• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منځني ختیځ انسټیټوټ د طالبانو د ۱۱۳۷ چارواکو حکومتدارۍ کې سهم او معلومات خپاره کړي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د ۱۱۳۷ مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له ډلې ۸۹۱ یې پښتانه، ۵۳ یې تاجک، ۲۸ ازبک او ۶ یې هزاره ګان دي.

د دې څېړنو له مخې؛ د طالبانو ۴۰ لوړپوړي مشران له کندهار څخه دي او د دې ډلې په کابینه کې هېڅ مېرمن نه شته.

په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مشر، رییس الوزرا، دفاع، لوړو زده کړو، پوهنې، فرهنګ، کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو، فواید عامې، قاضي القضات او نورو قاضیانو په ګډون د طالبانو ۴۰ مهم لوړ پوړي چارواکي له کندهار څخه دي.

د کورنیو چارو وزیر، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، د انرژۍ او اوبو وزیر ، د مهاجرینو چارو وزیر او ۱۹ نور چارواکي له پکتیا څخه دي.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ وايي، چې د طالبانو ډېری مشران او د کابینې غړي له کندهاره دي د منځني ختیځ د انستیتوت څېړنې ښيي، چې د طالبانو د مشرتابه پنځه غړي د دې ډلې د سخت دریځه وزیر خالد حنفي په ګډون د پشه یي قوم څخه دي.

د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر حمدالله نعماني له بلوچ قوم څخه دی او د عدلیې د مرستیال محمد قاسم راسخ په ګډون درې نور طالب چارواکي له ترکمن قوم څخه دي.

د دغه راپور له مخې؛ له شپږو زرو پنځو تنو څخه معینان او یو یې د یوې ادارې رییس دی.

دا راپور د طالبانو د مشرتابه په اړه تر ټولو پراخه څېړنه ده، چې تر اوسه ترسره شوې ده.

د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ د طالب مشرانو بشپړ جزییات خپاره کړي دي.

د دې څېړنې له مخې؛ د طالبانو د کابینې له ۳۳ غړو څخه ۲۱ یې د نړۍوالو بندیزونو په لېست کې دي.

100%

دغه راپور زیاتوي، چې نړۍوالې ټولنې د طالبانو د رهبرۍ له ۱۱۳۷ غړو څخه یوازې په ۶ سلنه یې بندیزونه لګولي دي.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ د طالب چارواکو پر وړاندې د بندیزونو ګراف د دې څېړنې له مخې د طالبانو د کابینې د ۳۳ غړو له جملې څخه ۲۷ یې پښتانه دي.

د طالبانو د تجارت وزير نورالدين عزيزي، د اقتصاد وزير قاري دين محمد حنيف او د طالبانو د پوځ مشر فصيح الدين فطرت د تاجک قوم څخه دي، د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي او د کرنې وزیر عطاء الله عمري له ازبک قوم څخه دي.

د طالبانو په مشرتابه او منځنیو رتبو کې د توکمیزو ډلو شتون د منځني ختیځ د انستیتیوت په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د استخباراتو د رییس او د مالیې د وزیر په ګډون د طالبانو ۱۶ جګپوړي غړي له غزني ولایت څخه دي.

د طالبانو ۱۹ تنه جګپوړي غړي د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي، چې ډېری یې له وزیر او عمومي رییس څخه ټیټ دي.

100%

په کونړ کې د طالبانو والي مولوي قدرت الله ابو حمزه له بلخ ولایت څخه یوازینی طالب چارواکی دی، چې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو څخه دی.

