ملګري ملتونه: له یو مېلیون څخه زیاتو افغانانو ته مو د لمریزې برېښنا اسانتیاوې برابرې کړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره (یو، اېن، ډي، پي) وایي، چې په افغانستان کې د یو مېلیون ۱۳۳ زره او ۴۰۰ کورنیو ته یې د لمریزې برېښنا اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دغه بنسټ د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغې انرژۍ څخه ۴۴ سلنه ګټه اخیستونکې یې مېرمنې دي.
دغه بنسټ وايي، لمریزه برېښنا هم پاکه ده او هم کورنیو ته وړیا پرېوځي.
د دغه بنسټ د کارکوونکو په وینا، دوی د نورو برخو تر څنګ هڅه کړې چې په بې‌وزله کورنیو د لمریزې برېښنا وسایل ووېشي، چې په دې سره به دغه کورنۍ هم له روښنایۍ څخه برخمنې شي او هم په تودو سیمو کې د هغوی خونې به پرې سړې شي.
افغانستان چې له ډېرې مودې راهیسې له بهره برېښنا واردوي، هغه هم په ځینو ښارونو کې کله وي او کله نه وي؛ خو په لرو پرتو سیمو کې چې د وارداتي برېښنا سره نه ده نښلول شوې، لمریزه برېښنا تر یوه بریده د ګڼو کورنیو ډېرې ستونزې هوارولای شي.

نور خبرونه

رادیو