ایران: طالبانو هغو ایراني موټر چلوونکو ته اجازه نده ورکړې چې مشهد کې یې ویزې اخیستې وې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

طالبانو هغه موټر چلوونکي د افغانستان خاورې ته نه دي پرېښي، چې په دې وروستیو کې یې په مشهد کې له افغان قونسلګرۍ وېزې اخیستې وې.

د ایران د اېسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې، د رضوي خراسان ولایت د نۍیوالو ټرانسپورټي شرکتونو ټولنې ورته ویلي چې طالبانو هغو ایراني موټر چلوونکو ته چې ویزې لري افغانستان ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې.
د دغې ټولنې مرستیال محمود امتي اېسنا ته ویلي: داسې ښکاري، چې د ځینو کورنیو ستونزو له امله په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې اختلافات رامنځ ته شوي او طالبانو موټر چلوونکو ته ویلي چې په مشهد کې د افغانستان د جنرال کونسل جابر انصار ماموریت پای ته رسېدلی او هغه نور د ویزو ورکولو قانوني واک نه لري.
عبدالجابر انصار د افغانستان د تېر حکومت له‌خوا په مشهد کې د افغانستان قونسل ګومارل شوی و، چې طالبان وایي په دې وروستیو کې یې په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړی دی.
خو ښاغلي انصار رسنیو ته ویلي، چې هغه د طالبانو له‌خوا پر دندې نه دی ګومارل شوی او د لرې کولو واک یې هم طالبان نه لري.
ایران یو د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی، چې په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او د طالبانو ډیپلوماټان یې هم منلي دي.
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د ښاغلي انصار په بدلولو غبرګون ښودلی و او له طالبانو یې غوښتي و، چې ټولې ډیپلوماټیکي چارې دې د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې هوارې کړي.

نور خبرونه

رادیو