د طالبانو په مشرتابه کې له کابل څخه شپږ کسان شامل دي، چې په دوی کې د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب هم شامل دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د پهلوانۍ افغان لوبډله په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره ایران ته لاړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۱
د پهلوانۍ افغان لوبډله په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره ایران ته لاړه
100%

د طالبانو واک کې د افغانستان د المپيک، بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، د زورخانه یي پهلوانۍ ۸ کسيزه ډله یې په ۵ ورځنیو نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره د ایران اصفهان ښار ته لاړه. د افغانستان د زورخانه يي پهلوانۍ ملي فدراسیون د لوبو د پيل د ورځې او مهالوېش اړوند نور څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې زورخانه يي پهلوانۍ لوبه په رسمي ډول په ۱۳۸۵ کال کې پيل شوه، چې یو کال وروسته یې فدراسیون د نړیوال فدراسیون غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د دې لوبې په وسایلو کې کباده، میل، تيږه، ډامبل او زورخانه يي کوډ شامل دي، چې هر یو يې ځانګړی استعمالېږي او لوبغاړي يې د تمرین پر مهال کاروي.

دغه راز د دې لوبې جامې یا لباس هم له نورو لوبو سره توپیر لري.

په جرمني کې یو افغان ځوان پر یوې مېرمنې د چاقو د برید په تور ونیول شو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۸ GMT+۱
په جرمني کې یو افغان ځوان پر یوې مېرمنې د چاقو د برید په تور ونیول شو
100%

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل، چې په فرانکفورت ښار کې یوه ۱۹ کلن افغان د یوې ۴۱ کلنې جرمنۍ ښځې د وژلو په تور نیول شوی دی.

جرمنۍ مېرمن پارک کې پر یوې څوکۍ ناسته وه، چې دغه افغان ځوان پرې برید وکړ او سخته یې ټپي کړه.

د عامه څارنوالۍ دفتر او د فرانکفورت پولیسو په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې دوشنبې له غرمې وروسته، دغه ځوان د ماین رود سیمه کې په دغې ښځې له شاه برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، یاده ښځه د لارویانو د مداخلې په پایله کې د افغان بریدګر له منګولو وژغورل شوه. برید کوونکی له برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی و. پولیس وايي چې ځوان په ​​بوټو کې پټ شوی و چې وروسته ونیول شو.

د فرانکفورت د عامه څارنوالۍ دفتر د برید کوونکي د نیولو حکم د وژنې د هڅې او د خطرناکو جسمي صدمو په تور صادر کړی دی.

پولیسو ویلي، چې د پیښې د لامل او انګیزې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دا په وروستیو ورځو کې د یوه افغان کډوال له خوا پر جرمن اتباعو دویم برید دی. ۲۵ کلن افغان سلیمان عطايي د جمعې په ورځ (د جوزا ۱۱مه) په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ چې یو پولیس یې وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.

په بغلان او کندوز ولایتونو کې د کاسا زر پروژې سروې پیل شوه

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱
په بغلان او کندوز ولایتونو کې د کاسا زر پروژې سروې پیل شوه
100%

د برېښنا شرکت ویاند وايي، د برېښنا شرکت اجراییوي رییس د دغې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندوز او بغلان ولایتونو ته سفر کړی او د دغو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي ویلي، تر سروې او د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره تر خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروې چارې پیل شي.

میوندي زیاتوي: دوی خپلې لومړنۍ سروې پیل کړې دي. له سروې وروسته به له برېښنا شرکت سره یوه ګډه ناسته کیږي او له ناستې وروسته به یوه ورځ مشخصه کیږي چې دوی کار پیل کړي.

تر دې مخکې، د افغانستان بانک ویلي و چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیخ بنایي پروژې جوړې شي.

د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.

د دې پروژې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ م کال په پای کې د یادو څلور واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د «کافا اتلولۍ» په سيالیو کې برخه اخلي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱
د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د «کافا اتلولۍ» په سيالیو کې برخه اخلي
100%

د افغانستان فوټبال فدراسيون وایي، چې له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسيا د «کافا اتلولۍ» په سياليو کې برخه واخلي. د فوټبال دغه سيالۍ د همدې کال د جولای مياشتي له ۵ څخه تر ۱۲مي نېټې پوري د قرغزستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ويلي؛ دوی چمتو دي، چې لوبډله یې په دې سيالیو کې برخه واخلي.

