د ډنمارک لومړۍ وزیرې په ټولنه او خواله رسنیو کې د خلکو تاوتریخجن چلند په اړه خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسین، چې لا هم د تېرې اونۍ له بریده د رغېدو په درشل کې ده، خبرداری ورکړ چې د غزې د جګړې په څېر پېښو په اړه په عامه ځایونو کې تاوتریخوالی و نه کړي.
هغه د پولنډي سړي له خوا د ګوزار له امله په غاړه کې ټپي شوې.

د ډنمارک رسنیو د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) د پولیسو او د لومړۍ وزیرې د دفتر په حواله خبر ورکړ، چې پر مېرمن فریډریکسین د کوپنهاګن په مرکز کې د یوه سړي له خوا برید شوی او وهل شوې ده.
یو ۳۹ کلن پولنډی وګړی په لومړۍ وزیرې د برید په تور نیول شوی. د چارواکو په وینا، بریدګر د برید پر مهال الکول او نشه يي توکي کارولي وو او د سیاسي انګیزې په اړه یې څه نه دي ډاګیز شوي.
پر فریډریکسین برید یوازې درې اونۍ وروسته له هغه شوی چې د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیسټو د وژنې په یوه هڅه کې سخت ټپي شو.
فریډریکسین وویل چې هغې په دې وروستیو کلونو کې په عامه ذهنیت کې بدلون لیدلی دی.
هغې وويل: «له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه وو. په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غوسې، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې له جګړې وروسته، سخت او ډېر شوي. په عامه ځایونو کې چیغې وهل زیات شوي او د خلکو چلند ډیر تیری کونکی شوی.»
فریډریکسن وايي: «موږ تل په یو داسې هیواد ویاړ کړی چې لومړی وزیر یې کارځای ته په بایسکل ځي.»
هغې وویل: «اوس وضعیت بدل شوی دی. ماته تل لاسرسی اسانه وو، خو پر سړکونو حالت بدل شوی، لږ تر لږه زما په څېر یو شمېر سیاستوال، نه شي کولای د ښار ځینو ځایونو ته په ډاډه زړه ولاړ شو.»

نور خبرونه

رادیو