په ډیلي کې د تودوخې درجه ۵۲.۳ سانتي ګرادو ته لوړه شوه

د هند د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه کې د تودوخې درجه ۵۲،۳ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوه. دا سخته تودوخه د ډیلي په منګېش پور سیمه کې ثبت شوې، چې د لومړي ځل لپاره د تودوخې درجه د دغه ښار په تاریخ کې ۵۰ درجو ته رسېدلې ده.