پر لبنان د اسراییل په برید کې د حزب الله د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

اسراييلي پوځ د لبنان پر سوېل بريد وکړ او د حزب الله د يوه لوړپوړي سیمه‌ییز قوماندان په ګډون يې څلور تنه ووژل.
د بهرنيو رسنیو د راپورونو له مخې، اسرایيلي پوځ د لبنان په سوېل کې د جويا پر کلي برید کړی دی.

امنیتي سرچینو ویلي، چې د اسراییل په برید کې وژل شوی قوماندان عبدالله د حزب الله یو جګپوړی غړی و چې له ۸ میاشتو راهیسې یې پر اسراییل بریدونه کول.
د تېر کال له اکټوبر مياشتې راهيسې د اسراییل پوځ پر لبنان هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړی، چې په ترڅ کې يې تر اوسه د حزب الله د قوماندانانو په ګډون ۳۰۰ جنګيالي وژل شوي دي.
د اسرايیل د بریدونو په ځواب کې حزب الله هم په توغندیو د دغه هېواد پوځي اهداف په نښه کوي.

نور خبرونه

رادیو