په دغه لیک کې د افغانستان دننه، په ایران او پاکستان کې د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه شوې وه.
واک ته د طالبانو له بیا ځل رسېدو وروسته د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو او ډلو له لوري پر طالبانو زیات فشارونه واچول شول چې د مخکني حکومت د پوځي او ملکي کارکونکو له نیولو، ځورولو او وژلو دې لاس واخلي خو طالبانو لا هم د پخوا په څېر د تېر حکومت د کارکونکو هدفي او مرموزو وژنو ته دوام ورکړی.
طالبان په دې وژنو سره د څه په لټه کې دي؟
د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د عمومي بښنې له اعلان سره بیا هم په ټول افغانستان کې د مخکني حکومت د پوځي او ملکي کارکونکو او عسکرو وژنې، د طالبانو پر ځینو کړنو د اعتراض کونکو نیونې او ربړونې او پر رسنیو ورځ تر بلې بندیزونه په دې معنا دي چې که دوی د تېرو ۲۳ کلو په څېر چې هر څه یې زړه غوښتل او کول یې باید څوک یې مخته ونه دریږي او هر کار یې چې زړه غوښتل د شریعت په نامه دې یې ترسره کړي.
تر ډېره بریده شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو د عمومي بښنې اعلان هسې یوه خبره وه، چې دغې ډلې افغانان او بهرني هیوادونه پرې تېر اېستل او نور یې د پخوا په څېر د ډلو اختلافات، نیابتي جګړې، تربګنۍ، غچ اخیستنې، بې پوښتنې وژنې، زړې بدۍ، او عقدې سړولو ته دوام ورکړی او خلک وژني، طالبان له عادته همداسې توندلاري او وژونکي دي او کله هم له وژلو او غچ اخیستنو نه په شا کیږي.
د دغو وژنو یو لامل دا هم کیدای شي چې دوی غواړي همداسې په واک کې پاتې شي او څه ډول چې دوی روان دي همداسې ښه دي، نه دې څوک په واک ورګډیږي او نه دې څوک د دوی په اړه خبره کوي، که څوک هم د سمونې لپاره پر دوی نیوکه وکړي نو دوی باید د ټوپک په خولې ځواب ورکړي، او په بل چا کې د دې جرات پیدا نه شي چې د دغې ډلې د کړنو په اړه خبرې وکړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ملګرو ملتونو او امریکا استازو د دوحې راتلونکې ناستې لپاره د همغږۍ غونډه کې خپله ۱۵ ماده يي اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې.
مقابل کې د ملا هبت الله استازي او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر دغه غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي.
د ملا هبت الله ځانګړی استازي او ددې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د غبرګولي ۷مه دوحې ته لاړ، چې په وروستیو ورځو کې یوازې د قطر له کار وزیر علي بن صمیخ المري سره لیدنه رسنیزه شوې ده.
خو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغو طالب چارواکو په خپل سفر د دوحې راتلونکې ناستې لپاره د د ملګرو ملتونو او امریکا له استازو سره د همغږۍ غونډه هم کړې ده.
د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو د دوحې ناستې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړه، چې مواد یې ټول افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو له خوا له طالبانو سره شریکه شوې ایجنډا کې،د دوحې د ناستې ټول موضوعات په ۱۵مادو کې روښانه شوي دي.
لومړی: د دوحې-دریمه یا راتلونکي غونډه کې د اجنډا لومړی موضوع په افغانستان کې د بشر حقوقو جاري وضعیت او پر افغانستان د طالبانو درې کلن حاکميت ته کتنه.
دوهم: په افغانستان کي د افغان مېرمنو، نجونو او خبريالانو پر وړاندې د طالبانو د دريځ په تړاو هر اړخيز بحث.
د قاضیانو ګډ لیک دا هم وايي چې ای ایس ای د یوه قاضي اوښی په دې غرض تښتولی و چې د خلاصون په بدل کې قاضي د استخبارارتی موسسې له امر سره سمې فیصلې صادرې کړي.
محکمو کې د ای اېس ای لاسوهنه
په اکثرو مواردو کې ای ایس ای د محاکمو د فیصلو له لارې خپلې د سیاسي مهندسۍ پروژې پر مخ بیايي، یعنې د محاکمو له لارې خپل مخالفین په زندان کې اچوي او د خپلو متحدینو د خلاصون لپاره زمینه همواروي.
په خوا یې د مسلم لیګ رهبر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او د هغه د ګوند نور غړي بندي کول، نن سبا یې عمران خان او د هغه نور ملګري د زندان د تورو تنبو تر شا ساتلي دي.
د اسلام اباد د عالي محکمې د شپږو قاضیانو په ګډ لیک کې د اعتراضونو دوسیه تر اوسه د سترې محکمې په وړاندې پرته ده.
تر اوسه سترې محکمې په دې باره کې کوم نهايي تصمیم نه دی نیولی، خو ستره او عالي محکمه د عمران خان او د هغه د ګوندي ملګرو په دوسیو کې د مستقلو تصمیمونو د نیولو له لارې د جنرالانو د دکتاتورۍ په ضد د خپل خفګان څرګندونه کوي.
که څه هم پوځ په ځینې محاکمو باندېد فشار اچولو له لارې عمران خان یا د هغه ملګري په بندي ساتلو محکوم کړي، خو د استیناف په مراحلو کې سترې او عالي محکمې د ټیټو محاکمو دغه تصمیمونه رد کړي او د عمران خان په ګټه یې اوامر صادر کړي دي.
دغه مسله اوس ځکه ډیره حاده شوې ده چې عمران خان له محبس او د هغه په پاکستان او په خارج کې میشتو پلویانو د صدراعظم شهباز شریف یا د ولسمشر اصف علي زرداري په ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د ای ایس ای لوی مشر جنرال ندیم انجم او د هغه معین جنرال فیصل نصیر د خپلو تبلیغاتي حملو هدف ګرځولي دي.
په داسې شرایطو کې چې کله ستره او عالي محکمه د زندان څخه د عمران خان د راوتلو لپاره حقوقي لارې پرانیځي نو د هغوی دغه کار د جنرالانو قهر او غضب را پاروي.
د ورکو کسانو دوسیې
د ورکو کسانو کورنۍ خپل غړي غواړي.
د پاکستان د محاکمو او پوځ تر منځ د ټکر یوه بله جبهه د پاکستان د زرګونو تړي تم شوو اتباعو دوسیې دي، چې د د پاکستان د استخباراتو له خوا تښتول شوي.
د قانون له مخې پوځیا له پوځ سره تړلې استخباراتي موسسې د وګړو د توقیفولو صلاحیت نه لري، خو دوی هره ورځ خلک له کورونو او د کار له ځایونو وړي.
د زرګونو تړي تمو خلکو ستره برخه بلوڅان او پښتانه تشکیلوي. پوځ وايي، بلوڅ بیلتون خوښي د پاکستان په ضد جګړه کې بوخت دي.
د پښتونخوا کې د ترهګرۍ په تور خلک تښتوي او یا هم په غونډو کې یا په خوله رسنیو کې د پوځ په پالیسیو تنقید کوونکي سیاسي فعالان او ژورنالستان هم تړی تم کیږي.
داسې خلک شته چې د لسو یا د پنځلسو کلونو نه لادرکه دي. د ځینې تښتول شویو خلکو مړي پیدا کیږي چې استخباراتي موسسې یې د مسولیت اخستلو نه انکار کوي.
د لادرکه خلکو د کورنیو غړي او حامیان له کلنو راهیسې د دغه ظلم پر ضد تظاهرات او مارشونه کوي.
د استخباراتو دا کار په ډاګه د پاکستان د قانون او له بین المللي موازینو نه سرغړونه ده، خو پوځ په دې قضایاوو کې د محاکموامر نه مني.
د خبریال تښتول
دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې استوګن د احمد فرهاد په نوم یو کشمیری ژورنالست د استخباراتو له خوا اختېاف شو. چې کله د احمد فرهاد مدافع وکیلانو داسې شواهد تر لاسه کړل چې هغه د ای ایس ای له خوا اختطاف شوی دی، نو د وکیلانو په خواست د اسلام اباد عالي محکمې د ای ایس ای د اسلام اباد د څانګې د رییس د احضار امر صادر کړ، خو هغه دا کار ونه کړو.
البته بندي احمد فرهاد یې کشمیر کې پولیسو ته په لاس ور کړ او د مۍ میاشتېپه نهه ویشتمه نیټه هغه په ضمانت راخلاص شو، خو په زرګونو بلوڅ او پښتانه تړي تم خلک داسې بخت نه لري.
د پاکستان عدالتونه یا محکمې له پوځ سره د نیغ په نیغه د ډغرې وهلو توان نه لري، خو په نزدې وختونو کې د هغوی له خوا مقاومت زیات شوی دی.
د پوځ او د قضا تر منځ د یوه ټکر د امکان په صورت کې ځینې سیاسي شنونکو په پاکستان کې د اضطراري حالت او یا عین د اساسي قانون د ملغا او د نظامي قانون د تپل کیدو ویره هم څرګنده کړې ده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو او د پاکستان پلاوي په پرونۍ لیدنه کې هوکړه کړې چې په پاکستان کې د چینایانو د امنیت لپاره به کډې هڅې کوي.
په مقابل کې پاکستان له طالبانو سره ژمنه کړې چې پخوانیو قبایلي سیمو کې به د داعش مرکزونه ختموي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزرات مرستیال محمد نبي عمري سره خبرو کې پر چینايي انجینرانو د برید په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو همکاري غوښتې ده.
تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول، چې پاکستان یې د ټي ټي پي کار بولي او وايي دا برید په افغانستان کې پلان شوی و.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا تور ردوي او وايي پاکستان په دې ډول هڅو سره غواړي د چین او طالبانو ترمنځ بې باوري جوړه کړي.
خپلمنځي امنیتي همکاري
سرچینو د طالبانو او پاکستانی پلاوي د هوکړو سند له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړی، چې په کندهار کې د ملا هبت الله دفتر ته هم لېږل شوی دی.
د سند د لومړی مادې له مخې، په دغه لیدنه کې هوکړه شوې، چې طالبان به د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سره په پښتونخوا کي د شانګله بشام سيمه کي د چينايي انجينرانو پر موټريز کاروان د حملې په تړاو پلټنو کي همکاري کوي.
د دې هوکړو د سند په څلورمه ماده کې لیکل شوي «د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد تحقیقاتي اداره به د افغانستان اسلامي امارات د کورنيو چارو وزارت سره په همغږۍ په پاکستان کي پر چينايي کمپنيو او د لوژستیک شرکتو پر کارمندانو د حملو په تړاو په سرحدي سيمو کي د ناامني ضد عمليات پيلوي, چي موخه يې د سرحدي سيمو امنيت ساتل دي.»
د سرچینو په خبره، په کابل کې د چين سفارت هم د طالبانو له کورنيو چارو وزیر دې موضوع په تړاو د لازمې همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د طالبانو او پاکستان تر منځ بله هوکړه دا ده، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو د وزارت دفاع اړوند ځواکونه ځای پر ځای کیږي اوپه خپلو سیمو کې د وسلوالو پرضد عملیات کوي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ بله هوګړه دا ده، چې د طالبانو نظامي ادارې به د پاکستان او سیمي د امنيت د ښه والي لپاره د پاکستاني امنیتي ادارو او پاکستاني وسلوالو ډلو ترمنځ د سولي مذاکراتو هڅې ګړندئ ساتي.
بله هوګړه دا چې د دواړو هېوادو د امنیتي ادارو تر منځ به د امنتي همغږۍ په نوم مياشتنۍ انلانی امنیتي غونډې کېږي او د اړتيا پر مهال به د دواړو هېوادو امنتي پلاوي حضوري جلسې کوي.
د پاکستان ژمنې
طالبانو په دې لیدنه کې له پاکستان هم خپلې غوښتنې کړي او هوکړې ته رسیدلي دی.
پاکستان له طالبانو سره هوکړه کړې ده، چې د پاکستان پوځي ادارې به د پاکستان په قبايلي سيمو کي د داعش خراسان پرضد عملیات پلوي او د هغوی روزنیر کمپونه به وېجاړوي.
طالبان وايي، پاکستاني پلاوي ور سره منلې چې د دوی امنیتي ادارې به په پاکستان کي د افغان کډوالو لړۍ ثبتوي او د طالبانو کورنيو چارو وزارت به له هغه وروسته افغانستان ته د دغو کډوالو د کډو داخلېدو اجازه ورکوي، چې دوی یې د استخباراتي څارنې پروسه بشپړه کړي
د طالبانو د دې دلیل دا ښودلی، چې افغانستان ته له پاکستان د افغان کډوالو په لېږد کې «زيات شمېر خوارج او نور ترهګر افغانستان ته د نا امني لپاره داخل شوي وو»، خو د طالبانو په وینا په دغو کسانو کې یو شمیر یې دوی نیولي او اوس ترې څېړنې روانې دي.
له هوکړې سره سم د طالبانو او پاکستان تر منځ راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې ترسره کیږي، خو نېټه یې نه ده معلومه خو تر جوړېدو یو اوونۍ مخکې به د طالبانو بهرنیو چارو وزرات ته خبر ورکوی.
په دې کې هیڅ شک نه شته، چې د افغانستان حکومتونو او سیاستوالو په تېرو څو پېړیو په ځانکړې توګه بیا په تېرو پنځو لسیزو کې ډېرې تېروتنې کړي دي، تاریخ په یو شکل نه په یو شکل تکرار شوی او تکراریږي.
سیاسي محاسبه د سوداګریزې محاسبې په شان ده، سوداګر د کال په اخر کې د خپلې ګټې او تاوان حساب یا بیلانس ګوري، چې سږکال یې ګټه کړې ده او که تاوان.
سیاسي محاسبه هم د یوه سیاسي مشر د دورې له پای ته رسېدو وروسته کیږي، چې د خپلې دورې په پای کې یې هېواد ته ګټه زیاته رسېدلې او که زیان.
دا ښکاره خبره ده، چې په شخصي ګټو کې ملي ګټې هېڅکله نه خوندي کیږي، خو په ملي ګټو کې شخصي ګټې تل خوندي کیدای شي.
له بده مرغه، تراوسه طالبانو او نورو سیاستوالو له تېر تاریخ څخه عبرت نه دی اخیستی او د شخصي ګټو او واک ته د رسېدو او ساتلو په پلمه یې ملي ګټې تر پښو لاندې کړي او کوي یې.
که تېرو پنځو لسیزو حوادثو ته نظر واچوو، د هرې دورې په پاې کې د واک د تږو مشرانو له لاسونو څخه شخصي او ملي ګټې دواړه وتلي دي.
له دغو مشرانو ځینې یې ووژل شول او ځینې نور یې چې ژوندي دي، په هېواد کې دننه او بهر د ناهیلۍ او ذلت ژوند تېروي.
په دې کې هم شک نه شته، چې د حکومتونو مشران، سیاسیون او هر انسان په خپل ژوند کې مثبت-منفي، پیاوړي او کمزوري ټکي لري.
دا چې ولې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکول کیږي، علت یې دا دی چې اکثره سیاستوالو غوښتل او یا غواړي، چې په لنډه لاره واک تر لاسه کړي او د لنډو ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.
که تېرو پنځو لسیزو ته یو لنډ نظر واچوو او دا لاندې پوښتنې مطرح کړو، چې د دغه مشرانو د حکومتولۍ اخري انجام څه و؟
هېواد یې د تېر په څېر په ښه توګه یو بل کس ته انتقال کړ او که نه؟
د خپل ځای ناستي لپاره یې سم شرایط برابر کړل او که نه؟
ایا د دې مشرانو د مرګ، وژل کېدو او له واک څخه د لېرې کېدو په پایله کې په هېواد کې ثبات رامنځته شو او که نه او یا د هېواد وګړي نور هم په مصیبت کې ښکیل شول؟
ایا له شته امکاناتو څخه یې زیاته ګټه واخیسته او که نه، یا هسې یې خپل وخت او هم د هېواد د خلکو وخت، بشري او غیر بشري سرمایه بې ځایه ضایع کړې ده؟
ایا افغانستان په هر لحاظ د ګاونډیو هېوادونو سره سیال دی او که نه، یا په خپله سیمه کې له ټولو هېوادونو څخه وروسته پاتې هېواد دی؟
ایا ولس په هېواد دننه او بهر د هویت او عزت خاوندان دي او که نه؟ همداسې نورې پوښتنې.
په نه توکو کې هره ورځ ګټه کوي، خو په اخر کې په یوه توکي کې زیات تاوان وکړي، که د دغه سوداګر د نه توکو ګټه د یوه توکي له تاوان څخه زیاته شي، نو سوداګر په اخري محاسبه کې ګټه کوي او که د نه توکو ګټه د یوه توکي له تاوان څخه کمه وي، نو سوداګر په اخري محاسبه کې تاوان کوي.
د سوداګر لپاره بېس لاین د هغه یو میلیون افغانۍ دي او که له یو میلیون څخه زیاتې افغانۍ د کال په اخره کې ولري، نو ګټه یې کړې ده او که کمې یې ترلاسه کړي وي، نو بیا تاوان یې کړی دی.
د ګټې د تحلیل لپاره بیا هم دا مهمه ده چې پوه شو څومره وخت یې ضایع شوی، څومره تکلیف پرې تېر شوی او څومره سرمایه یې په خطر کې وه؟
ځکه په محاسبه کې وخت او زمان، زحمت او له سرمایې څخه اغېزمنه ګټه اخیستل هم محاسبه کیږي.
که ګټه یې لږ خو تکلیف، زحمت او خطر یې له سرمایې زیات و نو بیا هم دغه سوداګر زیاته ګټه نه ده کړې او په خپل کار و بار کې بریالی سوداګر نه دی.
که انتقادي کره کتنه په تېرو دورو وکړو؛ د داود خان د کودتا شعار دا و چې پرېکړه د بري لومړی شرط دی.
سردار محمد داوود خان
هو! د واک د ترلاسه کولو لپاره یې پرېکړه سمه وه، چې لس کاله په کور کېناست او دا پرېکړه یې وکړه چې واک ترلاسه کړي او د خپلې پرېکړې لپاره یې کار وکړ، خو ایا دا پرېکړه د افغانستان په ګټه وه او که په تاوان، دا بیا جلا بحث دی.
دلته مونږ د داود خان په شخصي کرکټر بحث نه کوو، چې نیت یې څه و، فکر یې څه و، پاک او عیاش نه و او یا مظلومانه د خلقیانو له خوا له خپلې کورنۍ سره ووژل شو.
دلته بحث د نوموړي د قدرت په درلودلو دی.
د واک لپاره یې د خپلې کورنۍ په ضد د پخواني خلق ډیموکراتیک ګوند او په ځانګړې توګه د پرچم له ډلې سره سازش وکړ، پایله یې د خپلې کورنۍ بربادي او د ثور کودتا شوه.
داود خان ونشو کړای چې جمهوري ارزښتونه په هېواد کې پلې کړي او یوازې د مشروطه شاهي حکومت نوم یې په جمهوریت بدل کړ.
د داود خان د حاکمیت لاندې میوندوال په زندان کې زندۍ شو او یو شمېر نور ملګري لکه خان محمد مرستیال، ماما زرغون شاه، عارف شینواری او نور په دې تور ووژل شول، چې کودتا یې کوله.
د دوی محاکمه علني ونه شوه چې واقعا دوی کودتاه کوله او که نه؟ یا د دسیسې ښکار شول.
باالفرض که کودتا یې هم کوله او کودتا بده خبره وي نو داود خان ولې د واک لپاره په خپل اوښي او د تره زوی کودتا وکړه.
ولې یې د ولسواکۍ لپاره زمینه برابره نه کړه او داسې نورې پوښتنې شته.
د ثور انقلاب
د ثور د کودتاچیانو شعار کور، ډوډۍ او کالي و او ویل به یې چې دا انقلاب په شا نه ځي، د قدرت انحصار او نفې سیاست یې رامنځته کړ.
د حکومتولۍ د کړنو له پلوه، د خلق دیموکراتیک حکومت او د طالبانو د حاکمیت تر منځ هیڅ توپیر نشته.
هغه وخت ملي بیرغ په سور بیرغ بدل شو، یو حزبي حکومت و او د حزب غړو ته هر څه روا او نورو ته ناروا و.
د خلکو مال، عزت او ناموس خوندي نه و، نظام یې له منځه یووړ او د افغانستان هر څه یې کباړ کړل.
د لاشرقیه او لا غربیه پر ځای یې د شرق او غرب پروژې عملي کړې.
طالبان (۱۹۹۶)
طالبانو هم د سوچه اسلامي نظام شعارونه ورکول او د ټوپک سالارې او پاټک سالاري د فرهنګ ختمول یې شعار و.
د دوی په راتګ سره افغانستان نور هم سپېره شو، په وروستیو کې بېوزلي، فساد او رشوت دومره زیات شوی و، چې نور د دوی موجودیت د ولس لپاره د زغملو وړ نه و.
ددې پایله هم دا شوه، چې د ترهګرو لپاره یې نوې جبهه پرانیسته او د پردیو جګړې یې خپل هېواد ته راوړل.
پاټک سالاري په ملا سالاري بدله شوه، حکومتولي په انډیوالي او انډیوالي په قومي اړیکو بنا وه، نه د اسلامي نظام شعایر چې کار اهل کار ته وسپاري، عملي شو او نه (کلکم راع او کلکم مسوول عن رعیته) شعار یې عملي کړ، چې چارواکي ولس ته مسووله وي.
په پای کې داسې له هېواد څخه وتښتیدل، چې چپلکې یو ځای او خولۍ یې بل ځای پاتې وې.
که حکومتولي خرابه، فساد او بې عدالتي موجود وه خو خلکو خپل اواز پورته کولی شو او ددې دورې د دواړو ولسمشرانو او سیاستوالو د ناسمو پالیسیو له امله هغه ساه اخیستنه چې د هېواد ولس پرې ژوند وکړای شي، ونه ساتل شوه.
د ولس د شلو کلونو د هلو ځلو، قربانیو او هیلو نړۍ ړنګه شوه او د قانون د حاکمیت پر ځای د مجاهدینو د هماغه پاټک سالارې فرهنګ د هېواد په اکثرو سیمو کې حاکم و.
د مجاهدینو او طالبانو په وختونو کې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی او انټرنټ نه و، که نه د هغو دورو فجایع به له دې څخه هم زیاتې وې.
له بده مرغه طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ولس په ستوڼي بیا خپسې کیناسته او په دې توګه د جمهوریت دوره هم ناکامه دوره وه، ځکه پایله یې ناکامي وه.
دا ځل طالبان د تېر ځل په پرتله نور هم په غلطه لار روان دي.
هو! فرق یې دا دی چې پخوا ټولنیزې رسنۍ، انترنټ، سمارټ ټلیفونونو ته لاسرسی، رادیو ګانې، ټلویزونونه، وټس اپ او نور د جمعي معلوماتو وسایل نه و.
طالبانو به چې هر څه کول، ولس او نړۍ به ژر نه خبرېدله، خو اوس برعکس خلک زیات معلوماتو ته لاسرسی لري او د طالبانو د مالي او اخلاقي فساد په ګډون ډېر ژر هر څه رسنیز کیږي.
د جمهوریت په شلو کلونو کې د ټولو نیمګړتیاوو سره سره د خلکو سیاسي بصیرت او د تعلیم کچه د کمیت او کیفیت له اړخه ډېره لوړه شوه او د طالبانو حاکمیت په دا ډول نه شي منلی، ځکه د طالبانو سر و کار د خلکو له شخصي مسایلو سره ده، نه د هېواد له عزت، حیثیت، پرمختګ او د خلکو له هوساینې سره.
د تېرو او اوسنیو طالبانو لوی توپیر په دې کې دی، چې پخوا به د دوی مشر خلکو لیده او موجود و، خو دا ځل د دوی مشر څوک لیدلی نه شي.
له دریو کلونو واکمنۍ وروسته تراوسه هم ولس نه پوهیږي، چې د دوی مشر هماغه د کچلاغ شیخ هېبت الله دی او که کوم بل څوک.
تېر ځل درېو هېوادونو په رسمیت پيژندلي وو، خو دا ځل لا تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حاکمیت په رسمیت نه دی پيژندلی، راتلونکې لا هم معلومه نه ده چېافغانستان به له څه حالت سره مخامخ کیږي.
که دا ووایو چې د تېرو حکومتونو او یا هم د طالبانو د اوسني حاکمیت په وړاندې سیمه ییزې، نړۍوالېاو کورنۍدسیسې وې او شته، نو دا هم سمه نه ده ځکه د هر هېواد په وړاندې په هر ډول حالاتو کې دا ډول چلنجونه شتون لري.
د امریکا حکومت په خپل ټول قوت او طاقت سره هم له دا ډول چلنجونو سره مخامخ دی.
د هېواد د مشر دنده همدا ده، چې د خپل هېواد له عیني او ذهني شرایطو سره داسې بدلونونه راولي، چې هېواد د ټیکاو خوا ته یوسي نه دا چې هېواد نور هم د نامعلومه برخلیک په لوري سوق کړي، نو له همدې امله د بهرنیانو لاسوهنې دلیلی کېدای نه شي.
ولې افغانان له یوه سوړې څخه څو ځلې چیچل کیږي؟
له دغه پورته مختصر تاریخي شالید څخه وروسته بیا هم دې پایلې ته رسېږو، چې د طالبانو موجوده حاکمه ډله لا هم د فیل په غوږ کې ویده ده او فکر کوي، چې دوی د ټولې نړۍ ښه مسلمانان دي.
دوی فکر کوي، چې نړۍ ورته اړتیا لري او دوی خپله هیچا ته اړتیا نه لري، په حقیقت کې داسې نه ده.
دوی نړۍ ته هره ورځ د ډېر وړو شیانو لپاره هم محتاج دي او د بهرنیانو په لیدو دومره خوشالیږي، چې له یوه عادي بهرني کارکوونکي سره د سلفیانو په اخیستو نه مړیږي.
دې ته په کتو سره ویلی شو، چې د دوی موجوده افراطي او ظالمانه حاکمیت په هیڅ صورت دوام کولی نه شي.
لویه ستونزه دا ده، چې له بده مرغه افغانان بیا هم د راتلونکي لپاره ښه بدیلونه نه لري.
دوی د بیا واکمنۍ او شخصي ګټو لپاره له هر هېواد سره جوړ جاړی کوي، خو له خپل ولس سره جوړ جاړی نه شي کولی، ځکه دوی ته د ملي ګټو پر ځای خپلې لنډه مهاله شخصي ګټې مهمې دي.
