• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له هغه هېواده د 'ناقانونه وګړو' پر اېستلو ټینګار وکړ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۰۱ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده «د ناقانونه وګړو» پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولای دغسې خلک په خپل هېواد کې وساتي.

احمد وحیدي ویلي، چې «ټول ناقانونه خلک باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي» او د هغو لپاره چې د اوسېدو په چارو کې یې ستونزې نه وي، د هغوی څارنه باید وشي او د هغوی د اوسېدو په اړه باید اسناد وپلټل شي.
ایراني رسنیو د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۵مه) راپور ورکړ، چې احمد وحیدي د فارس ولایت په څنډو کې یوې غونډې ته وویل: «موږ نه شو کولای نور ناقانونه خلک ومنو او په ټوله کې د دغسې خلکو د اوسېدا لپاره ځانګړی شمېر د بازار د اړتیاو او هغوی ته د کار موندنې په پام کې نیولو سره پرېکړه کېدای شي.»
ایراني رسنۍ او چارواکي تر ډېره د «ناقانونه وګړو» خبره د افغان کډوالو لپاره کاروي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرداری ورکوي.
تېره میاشت هم احمد وحیدي ویلي و، چې تېر کال یې هم یو مېلیون او ۳۰۰ زره «ناقانونه خلک» له ایرانه اېستي وو.
هغه وایي، ایران نور نوي خلک نه شي منلای او ټول «ناقانونه خلک» باید له ایرانه ووځي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت هغه مهال چې طالبان یو ځلې بیا پر افغانستان واکمن شول؛ نو ګڼ افغانان نورو هېوادونو او له هغې ډلې ایران ته کډه شول.
همدا اوس هم ایران هره اونۍ زرګونه افغانان نیسي او په زوره یې افغانستان ته ستنوي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي