عراقي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې یو لوړپوړی غړی وژلی دی

د عراق د ملي امنیت ادارې د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې هغه لوړپوړی غړی وژلی، چې د عراق پر دولتي ځواکونو د بریدونو مسوول و. د دغې ادارې په خبره؛ عراقي وګړی ابو زینب د سوریې په رقه ښار کې وژل شوی دی.