بله ستونزه دا ده چې زمونږ ګاونډي هېوادونه هم افغانستان ته له مثبتې زاوې څخه نه ګوري او داسې یوه پالیسي هم نه غوره کوي چې د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې د دوی ثبات به هم خوندي وي.
دوی تل افغانستان ته له منفي زاویې ګوري، چې څنګه د خپلو نیابتي ډلو په وسیله د افغانستان په خلکو او منابعو کنټرول ولري.
د پاکستان او ایران پالیسي په افغانستان کې دا ده، چې د یوې نیابتي ډلې لپاره باید بله نیابتي ډله په مورچل کې کینوي او د اړتیا په وخت کې ورته ټوپک په اوږه کیږدي او په شایې وډبوي، چې د دوی ملاتړ ورسره دی او په دغه ملاتړ سره ورته وایي، چې د واک د لاسته راوړلو لپاره د خپلو خلکو په وژلو او د خپل هېواد په ورانولو لاس پورې کړئ.
حدیت شریف دی چې وایي یو مسلمان د یوې سوړې نه دوه ځلې نه چیچل کیږي، خو افغانان له یوې سوړې څخه څو څو ځلې وچیچل شول او بیا هم غواړي چې له هماغه سوړې نه بیا وچیچل شي.
په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه، مجاهدین او طالبان د پاکستان او ایران له سوړو څخه څو څو ځلې وچیچل شول، خو بیا هم د دوی عقل سر ته نه دی راغلی او له تېر تاریخ څخه یې عبرت نه دی اخیستی.
د بیطرفۍ خنثی سیاست افغانستان د نیابتي جګړو مرکز ګرځولی او د داود خان د حکومت د دیکتاتورۍ ډول او د خلق دیموکراتیک ګوند د یکه تازۍ له امله افغانان د پاکستان او ایران لمنو ته واچول شول.
د سړې جګړې په وخت کې ایران او پاکستان د افغانستان خلک د جهادي ډلو په محور راټول، وساتل، ویې روزل او ملاتړ یې وکړ، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې پیل کړي.
پایله یې دا شوه، چې کله د خبرو وخت راغی د مجاهدینو مشران یې څنډې ته کړل او په خوله کې یې ورته دا کېښوده، چې د کابل له حکومت سره باید هیڅ ډول جوړ جاړې ونکړې.
د خلق دیموکراتیک ګوند هم د شوروي اتحاد په خوله د جنیوا ناکامه معاهده له پاکستان سره لاسلیک کړه، خو دا یې ونه ویل چې د قضېې اصلي خوا افغانان دي او که له افغانانو سره جوړ جاړی ونه شي، نو په افغانستان کې هیڅکله ثبات نه شي راتلی.
کله چې د کابل حکومت په ۱۹۹۲زکال کې سقوط وکړ، نو پاکستان او ایران بیا فکر وکړ چې که مجاهدین له بې شمیره وسلو سره په کابل کې واک ټینګ کړي، دا به د پاکستان او ایران لپاره یو لوی ګواښ وي.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان او هم ایران کې د ملي ډلو د ودې لپاره زمینه برابره نه وه او ملي شخصیتونه او ډلې یې نه پرېښودې، چې فعالیت وکړي.
په ایران کې د سید علي بهشتي په مشري د شورا اتفاق منظم تشکیلات یې خراب کړل او پر ځای یې له نصر وروسته وحدت ګوند، فاطمیون او نورو ډلو ودې ته چې ایران ته وفاداره و، زمینه برابره کړه.
د یادولو ده، چې په پاکستان کې هم د اوو جهادي تنظیمونو ودې ته زمینه برابره شوه.
د دې لپاره چې د مجاهدینو ډلې او د کابل حکومت دواړه ضعیفه شي، پاکستان لومړی سیمه ییز قوماندانان په مستقیمه توګه پیاوړي کړل، چې دو بیا د مجاهدینو د مشرانو اوامرو ته غوږ نه اېښوده.
د قوماندانانو امتیازات به د پاکستان د ای اس ای له خوا په مستقیمه توګه ورکول کېدل او د دوی رهنما د پاکستان د استخباراتو مقامات لکه کرنیل امام او کرنیل یوسف و.
د AF نمبر پلیټو پک اپونو کې به قوماندانان په ټول پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د سلاو اجازې به هم له دوی سره وې.
که کوم قوماندان به سرکشي وکړه، نو هغه به یې له منځه یوړ او یا به یې په خپله سیمه کې ورته یو بل قوماندان تقویه کړ.
د همدغه قوماندانانو په وسیله د جلال اباد بریدونه پیل شول او پایله یې دا شوه، چې مجاهدین یې ښه سره وځپل او اخره کې دواړه خواوې، مجاهدین او د کابل حکومت کې نور څه نه و پاتې چې یو مقتدر حکومت په کابل کې رامنځته کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند له پرچمیانو سره او د اسلامي حزب ګوند له خلقیانو سره اړیکې ټینګې او د کابل حکومت یې له دننه سقوط کړ.
د اسلام شین کارت نور نه چلیده او دا ځل پاکستان د شین کارت پر ځای کورنیو جګړو ته قومي بڼه ورکړه.
په کورنیو جګړو کې پاکستان له دواړو خواو سره اړیکې درلودې او د جګړو اسانتیاوې یې ورته برابرولې، ځکه د جانان خیر د افغانستان په بې خیري کې و.
د دواړو ډلو د مشرانو تر منځ سیاسي اختلاف په قومي اختلاف بدل شو او اوسه هم روان دی.
مجاهدین نه د دنیا شول او نه هم د اخرت، ځکه دوی یې د خپل ولس په منځ کې بدنامه کړل او هم د دنیا په کچه بدنامه شول.
دوی د کباړیانو او پاټکیانو القاب تر لاسه کړل او د دوی په ضد، پاکستان بله کم مصرفه ډله د طالبانو په نوم تقویه او مجاهدین یې د پاټکیانو په نوم پرې وځپل.
تر دې وخته د مجاهدینو ډلې د پاکستان له سوړې څخه درې ځلې وچیچل شول.
لومړی یې د خپلو خلکو او خپل هېواد په ضد وجنګول، بیا یې په خپل منځ کې سره وجنګول او وروسته د طالبانو په ذریعه له منځه یوړل شول.
د طالبانو له سقوط څخه وروستهد جمهوریت په وخت کې بیا هم د نظام غوښینه برخه د مجاهدینو او په ځانګړې توګه د شمالي ټلوالې د ډلو وه.
د قومي ټیکه دارۍ له کارت څخه یې زیات امیتاز تر لاسه کړل او د پاکستان دا خوښېده چې په افغانستان کې داسې یو ولسواکه نظام واک ته ورسېږي، چې نړۍ په ځانکړې توګه امریکا له هغه نظام څخه ملاتړ وکړي.
د جمهوریت د له منځه وړلو لپاره یې له پیل څخه دسیسې جوړې کړې او طالبان یې بیا منسجم او د خپل ولس او حکومت په ضد وجنګول.
پاکستان په دننه نظام کې له خپلو زړو مهرو څخه بیا ګټه واخیسته او حکومت یې پرې ضعیفه کړ.
دغو مهرو هم د نظام ګندګي خوړله او هم یې د خپلې ګندګۍ ناولې مکوښې د نظام په ضد څنډلې.
پاکستان په اخره کې همدغه مهرې له طالبانو سره وصل کړې، چې نظام له دننه سقوط کړي.
اسلام اباد ته د زړو مهرو تګ او راتګ زیات شو او د مسکو د غونډې له لارې یې سمیه ییزه اجماع رامنځته او نوی روایت جوړ کړ، چې طالبان د سیمې په خیر دي.
پاکستان د سیمې هېوادونو او امریکا ته ډاډ ورکړ، چې دا ځل طالبان د پخوا په پرتله ډېر بدل شوي دي او طالبان به د جمهوریت په پرتله دوی ته ښه وي.
هماغه و چې د جمهوریت پر ځای د دوحې کرغیړنه هوکړه لیک د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک ځکه کرغیړنه ده، چې په دغه هوکړه لیک کې دا تعهد شوی و چې طالبان به په بهرنیانو ډز نه کوي او د هغوی امنیت به ساتي، خو د نظام پوځیان، چارواکي او ولس به وژني.
که په ولس یې هر ظلم کاوه، هغه د دوی لپاره مباح و ځکه دوی د اشغالګرو ملاتړ کاوه.
دلته دې پایلې ته رسېږو، چې له اشغالګرو سره د دوی معامله روا او د نورو ناروا وه.
دا څلورم ځل و، چې د مجاهدینو زړې مهرې بیا د پاکستان لخوا وچیچل شوې او د خپل نظام او خلکو په وړاندې یې استعمال کړل.
د طالبانو له سقوط وروسته پاکستان د همدغو مهرو لپاره بیا زمینه برابره کړه، چې د سقوط په ورځ به په دربست الوتکه کې اسلام اباد ته لاړ شي او هلته به له پاکستاني مشرانو د خپلو سرونو د بچولو مننه وکړي.
پاکستان پوهېده چې دا مهرې بیا د دوی په کار راځي نو له دوی سره یې اړیکې وساتلې.
دا چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او د دې لپاره چې د ددوی قوت وځپل شي او مقتدر حکومت په افغانستان کې رامنځته نه شي، نو پاکستان طالبانو ته دا روایت په خوله کې کېښود، چې تاسو نړۍ ماتې کړې او له افغانانو سره هیڅ ډول جور جاړی مه کوئ.
د نظام په کورني او ولسي مشروعیت پسې مه ګرځئ، ځکه که د ولس ملاتړ نه وي نو تاسو قدرت نه شو نیولی، نړۍمجبوره ده، چې له تاسو سره تعامل وکړي او تاسو په رسمیت وپیژني.
د همدغه خیالي غرور او ظاهري فتحې په اساس، د طالبانو له مشرتابه سره د پاکستاني علماو تګ او راتګ زیات شو او دوی ته یې داسې سوژې په غوږ کې کیښودې چې د اسلام په نوم څومره چې خپل خلک ځپلی شي، هغومره تاسو ښه ملایان یی.
دوی طالبانو ته وایي، چې ستاسو نظام اسلامي دی او په نړۍ کې له تاسو څخه ښه نظام نه شته.
له دې سره، د نجونو لیسې او تعلیم یې بند کړل او ملاکراسي یې حاکمه کړه.
د پاکستان هدف دا دی، چې که طالبان یو سم او ولس محوره حکومت جوړ کړي نو پاکستاني ملایان به هم په پاکستان کې د طالبانو غوندې د حکومت جوړولو داعیه اوچته کړي.
ښه دا ده، چې د افغانستان ملاکراسي دومره د ولس او هم د نړۍ په کچه بدنامه کړي، چې بیا یې هیڅوک په خروار لیټي کې هم حساب نه کړي او یوه ضعیفه اداره باید موجود وي، چې پاکستان ته محتاجه وي.
دویم دا چې د پاکستان ولس به هم د خپلو ملایانو ملاتړ ونه کړي، ځکه داسې اداره چې فردي او ټولنیز عدالت پکې نه وي او په هر څه بندیز وي، د پاکستان ولس کله هسې اداره غواړي.
درېیمه مسله دا چې د پاکستان د استپلشمینټ لپاره مهمه ده چې که څه هم د طالبانو ډله د پښتنو استازي نه دي، خو زیات طالبان پښتانه دي او که دوی د لر پښتنو او د پاکستان د طالبانو د تحریک سره لاس یو کړي، نو دا به د پاکستان لپاره یو لوی چلنج وي.
د طالبان په ګډون او یا له طالبانو څخه پرته، باید په افغانستان کې مقتدره ولسواکه حکومت رامنځته نه شي.
پاکستان له قومي کارت څخه بیا استفاده کوي او د افغانستان غیر پښتنو افراطي ډلو ته دا په غوږ کې زمزمه کوي، چې که طالبان حاکم شي نو دوی به نور قومونه وځپي او پښتانه به د تل لپاره حاکم پاتې شي او د دوی په غوږونو کې د یو بل جنګ خبرې زمزمه کوي.
طالبان هم تر اوسه د مجاهدینو غوندې، درې ځلې د پاکستان له سوړې څخه وچیچل شول او د څلورم ځل چیچلو لپاره تیاری روان دی.
طالبان یې لومړی له مجاهدینو سره وجنګول، د سپټمبر له یوولسمې څخه وروسته پاکستان له امریکا سره لاس یو کړ او دوی یې له قدرته لېرې کړل.
په پاکستان کې یې د دوی مشران سپک، بې عزته او ووژل خو بیا یې هم د دریم ځل لپاره د خپل هېواد او خلکو په ضد وجنګول چې باالاخره نظام یې پرې سقوط کړ.
طالبانو له تېرو درې ځلې چیچلو سره بیا هم د مجاهدینو په شان عبرت نه دی اخیستی اوهڅه کوي چې د خپل ولس پر ځای له نورو افراطي ډلو او د ایران په شان له اخوندي نظام سره جور جاړی وکړي، چې په واک کې پاتې شي.
د نړۍ هیڅ نظام د خپل ولس له ملاتړ پرته په واک کې نشي پاتې کیدلی.
د طالبانو موجوده کړنې دا ښیي، چې طالبان به په څلورم ځل هم د پاکستان له خوا چیچل کیږي، دا ځکه چې د طالبانو اعتبار د افغانانو په منځ او همدا شان په سیمه او نړۍ کې په تېرو دریو کلونو کې ډېر راټیټ شوی دی.
له لږ تحرک سره د دوی سقوط به همداسې تېز وي، لکه څنګه چې په تېزۍ سره کابل ته ورسېدل.
