• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام ضعیف: د جنګ نغارې مه وهئ، تېر ۴۵ کلونه در په یاد کړئ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دغې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، یو شمېر کسان چې اوس هم د جګړو او د تفرقې فکر لري، باید د افغانستان تېره پنځه څلویښت کلنه جګړه مطالعه کړي. نوموړی پرته له دې چې د کوم مشخص کس نوم واخلي په خپل اېکس کې لیکلي: ((د جنګ نغارې مه وهئ.))

ښاغلي ضعیف د عراق، سوریې، لیبیا، سوډان او د یمن جګړو ته په اشاره ویلي، هغه کسان چې په افغانستان کې د جګړو فکر لري، باید عاقلانه فکر وکړي، چې کورنیو جګړو دغو هېوادونو ته څه ګټه رسولې ده.
په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر دغه راز وایي، چې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه او ډلې به د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې ښکیلو خواوو ته امکانات ورکړي، خو دغه امکانات به د افغانانو د بربادۍ لامل شي.
نوموړی زیاتوي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د جګړو د دوام لپاره امکانات ورکوي، د هغوی موخه په بېلابېلو نومونو او طریقو سره د افغانانو له منځه وړل دي.
عبدالسلام ضعیف ټولو افغانانو ته په خطاب کې وایي، هر هغه کس چې دوی ته د جګړو نوم اخلي باید ورته ووایي: «مونږ د جګړو تریخ خوند څکلی دی، جنګ زما بربادي ده ماته د سولې او ثبات خبرې کوه.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته عبدالسلام ضعیف په ځلونو ټینګار کړی دی، چې په هېواد کې سوله او ټیکاو د سیمې د هېوادونو په ګټه ده.
د هغه په وینا، په سیمه کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره اړتیا ده، چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه ژبه پیدا کړي.
له دې سره، ښاغلي ضعیف په وار وار سره په طالب چارواکو غږ کړی چې پر افغان ښځو په ځانګړې توګه د نجونو پر تعلیم لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۵

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی