فلسطیني رسنۍ: په غزه کې د م.م اړوند پر یوه ښوونځي د اسراییل برید کې ۳۲ تنه ووژل شول

فلسطیني رسنیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی، په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي الوتکو د برید له امله ۳۲ تنه هغه پناه غوښتونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي چې له نورو سیمو څخه دلته د خوندي پاتې کېدو لپاره مېشت شوي وو.