• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مري

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ هره ورځ په ټول افغانستان کې ۲۴ مېندې او ۱۶۷ کوچنیان د مېندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که د مرستو بودیجه کمه شي، دا شمېره به نوره هم زیاته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره اضافي ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري بايد ټوله ۴۲۳ ميليونه ډالره بوديجه بشپړه کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا؛ د روغتیایي مرکزونو تړل کیدل د څه باندې درې میلیونو خلکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې ویجاړونکي اغیزې لري، چې په دې کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر له ۶۰۰ زره څخه ډېر ماشومان او څه باندې ۲۴۰ زره مېندواره او شیدې ورکونکي مېرمنې شاملې دي.

دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۰روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

افغان وګړي د ساري ناروغیو، وچکالۍ او وروستیو سېلابونو له امله د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

له دې جملې يې ښځې او ماشومان ډېرو زیان منونکو دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همدا ډول خبرداری ورکړی، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: په څلورو مياشتو کې مو له ۳ ميليونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې ۳ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده. یاد سازمان وايي، چې په دغو مرستو سره يې د خوراکي توکو د چمتو کولو او د سيمه ييز بازار د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د نغدي مرستې د اندازې په تړاو څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، چې تر اوسه یې په زلزله ځپلو سیمو کې له ۶۵ زره ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، نږدې ۸ زره کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

سېلابونو او طبیعي پېښو په ټول هېواد کې خوراکي او نغدي مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاته کړې ده.

د افغانستان د کراټې لوبډلې د تهران د اسيايي لوبو په سياليو کې دویم مقام تر لاسه کړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د افغان د تجربه لرونکو کراټې ۱۳ کسيزې لوبډلې، چې د اسيا د تجربه لرونکو کراټې په سيالیو کې يې برخه اخيستي وه؛ څلور د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او د پنځه برونزو مډالونو په ګټلو سره یې د سياليو دويم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ د ایران په پلازمینه تهران کې د «محمد علي سنتکاران» جام تر لانامه لاندي تر سره شوې.

د افغانستان د تجربه لرونکو کراټې لوبغاړو پایلې:

د سرو زرو مډالونه:

عزيزالله راضي، علي احمد رضايي، سيد محمد يعقوب موسوي او فولاد اسماعيلي

د سپين زرو مډالونه:

حيدر محمدي، کاظم علي خاني، غلام نبي جعفري او سيد علي رضایي

د برونزو مډالونه:

غلام سخي خاوري، خداداد مبارز، عبدالمحبور سروري، علی ابراهیمي او انظر گل یوسفي

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان ۱۱ لوبغاړو نن د سویلي اسيا د ۱۴م پړاو سيالیو کې د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو درېيم مقام ګټلی و.

روسۍ سندرغاړې: چمتو یم چې د اقتصادي فورم په څنډه کې د طالبانو لپاره سندرې ووايم

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسۍ سندرغاړې لیوسیا چیبوتینا ويلي، چې چمتو ده د سینټ پیټرزبورګ د اقتصادي فورم په څنډه کې د طالبانو د پلاوي لپاره سندرې ووايي. چیبوتینا په خندا سره وویل، چې لېواله ده، طالبانو لپاره يو کوچنۍ کنسرټ جوړ کړي.

د سنټ پیټرزبورګ ۲۷م اقتصادي فورم د جون له پنځمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې ترسره شو، چې د روسیې د رسنیو په وینا؛ د ۱۳۶ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

روسي رسنۍ لايف رو راپور ورکړی، چې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوي د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.

د اصلي بحثونو په څنډه کې ليوسيا چيبوتینا د روسيې «شاټ» رسنۍ ته ويلي؛ دا چمتو ده، چې افغان پلاوي ته کنسرټ ورکړي.

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا عمر ورور او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې په ۲۷ اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټول افغانستان کې د موسیقۍ پر تولید، نشر او اورېدلو رسمي بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د نېږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې ډېر هنرمندان نیول شوي، شکنجه شوي، وزګار شوي او تبعید شوي دي.

طالبانو په رسمي توګه په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې د موسیقۍ خپرول او نشرات بند کړي او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه یې د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت او د موسیقۍ څانګه منحل کړې ده.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې درېيم مقام تر لاسه کړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د بدن جوړونې فدراسيون وایي، چې لوبغاړو یې د سويلي اسيا په ۱۴م پړاو سيالیو کې درېيم مقام تر لاسه کړ. په دې سیالیو کې هندوستان تر ټولو د زياتو نمرو په تر لاسه کولو لومړۍ او مالديف دویم مقامونه تر لاسه کړي دي.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي فدراسيون د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې لوبغاړو يې د سويلي اسيا په څلوارلسم پړاو سيالیو کې د ۳۷۰ نمرو په تر لاسه کولو درېيم مقام ګټلی.

د فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ په دې سياليو کې د سويلي اسيا د اوو هېوادونو ۱۷۱ لوبغاړو برخه اخيستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان څخه ۱۱ لوبغاړو د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې ګډون کړی و، چي درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې يې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

عبدالمنان عمري په ۲۷م نړۍوال اقتصادي فورم کې پر دوی د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت وایي، چې د دوی وزير په سن پيټرزبورګ ۲۷م نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې د سيمې له هېوادونو غوښتې، چې پر دوی دې بنديزونه پای ته ورسوي. هغه ويلي، چې د سيمې هېوادونه دې له دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویاند سميع الله هاشمي نن یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه په سن پيټززبورګ کې د ۲۷م نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې د دغه ډلې د وزير عبدالمنان عمري د وینا جزيیات شریک کړي.

هاشمي وايي، چې عبدالمنان عمري په دې نړۍوال اقتصادي کنفرانس کې ټينګار کړی، چې د بېلابېلو هېوادونو بنديزونو افغانستان متاثره کړی دی.

نوموړي ويلي، چې طالب وزير د خپلو خبرو په يوې برخه کې زياته کړې: «د مختلفو هېوادونو له تحریماتو او بنديزونو څخه افغانستان تر بل هر هېواد ډېر متاثره دی، نور باید دا تحریمونه پای ته ورسیږي.»

طالب وزير ويلي، چې په افغانستان کې اقتصادي پاليسیو قوي کېدل يې هدف دي، چې دا به د سیمې د هېوادونو د اقتصادي پلان په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

طالبانو پرون ويلي وو، چې د دغه ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د روسیې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر انتون کوتیاکوف سره په لیدنه کې روسیې ته د افغان کارګرانو د استولو وړاندیز کړی.

روسي چارواکو د طالبانو د دغه پلان په اړه څه نه وو ويلي.

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پر نړۍوالو غږ کړی و، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لېرې کړي تر څو افغانان وکولای شي، په کور دننه او بهر خپلو اړتیاو ته لاسرسی ولري.

بل لوري بيا د یو شمېر طالب چاروواکو تر څنګ د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په خپلو څرګندونو کې وايي، چې « د نړۍوالو مرستو، د تور لېست او بنديزونو څخه د دوی د لېرې کېدو او د حکومت رسميت پېژندنې ته اړتيا نه لري.»