانیه کې وویل: «موږ غوښتل چې د سولې د پروسې په پایله کې فلسطین په رسمیت وپېژنو، خو د اسپانیا او ناروې تر څنګ مو دا کار ترسره کړ، چې د سولې معجزه ژوندې وساتو.»

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د لویدیځې غاړې په رام الله کې به د خپل استازیتوب دفتر په سفارت بدل کړي او هلته به یو سفیر وټاکي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز د سې شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «کله چې تاسو د فلسطین دولت په رسمیت پیژنئ، تاسو د یهودانو په وړاندې د نسل وژنې او جنګي جرمونو په هڅولو کې شریک یاست.»

سویډن، قبرس، هنګري، چک جمهوریت، پولنډ، سلواکیا، رومانیا او بلغاریا تر دې مخکې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی و.

تمه کیږي، چې سلوونیا به هم د پنجشنبې په ورځ فلسطین په رسمیت وپیژني اومالتا هم ویلي چې ورته کړنه به غوره کړي.

بریتانیا او استرالیا هم په دې هڅه کې دی چې فلسطین په رسمیت وپیژني، خو فرانسې ویلي، چې اوس د دغه هېواد د پېژندلو وخت نه دی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