د روغتیا نړېوال سازمان: په افغانستان کې د کانګو وژونکې ناروغي مخ په زیاتېدو ده

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کانګو (وینه بهوونکې ناروغي) مخ په زیاتېدو ده، او خلک باید ورته پاملرنه ډېره کړي. دغه ناروغي چې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدي، سخته تبه، ځان درد، سردرد، د سترګو سوروالی، کانګې او بیخوبي یې څرګندې نښې دي.

د روغتیا نړېوال سازمان د افغانستان څانګې نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۴مه) په ایکس پاڼه د یوې ويډیو له لارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کانګو وژونکې ناروغي مخ په زیاتېدو ده، او خلک باید ترې ځانونه وساتي.
دغه سازمان وايي، یاده ناروغي له څارویو انسانانو ته لیږدي چې په روغتیايي کارکوونکو، قصابانو، د څارویو په پالونکو او شپنو کې ډېره لیدل کیږي چې د څارویو حلالولو او پالنې پر مهال انسان ته لیږدي.
روغتیاپال یې نښې نښانې په انسان کې سخته تبه، ځان درد، سردرد، د سترګو سوروالی، کانګې، غوسې، د غاړې شخ پاتې کېدل، له رڼا وېره، د ګېډې درد، د بدن سستوالی او بیخوبي ښيي او سپارښتنه کوي چې له ژوندي او یا حلال شوي څاروي سره د نږدې کېدو پر مهال ماسک، لاس ماغو، عینکې، ساتونکې چپنه او جرابې وکاروي.
د روغتیا نړېوال سازمان په ایکس پاڼه د ډاکتر محمد عمر مشعل یوه ويډيو خپره کړې او هغه سپارښتنې کوي چې که پورته یادې شوې نښې نښانې په کوم انسان کې ولیدل شي نو ژر تر ژره دې روغتيايي مرکز ته ځان ورسوي.
هغه وايي، که چیرې یو روغ انسان د ناروغ انسان د وینې او د بدن په نورو مایعاتو ککړ شي نو دغه ناروغي ډېره ژر ورته لیږدي.
د روغتیا برخې کارپوهان وايي د دغې ناروغۍ ویروس د کنې په نوم د یوې خزندې له لارې د څارویو په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.
د روغتیا نړېوال سازمان داسې مهال له کانګو وژونکې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې سپارښتنې کوي چې د نړۍ په اسلامي هیوادونو کې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
په دغه اختر کې خلک د اسلامي عقېدې له مخې د قربانۍ په پار څاروي حلالوي او په دې سره د انسانانو اړیکې له ژوندیو او حلالو شویو څارویو سره تر نور وخت ډېرې نږدې وي.