• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په پنجاب کې شړکنده باران او توپان شپږ کسان مړه او ۴۰ نور ژوبل کړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۱

راپورنه وايي، د ګوجرانوالې، سیالکوټ، ناروال او خوشاب په ګډون د پنجاب په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو بارانونو او چټګ توپان له امله شپږ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شوي. پاکستاني رسنیو ويلي، تېره ورځ چهارشنبه د پنجاب په ځینو سیمو کې د دیوالونو او چتونو نړېدو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې په ګوجرانواله کې د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او اوه نور ژوبل شوي.
ويل کيږي، په خوشاب ولسوالۍ کې د شړکنده باران، ږلۍ او تندر غورځېدو پېښې د ۱۵ او ۱۸ کلونو دوه وروڼه مړه کړي.
همدارنګه په نارووال او سیالکوټ کې د چټګ توپان له امله د دېوالونو، ونو او د برېښنا د ستنو د نړېدو له امله د ښځو په ګډون ۳۳ تنه ټپیان شوي، د توپان له امله د برېښنا سیستم پرې شوی او لسګونه ونې او بلبورډونه او د یوه دولتي ښوونځي دیوال هم نړېدلی دی.
د پاکستان د هواپوهنې ادارې ويلي، چې د پاکستان په لوړو او مرکزي سيمو کې به راتلونکي درې ورځې د پنجاب په زياتو ښارونو کې له بارانه وروسته چټک توپان او دوړي هم راوالوځي.
دا رنګه به په اسلام اباد، خیبرپښتونخوا، ګلګت بلستان او کشمیر کې د تېز باران، وریځ او برګ اسمان اټکل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۴

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۵

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي