له کراچۍ څخه کوټې ته پر لاره روان بس اور اخیستی او ۲۱ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، هغه بس چې له کراچۍ څخه د کوټې په لور روان و، د بلوچستان په لسبېله کې یې اور اخیستی چې تر دې دمه په کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان دي. پولیس وايي، دغه پېښه د شپې په وروستیو کې شوې او د ځینو ټپیانو حالت یې نازک ښودلی.