د همدې فدراسيون د خبر له مخې؛ په دې سيالیو کې افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې برخه لري.

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندنې لپاره نن سې شنبه شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

په دغو سیالیو کې څلور ورځې وړاندې افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.

احمد شاه درانی: که د دوحې هوکړه عملي نه شي نو د افغانستان ترڅنک به سیمه او نړۍ ناامنه شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱
احمد شاه درانی: که د دوحې هوکړه عملي نه شي نو د افغانستان ترڅنک به سیمه او نړۍ ناامنه شي
100%

د افغان سیاستوال احمدشاه دراني خبرداری ورکړی، چې که چېرې د دوحې هوکړه عملي نه شي نو د افغانستان ترڅنګ به سیمه او نړۍ ناامنه شي. دغه افغان سیاستوال ټینکار کوي، چې د افغانستان حالت یوازې د دوحې تړون او د خلکو ارادې په عملي کېدو پورې تړلی دی.

احمد شاه دراني په یوه ځانګړي غږیز او لیکلي اختریز پېغام چې رسنیو ته لېږل شوې او افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم یو غږیزه وینا رسېدلې ویلي، چې په کابل کې دې ملګري ملتونه خپل نیمکړی ماموریت تکمیله کړي.

احمد شاه درانی چې مستقیم د طالبانو نوم نه اخلي؛ خو وايي د ده په اند داسې مفکوره موجوده ده، چې افغانستان په زور نیول شوی دی او څلویښت میلیونه انسانان یې د جګړې غنیمت ګڼلي دي، چې د دراني په ټینکار دا یو ناقص فکر دی ځکه د دې هېواد خلک د خپل وطن د دفاع اصلي قربانیان دي؛ خو بیا امتیازات څو ډلو اخیستي دي.

دغه افغان سیاستوال په دې اند دی، چې په افغانستان کې روان وضعیت یو تدریجي مرګ دی او دغه حالت باید تغیر وکړي او روان ناراضیته حالت د یو هېواد لپاره ډېر خطرناک وخت دی؛ خو خلک یې له وېرې نه شي په ډاکه کولی، چې افغانان اوس مهال له داسې یو حالت سره مخامخ دي.

که څه د احمد شاه درانی په خپلو خبرو کې مستقیم د طالبانو له نوم اخیستو څخه ډډه کوي؛ خو وايي، چې د قدرت انحصار ، کاذب غرور، د اساسي قانون نشتوالی، د مدیریت تشه او د حکومت واک له څرنګوالي څخه مشخص تعریف نشتوالی، خپلوي، په ټولنه کې ارمتیا او اطمنان نه شتون، فساد زیاتېدول، تعلیم یافته خلکو تېښته او د ظرفیت نه شتون افغانستان له یو خطرناک کړکېچ سره مخامخ کړی دی.

احمد شاه درانی په دې باور دی، چې اوس مهال د افغانستان تعلیمي بنسټونه له منځه تللي او اقتصادي حالت د خرابېدو لور ته وران دی.

د دراني په خبره؛ په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښو رامنځته کېدو سره دا حالت نور هم پېچلی شوی او دغه وضعیت د دې ښکارندويي کوي، چې هېواد د یو ناسم مسیر پر لور روان دی.

احمد شاه درانی د خبرو په لړ کې ټینکار کوي، چې له دغه حالته له وتلو څخه یوازینۍ حل لاره دا ده، چې ټولې خواوې په کډه کار وکړي او د خلکو ترڅنک ودریږي او د سیاسي جوړ جاړي په وسیله افغانستان په سمې خوا یوسي.

درانی همدراز زیاتوي، چې د څو لسیزو راهسې افغانستان د دسیسو ښکار دی، چې د هېوادونو او ډلو له خوا د کورنیو، نبایتي جګړو او یو اړخیزه تصمیم نیونې قرباني و.

احمد شاه درانی یو له هغو اشخاصو دی، چې د جمهوریت پر مهال یې په اړه د موقت حکومت د مشرۍ اوازې خپرې شوې وې.