ایراني چارواکي: په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترهګرې ډلې دوه غړي ووژل شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶

د سیستان او بلوچستان د سرحدي پولیسو قوماندان د دغه سیمې په سویل ختیځو پولو کې له «انصار الفرقان» ترهګرې ډلې سره د وسله والې نښتې او د دغې ډلې د دوو غړیو د وژل کیدو خبر ورکړی.

احمد علي ګودرزي وویل، چې دغې ډلې هڅه کوله چې په ایران کې ورانکارې کړنې ترسره کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغې ډلې یو بل غړی هم نیول شوی دی. له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

ښاغلی ګودرزی وايي، چې د لوی اختر له امله د انصار الفرقان ډلې غړو د تخریبي فعالیتونو د ترسره کولو په موخه د سراوان ښار له پولو ایران ته د ننوتو هوډ درلود.

هغه له دغې ډلې سره د سیستان او بلوچستان ولایت د پوله ساتو ځواکونو وسله والې نښتې ته په اشارې سره زیاته کړه، چې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د پام وړ چاودیدونکي توکي او یو د بیسیم دستګاه هم ترې ترلاسه شوې ده.

ګودرزي څرګنده کړه، چې د ایران پوله ساتونکي به د دې هېواد خاورې ته د هرې "ترهګرې ډلې" له ننوتلو سره قاطع چلند وکړي.

نور خبرونه

رادیو