تېر ځل پنځه کاله دوی په واک کې پاتې شول، خو داسې ښکاري چې د دوی د دې دور موده به له پنځو کلونو هم کمه وي.
پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د مجاهدینو له پخواني قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړي دي او یو شمېر یې اسلام اباد ته په پټه او ښکاره سفرونه هم کړي دي.
پاکستان دوی ته بیا ټټر وهلی چې له دوی څخه به د طالبانو په ضد ملاتړ وکړي.
که د مجاهدینو ډلې د طالبانو په ضد بیا د پاکستان او ایران ټوپکونه په اوږه کیږدي، نو دا ځل به د مجاهدینو اول او دویم نسل د پنځم ځل لپاره د پاکستان او ایران له سوړو څخه چیچل کیږي.
له جګړو څخه وروسته به دوی دومره ځپل شوي وي، چې د پاکستان او ایران ټولو شرایطو ته به لبیک وایي.
جګړې به بیا هم ختمې نه وي، ځکه د طالبانو څلورم ځل چیچلو سره به د هغوی مشران ووژل شي او یا به له هېواده وتښتي، خو ښکته قدمي به د داعش او نورو افراطي ډلو سره یو ځای او د کابل د حکومت په ضد وجنګیږي.
د حل لار؛
د حل لار اسانه او سخته ده.
د حل اسانې لارې لپاره یوازې دوه مشخص بدیلونه شته، چې عملي کېدل یې هم په خپل نفس کې اسانه نه دي؛
د سیمې او نړۍ هېوادونه سره یو تفاهم ته ورسیږي، چې په افغانستان کې د نیابتي جګړو او رقابت له امله ټول تاوان کوي او د یوې معتدلې، معقولې او پر عملي تګلارې د یوه ولسواکه نظام د راوستولو لپاره هوکړه وکړي او په دغه حل لاره کې به د خبرو واک له افغانانو سره نه وي، سیمې او نړۍ چې هر ډول پرېکړه وکړه، هغه به عملي کوي او په دغه حل لاره کې به نیمایې ګټې د افغانانو او نیمایې د سیمې او نړۍ خوندي وي.
دا د حل لاره په نږدې وختونو کې ممکنه نه ده، ځکه سیمه او نړۍ د افغانستان په اړه واحد دریځ نه لري. دغه حل لاره به د ملګرو ملتونو له لارې عملي کیږي، خو که د سیمې او نړۍ توافق نه وي، خبرې به روانې وي خو څه پایلې به ونه لري. د افغانستان حالت به ورځ تر بلې خرابیږي او داسې وخت به هم راورسیږي چې دا حل لاره به هم غیر ممکنه شي.
د طالبانو په ګډون د بین الافغاني ډیالوګ لپاره به زمینه خپله افغانان برابره کړي. حقیقت دا دی چې نه طالبان د ټول افغانستان استازي دي او نه مخالفین، که سیاسي دي او که مسلح خو د ولس استازولي کولی نه شي. هیڅوک د هیچا استازي نه دي او هر کله باالخیر مسله ده. دغه حل لاره په اخلاص او د واقعیتونو په منلو سره تر سره کیدای شي. دا حل لاره په یوه معقوله، معتدله او ټولګډونه پروسې سره عملي کیدای شي، چې د افغانستان د نظام راتلونکې پکې روښانه وي.
د افغانستان راتلونکې یوازې د اساسي قانون په درلودو سره تضمین کیدای شي، تر څو ټول افغانان د جګړو پر ځای سولې ته او د قدرت د انحصار او د نفی سیاست پر ځای د قانون په چوکاټ کې د یو بل منلو ته غاړه کیږدي.
دا حل لاره په اشخاصو، سهم اخیستلو او قومي امتیازاتو نه شي رامنځته کیدای.
البته د دغه لارې د رامنځته کېدو لپاره د طالبانو رول مهم دی، چې د بین الافغاني ډیالوګ په میکانیزم توافق وکړي او د هغه میکانیزم له لارې د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوه معتدله، معقوله او عملي تګلاره توافق وشي.
د افغانستان راتلونکې یوازې اساسي قانون تضمین کولی شي او اساسي قانون هم باید د لویې جرګې له لارې رامنځته شي.
له اساسي قانون څخه پرته هیڅوک په هیڅ شرایطو کې د افغانستان راتلونکې نه شي تضمین کولی.
بین الافغاني ډیالوګ په پټو او استخباراتي اړیکو نه شي رامنځته کیدای او که یو څو کسه قوماندانان، اسلام اباد، تهران، مسکو، چین، قطر، واشنګتن او یا نورو هېوادونو ته پټ او ښکاره سفرونو کوي، دا د بین الافغاني ډیالوګ د حل لاره نه ده.
دا د دې معنا نه لري چې دوی د خلکو استازي نه دي، بلکې دوی به د پاډوګر ډولکۍ ته ناڅي او هیڅکله به ونه کړای شي چې د افغانستان په مسایلو پرېکړه وکړي.
که طالبان دا فکر کوي، چې دوی هم په استخباراتي توګه د ځینو ملکونو او یا افغانانو سره اړیکې نیسي او یا ځینې افغانان چې دوی ته ورځي او یا د دوی لپاره په غرب کې لابي کوي، څه ګټه ولري او دوی ته به مشروعیت ورکړي، دا هم سمه نه ده.
دا کسان دومره نفوذ په دننه او بهر کې نه لري چې افغانان او دنیا دې قانع کړي، چې طالبان دې په رسمیت وپیژني.
له بهر څخه چې ځینې افغانان د طالبانو د لابې لپاره افغانستان ته ځي، هغوی فقط غواړي چې خپل ساعت تېر کړي، چکرې ووهي او چېرته د سوسیال په پيسو کباب او ماهیان وخوري، یو څو ملاقاتونه له طالب چارواکو سره وکړي او سلفیانې واخلي.
د طالبانو په قول د دوی او د هغه تسلیمیانو چې په دننه افغانستان کې اوسیږي، خاص توپیر نه شته، بلکې د دننه تسلیمیان به په دوی ښه وي چې د هغوی مشورو ته غوږ کیږدي.
همدا کسان به د جمهوریت په وخت کې هم کال کې یو ځل کابل ته تلل، یا به یې د ځمکو مسلې وې او یا به یې خپل مړي او ژوندی کول، نو په ضمن کې به یې د جمهوریت له چارواکو سره هم ملاقاتونه کول او سلفیان به یې اخیستل.
د نظام د پیاوړتیا لپاره د دوی تګ او راتګ چندان ګټه نه پخوا درلوده او نه یې اوس لري.
زه او زما ملګري د جمهوري غوښتونکو په خوځښت کې په ډیالوګ باور لرو، خو په پټو او استخباراتي خبرو باور نه لرو.
