افغان سوک وهونکي سېلاب نوري په دویمه لوبه کې خپل صربستاني سیال ته ماته ورکړه

د ۲۰۲۴ کال پارېس اولمپیک ته د لار موندنې په سیالیو کې افغان سوک وهونکي سېلاب نوري دا ځل خپل صربستاني سیال ته ماته ورکړه. نوموړي خپله لومړۍ لوبه له مُغلستاني لوبغاړي څخه ګټلې وه او دا یې دویمه لوبه او دویمه بریا ده.