• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المان، فرانسې او برېتانیا د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا پرېکړه غندلې ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

المان، فرانسه او بريتانيې د ایران په فردو او نتانز تاسیساتو کې د نويو سانټريفيوژنو د نصبولو په اړه د ایران اقدام غندلی او د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د خطر په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

دوی وویل، چې ایران په دغو اقداماتو سره د «برجام موافقې» پر مخالف لور لا ډیر ګامونه پورته کړي دي.

د دې دریو هیوادونو په اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ خپره شوه ویل شوي، چې ایران د نتانز د بډاینې په بټۍ کې په لسګونو نور پرمختللي سانټريفیوژونه کاروي او اعلان یې کړی، چې د فردو او نتانز په بټیو کې به په زرګونو نور سانټريفیوژونه نصب کړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو (د غبرګولي ۱۶مه) په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ایران د اټومي پروګرام پر ضد پریکړه لیک صادر کړ.

د دغه پريکړه ليک له صادرېدو لس ورځې وروسته المان، فرانسې او بريتانيا وويل، چې د ایران د غني شويو يورانيمو زېرمې او د غني کولو ضرفيت اوس د (برجام موافقې) له حدودو څخه د پام وړ زيات شوی؛ خو د ایران له نويو اقداماتو سره به د (برجام موافقې) له ژمنو سر غړونه نوره هم زياته شي.

د دوی په وینا، ایران په ځانګړې توګه د فردو تاسیساتو د تولید ظرفیت په لوړولو سره پریکړه کړې، چې خپل اټومي پروګرام نور هم پراخ کړي، چې دې موضوع د ایران د اټومي وسلو او اړوندو ټیکنالوژیو د ترلاسه کولو د خطر په اړه اندیښنه رامنځته کړې ده.

رويټرز خبري اژانس (د غبرګولي ۲۳مه) نېټه د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس د پنځو ډيپلوماټانو په حواله خبر ورکړی و، چې د تهران د اټمي پروګرام پر ضد د څارونکو د شورا د وروستي پرېکړه لیک په غبرګون کې، ایران په فردو او نتانز د ځمکې لاندې دوو بټیو کې د یورانیمو د غني کولو ظرفیت زیات کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته