• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار سیمه‌ییز طالب چارواکي: په سپین بولدک ولسوالۍ کې مو ۱۲ تنو ته تعزیزي سزا ورکړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۲ تنو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړې ده.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د سه شنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) نېټه یې د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري ۱۲ تنه تورن کسان په عام محضر کې په دورو ووهل شول.
د ولایت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد دوولس تنه د غلا، زنا او لواطت په تور نیول شوي وو.
په خبر پاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
یادو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ ګڼ اوسېدونکي راټول کړي وو.
که څه هم په عام محضر کې د سزا د حکم پلي کېدل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي؛ خو طالبان وايي په تورنو کسانو شرعي حکم عملي کوي.
طالبان پر داسې مهال په یو شمېر ولایتونو کې په عام محضر کې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لړۍ ته دوام ورکړی، چې د طالبانو دغه پرېکړه په وار، وار د نړۍوالې ټولنې له لوري په کلکه غندل شوې ده.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۳

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۴

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۵
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی