طالبان: په بغلان کې وروستیو سېلابونو د اوبو ۳۰۰ سرچینې ویجاړې کړي

په بغلان ولایت کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د اوبو ۳۰۰ سرچینې ویجاړې کړي دي. د طالبانو په خبره؛ د اوبو ډېری سرچینې د یاد ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې ویجاړې شوې دي.