• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د المپیک نړیواله کمېټه طالبانو ته د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون اجازه نه ور کوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د المپیک نړیواله کمېټه وايي، د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیک سیالیو کې به د طالبانو هیڅ یوه چارواکي ته د ګډون اجازه ور نه کړي. د دې کمېټې ویاند وویل، د پاریس المپیک سیالیو کې د افغانستان شپږ کسیزه ډله ګډون کوي، چې د جنسیت د برابرۍ له مخې درې ښځې او درې نارینه پکې شامل دي.

د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند مارک ادامز پرون خبري غونډه کې وویل: «د جنسیتي برابر ټیم جوړول افغانستان ته یو پیغام دی، چې د طالبانو رژیم کې سپورت او جېمونو ته ښځو او نجونو لاسرسی محدود شوی دی.

ښاغلي ادامز وویل چې د المپیک نړیوالې کمېټې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې رئیس په رسمیت پېژندلی او عمومي منشي یې اوس په جلاوطنۍ کې دی.

د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند وايي: "موږ د افغانستان د المپیک ملي کمیټې له رییس او عمومي منشي سره د دوی په جلاوطنۍ کې کار کړی او موږ په څرګنده وایو چې موږ له جنسیتي پلوه برابر ټیم غواړو."

مارک ادادز وویل: «په پاریس کې به د طالب چارواکو لپاره ځای نه وي. "د طالبانو د حکومت هیڅ رسمي استازی به د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د ګډون کولو وړ نه وي."

دغې کمېټې په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ورزش د شته محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د افغانستان د ملي کمېټې او د سپورت له چارواکو سره خبرې کوي.

په پام کې ده چې نارینه ورزشکاران په ورزش، لامبو او جودو کې برخه واخلي، په داسې حال کې چې افغان ورزشکارانې به په اتلاتیک منډه او سایکلینګ کې برخه واخلي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي