• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په داسې حال کې چې په رفح کې نښتې روانې دي یوې چاودنې ۸ اسراییلي سرتیري وژلي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د اسراییلو پوځ ویلي، چې د شنبې په ورځ سهار مهال د رفح ښار په سویل کې د یوې چاودنې له امله د دغه هېواد اته پوځیان وژل شوي دي. بل خوا، په همدې ښار کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونو په سویلي ښار رفح او شاوخوا سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د غزې پر څو سیمو یې بریدونه کړي، چې لږترلږه ۱۹ فلسطینیان یې وژلي دي.

د پوځ په وینا، دغه سرتیري په رفح کې د حماس پر ضد د شپې له عملیاتو څخه بېرته خپلې اډې ته روان وو، چې چاودنه پرې شوې ده.

تر اوسه د اسراییلو پوځ یوازې د ۶۰۱ لوا د مرستیال وژل کېدل تایید کړي او د نورو وژل شویو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

دا پېښه د جنورۍ له میاشتې راهیسې د اسراییلو پر پوځ تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. د جنورۍ په میاشت کې د حماس د توغندیو برید او دوو ودانیو د نړېدو په پایله کې ۲۱ اسراییلي سرتیري وژل شوي وو.

په تیر اکټوبر میاشتې کې پر غزې د اسراييلي پوځ د ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې د دغه هېواد ۳۰۷ پوځیانو وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي