د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۹۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۷۹ افغان کډوال (د غبرګولي په ۹مه) د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه شول. د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۱۵ کورنۍ چې ټولټال ۶۴۷ کسان کېږي په جبري توګه د تورخم له لارې ستنې کړای شوې.