د ډیالوګ لپاره چې میکانیزم او چوکاټ معلوم نه وي، ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه او یا هم له طالبانو سره انفرادي خبرې اترې څه ګټه نه لري.
که حالات همداسې دوام وکړي، د ډیالوګ په ځای به جګړې دوام وکړي، نیابتي جګړې به زور واخلي، د جګړو مدیریت به د افغانانو په لاس کې نه وي، افغانستان به نور هم وران او ویجاړ شي او افغانان به په داخل او بهر کې له ذلیل ژوند سره مخامخ وي.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت دوه کاله مخکې اعلان وکړ، چې د افغانستان د مسلې د حل لاره جنګ نه دی او نه وینه په وینه مینځل کیږي.
یوازنۍ حل لاره دا ده، چې د نفي او انحصار د قدرت سیاست له منځه ولاړ شي او افغانان د بین الافغاني ډیالوګ په پایله کې په یوه معتدله، معقوله او عملي تګلاره باندې هوکړه وکړي.
که افغانان خپل منځ کې دا هوکړه ونه کړي، د نړۍ او سیمې په تمه ناستې څه ګته نه لري، ځکه هغه هېوادونه چې د خبرو مسیر بدلولی شي، هغوی د افغانستان له مسلې سره چندان دلچسپي په لنډ او منځمهال وخت کې نه لري.
هغه هېوادونه چې دلچسپي لري، هغوی د مثبت تعامل پر ځای په افغانستان کې منفي تامل د جنګ او یا د نیابتي ډلو تقویه کول غواړي.
طالبان په ټولنه کې د خپل انځور بد وړاندې کېدو له وېرې نه غواړي دا هر څه ټولنې ته څرګند شي. د طالبانو حکومت ولسي خلکو ته د (غلا، تښتونو، زنا، لواطت، نامحرمو اړیکو او داسې نورو) په تور سزا ورکوي خو تر اوسه پورې یې خپلو کسانو ته د دا ډول تورونو په اړه د سزا کوم راپور نه دی خپور شوی.
روڼ اندي په دې اړه څه وايي؟
سیاسي شنونکي او د حالاتو څارونکي تر ډېره بریده په دې باور دي چې د ښارونو مهارول په زور نه بلکې د قانون په حاکمیت، منظم امنيتي پلان او قوي مدیریت کیږي، او هغه حکومتونه چې په خلکو باندې په زور حکومت کوي کله هم نه توانیږي چې امنیت ډاډمن کړي. کله چې یو حکومت خپل اساسي قانون ونه لري او له خلکو سره د ټوپک په خوله خبرې کوي نو هلته به خلک له حکومت سره واټن نیسي او په جنايي پیښو کې به له پولیسو سره همکاري خو پرېږده بلکې لا په جنايي پېښو لاس پورې کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، د طالبانو ډله دا مهال له خلکو سره له زوره کار اخلي، شکنجه کوي یې، وژني یې او زندانونو ته یې اچوي نو په دې سره د خلکو تر منځ پر دوی بارو کم شوی او ورځ تر بلې نظم ګډوډیږي او جنايي پېښې زیاتیږي. «کله چې ښاري جغرافیه پراخه شي، نفوس ډیر شي، نو هلته د خلکو مهارول هم ستونزمن کیږي، په تېره بیا هغو حکومتونو ته چې هغه ناکام وي او په ټوله معنا خلکو ته د خدمت کولو جوګه نه وي، او د خلکو په رټلو او سانسورولو باور ولري، او د زور له لارې په خلکو واکمن وي، یعنې د خلکو په خوښه نه وي راغلی، د حکومت او خلکو تر منځ واټن وي نو بیا په داسې وخت کې خلک له حکومت سره همکاري نه کوي.»
ښاغلی ننګیال وايي، کله چې د یوه حکومت او خلکو تر منځ اړیکې نه وي، خلک باغيان کیږي او له دې سره د جرمونو کچه لوړیږي او مهارول یې هم ګرانیږي، هغه وړاندې وايي، «کله چې یو حکومت خلکو ته کار پیدا نه کړي، خلکو ته خدمت ونه کړي او د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شي، لکه اوس چې په افغانستان کې کوم حالت روان دی، نو په داسې وخت د خلکو له لوري جرمونه کول یوه طبیعي خبره ده، امکان لري چې انسان تښتونې، وژنې، غلاوې او داسې نور په لویو ښارونو کې ډیر شي، همدا لامل دی چې جرمونه د پخوا پرتله ډیر شوي او طالبان یوازې په رسنیو کې د خپراوي مخه نیسي. که څوک د خراب امنيتي وضعیت په اړه نظر ورکړي او یا رسنۍ پرې راپور خپور کړي طالبانو هغه کس نیسي او رسنۍ یې سملاسي تړي.»
نجیب ننګیال وړاندې وايي، د دې پر ځای چې طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوی اقتصادي حالت ښه کړي برعکس دوی لګیا دي خلک په هر ډول چې وي ځپي یې او زندانونو ته یې اچوي چې بیا په غبرګون کې خلک په نورو جرمونو هم لاس پورې کوي. هغه زیاتوي، «که وګورو د طالبانو له زندانونو څخه ښه څرګندیږي، چې په دوه نیمو کلو کې د طالبانو په زندانونو کې د شل زرو په شاوخوا کې خلک بندیان دي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال که ځیر شو په سیاسي زندیانو سربېره د شلو کالو په موده کې همدومره خلک بندیان وو، نو همدغو شمېرو ته په کتو موږ ته څرګندیږي چې د جنايي جرمونو کچه څومره لوړه ده، او که په دغو شمېرو کې سیاسي بندیان دا بیا تر هغه لوی ناورین دی چې طالبان لا هم د تېر حکومت له کارکوونکو غچ اخلي، نو له هر اړخه څخه چې ورته وګورو امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، خلک اندیښمن دي او د طالبانو حکومت په ټوله معنا پاتې راغلی.»
که چیرې شته حالات همداسې روان وي؟
دا مهال په ټول افغانستان کې امنیتي او جنايي پیښې، مرموزې وژنې، غلاوې، سړي تښتونې په لویه کچه روانې دي، طالبان د دغو ټولو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي، د طالبانو حکومت د خلکو په اقتصادي بد وضعیت سربېره له دوی عشر او ملا ماتوونکې مالیې اخلي او پر دوی د خپلې خوښې هر څه مني، خلکو ته خدمتونه نه وړاندې کوي او د دې پر ځای چې د کار زمینې ورته برابرې کړي هغوی ځپي او له هيواده یې وتلو ته اړ باسي، که چیرې روان ترینګلی حالت همداسې پسې وغځیږي نو د دې احتمال شته چې خلک د دوی پر وړاندې راپورته شي او له شته وضعیت څخه د وتلو لپاره د دوی حکومت نسکور کړي.