طالبان: په هرات کې د زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۳۰ نور جوړ شوي کورونه ور وسپارل شول

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر خپور کړی چې د دغې ډلې د هرات ولایت ځايي چارواکو هغه ۳۰ کورونه چې د هرات زلزله ځپلو ته جوړ شوي وو، ورسپارلي. تېر کال په هرات کې پرله پسې زلزلو د سر زیان تر څنګ په زرګونو کسان بې کوره کړي هم وو.