د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې ویلي، د دوی په واکمنۍ کې د ټولو وګړو شرعي حقونه خوندي شوي

د ملا هبت الله په اختریز پیغام کې له سره تر پایه په یوه ځای کې هم د ښځو نوم نه دی یاد شوی، په داسې حال کې چې د نجونو پر زده‌کړو د لګول شوي بندیز څخه زر ورځې تېرې شوې؛ خو لا هم د دوی لپاره د ټولو ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.

د طالبانو د ډلې مشر په دغه پیغام کې له هغو کورنیو سره خواخوږي ښودلې، چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمن شوي دي.
هغه له سیمه‌ییزو طالب چارواکو غوښتي، چې د اختر په ورځو کې دې د دغو بې سر پناه کورنیو څخه لیدنه وکړي.
نوموړي د دغه اختریز پیغام په بله برخه کې د افغانستان کانونو، ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو یادونه کړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړی، چې دغه ملي شتمني د بیت المال برخه ده او د هغو د خوندیتابه لپاره به هڅه کوي.
دا رنګه په پیغام کې د امر باالمعروف ادارې د ستاینې تر څنګ یې ویلي، چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو ټول شرعي حقونه خوندي شوي او هیڅوک پر نورو د تېري حق نه لري.
ملا هبت الله د پیغام په وروستۍ برخه کې پر فلسطینیانو د اسراییل بریدونه غندلي او له نړۍوالو یې هم غوښتي، چې د فلسطینیانو په پلوۍ سره یوه خوله شي او د هغه په وینا چې د دغه ظلم پر وړاندې خپله انساني دنده ترسره کړي.
سره له دې چې د طالبانو د مشر په دغه پیغام کې د نورو پیغامونو په څېر د ښځو حقونو او په اړه یې د نړۍوالو اندېښنو ته یې هېڅ ډول اشاره نه ده شوې؛ خو په ټول پیغام کې یې یو ځلې هم د ښځو نوم نه دی یاد شوی.
دا رنګه د دوحې د درېیمې ناستې او یا هم د افغانانو تر منځ د جوړجاړي په اړه هم څه نه دي ویل شوي.