د ډونالډ ټرمپ په اړه به محکمه د چنګاښ په ۲۱مه پرېکړه کوي

د ډونالډ ټرمپ د محکمې قاضي خوان مرچان د پخواني ولسمشر په اړه د پرېکړې د اعلانولو نېټه د چنګاښ ۲۱مه ښودلې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډونالډ ټرمپ د نومولو په اړه د جمهوري غوښتونکو د ملي راغونډېدلو څلور ورځې وړاندې به اعلان شي.