په هند کې د تودوخې څپه؛ له سلو ډېر مړه او لسګونه کسان په ناروغیو اخته شوي دي

هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې سږني دوبي کې د تودوخې څپې له سلو ډېر کسان مړه کړي او له ۲۵زرو ډېر کسان یې ناروغه کړي دي. د هند په یوشمېر ښارونو کې له هغې ډلې په ډیلي کې د تودوخې درجه له مارچ میاشتې راهیسې تر ۵۰ سانتي ګرادو لوړه شوې ده.