د رایو د یوې برخې په شمېرلو، د هند په ټاکنو کې د مودي په مشرۍ ټلواله مخکښه ده

د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو رای شمېرنه د سه شنبې په ورځ د غبرګږلي ۱۵مه نېټه پیل شوه. د راپورونو له مخې، د هند د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوې د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې.