ازبکستان او پاکستان د ترمز – مزار شریف – کابل – پیښور پټلۍ پروژه څېړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام موخکاموف په ازبکستان کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره د تمرز – مزار شریف – کابل – پېښور د پټلۍ پروژې د بیا څېړنې په موخه ولیدل.

دا ترانسپورټي دهلیز به ازبکستان، افغانستان، پاکستان او روسیه له هند او اروپا سره ونښلوي.

ترینډ میډيا د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه راپور ورکړ، چې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دغې پروژې د لیدو او کتنې په اړه یې موافقه وکړه.
د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۲۰۱۹ کال کې د ترمز – مزار شریف – کابل – پېښور پټلۍ د جوړولو لپاره د لارې نقشه لاسلیک کړه.
د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۴ کال کې وویل، چې ازبکستان او پاکستان د دغې پروژې په اړه هوکړه ور سره کړې، چېې د اسیا پراختیايي بانک، د اسیا د زیربناوو د پانګونې بانک، اسلامي پراختیايي بانک، په ازبکستان کې د امریکا سفارت او یو شمېر نورې ادارې به د دې پروژې مالي مرسته وکړي.

د دې پروژې د نقشې له مخې، د ترمز-مزارشریف-کابل-پیښور پټلۍ به د ۶۵۰ کېلومتره په اوږدوالي دا درې هېوادونه سره ونښلوي.

نور خبرونه

رادیو