طالبانو هغه کس په مشهد کې سر قونسل ټاکلی، چې د سیاسي فعال عیسی محمدي په یرغمل کولو تورن دی

یوې باخبرې سرچېنې افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو نبیل احمد انور چې په یرغمل کولو تورن دی په مشهد کې د سر قونسل په توګه ټاکلی دی. پر احمد انور تور دی، چې پر طالبانو د نیوکه کوونکي عیسی محمدي د یرغمل کولو او له ایرانه یې افغانستان ته د هغه د لېږدولو هوډ لاره.

ښاغلي محمدي هم د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه په مشهد کې د قونسل په توګه د نبیل احمد انور په ګومارلو لیکنه خپره کړې او هیله یې کړې، چې ایراني چارواکي به د دغې څوکۍ لپاره د هغه واکونه رد کړي.
دغه سیاسي فعال او د اسلامي علومو استاد لیکلي:« له نېکه مرغه ایراني چارواکو د هغه هېواد له امنیتي بنسټونو غوښتي، چې د نوموړي واکونه وارزوي او هغوی به یې په اړه پرېکړه کوي.»
ښاغلي محمدي د ایران له «واکمنو امنیتي ادارو» غوښتي، چې د نوموړي واکونه رد کړي او د «نامطلوب کس» په توګه یې له هغه هېواده وشړي.
دغه سیاسي فعال تېر کال د مرغومي په ۲۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني غوښتل چې د نبیل احمد انور له‌خوا هغه ونیسي او تر یرغمل کولو وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.
پر نبیل احمد انوار تور دی، چې د عیسی محمدي د نیولو او نیمروز ته یې د هغه د لېږدولو پلان لاره.

د عبدالجابر انصار د ماموریت پای


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې عبدالجابر انصار یې د دغې ډلې د ریاست الوزرا په امر د غبرګولي په شپږمه له دندې ګوښه کړی او له دې وروسته د هغه لاسلیکونه د باور وړ نه دي.
دغه وزارت پر ښاغلي انصار تور پورې کړی، چې د دغې ډلې له حکم وروسته هغه «په ناقانونه چارو لاس پورې کړی او د سوداګرو او نورو افغانانو لپاره یې قونسولي خدمتونه ټکني کړي دي.»
عبدالجابر انصار د پخواني دولت له ډیپلوماټانو څخه دی، چې په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان د جمهوري دولت له‌خوا په مشهد کې د افغانستان د سر قونسل په توګه ګومارل شوی و.