• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران بهرنیو چارو وزارت:د تهران ناسته کې د طالبانو نه ګډون د دغې ډلې د چارواکو پرېکړه وه

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تهران په ناسته کې چې د شنبې په ورځ ترسره شوه، د طالبانو د نه ګډون په اړه مالومات ورکړل. ناصر کنعاني وویل، چې طالبان د تهران ناستې ته بلل شوي وو؛ خو د دغې ډلې چارواکو پرېکړه وکړه، چې هغوی په دغې ناسته کې ګډون نه کوي.

ښاغلي کنعاني د تهران ناسته د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو دوام وباله.
هغه د دوشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل:« د تهران په ناسته کې ګډون کوونکو پلاویو د همکاریو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو کړنلارو له لارې د افغانستان له امنیت سره د مرستې په اډانه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د خلکو د ژوند او د اقتصاد د ښه کولو په ګډون په بېلابېلو برخو او د افغانستان د سیاسي بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.»
د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس دویمه غونډه د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) ترسره شوه. په دغې ناسته کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
طالبانو له دغې ناستې څو ساعته وړاندې خبر ورکړ، چې د تهران ناستې ته بلل شوي؛ خو دوی په کې ګډون نه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي د شنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي و، چې دغه ډله د تهران ناستې ته بلل شوې؛ خو دوی په کې ګډون نه کوي.
هغه زیاته کړه، طالبان تمه لري چې د افغانستان په اړه ناستې « باید د نویو میکانیزمونو د جوړولو پر ځای د عادي او جوړو شويو میکانیزمونو له لارې»ترسره شي.
ذاکر جلالي د روسیې، ایران او چین استازو څرګندونو ته په اشارې ویلي و، چې هر یو ورته جلا نوم کاروي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي