په مانیښ کانال کې د پناهغوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي

په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناهغوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.

په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناهغوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.
په دې پېښه کې د کښتۍ د ۲۷ سپرلیو مړي موندل شوي، خو څلور نور لا هم ورک دي. ډېری قربانیان عراقي کردان وو، خو د افغانستان، اېتوپیا، ایران، سومالیا، ویتنام او د مصر وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.
د پېژندل شویو قربانیانو تر ټولو کمعمره یوه اووه کلنه نجلۍ وه. په پېښه کې ۱۵ نارینه، اووه ښځې او دوه تنکي ځوانان هم وژل شوي دي.
پر تورنو کسانو د غیرعمدي وژنې او د یوې سازمان شوې جنایي ډلې په چوکاټ کې د ناقانونه کډوالۍ د اسانتیا تورونه لګېدلي دي. د فرانسې د څارنوالۍ له مخې، دوی د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې پر مهال د فرانسې له ساحلونو څخه بریتانیا ته د پناهغوښتونکو د سفر په تنظیم کې رول درلود.
د راپورونو له مخې، ډېرو تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. دوه هغه کسان چې د دې سفر اصلي تنظیموونکي بلل شوي، لا هم تښتېدلي دي او محاکمه یې په غیاب کې ترسره کېږي.
هغه کښتۍ چې پناهغوښتونکي پکې سپاره وو، د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په دویمه ماښام د فرانسې له ساحله حرکت وکړ، خو د مانیښ کانال په منځ کې له ستونزې سره مخ شوه.
د کښتۍ هوا ورو ورو ووتله او اوبه ورته دننه شوې. د کښتۍ د وزن د کمولو لپاره یو شمېر سپرلیو ځانونه اوبو ته واچول، خو د سختې یخنۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. له دې پېښې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شول.
ګارډین ورځپاڼې دغه پېښه د مانیښ کانال له لارې د وړو کښتیو په وسیله د کډوالو د تېرېدو تر ټولو خونړۍ ثبت شوې پېښه بللې ده.
د څارنوالۍ د تورونو د لایحې له مخې، تورنو کسانو د یوې «بېکیفیته، د سمندري سفر لپاره نامناسبې، له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېرو کسانو د لېږد وړې او د مناسبو ژغورنې واسکټونو نه لرونکې» کښتۍ په اوبو کې د اچولو په برخه کې رول درلود.
پر تورنو کسانو همداراز تور دی چې پناهغوښتونکو ته یې د اوسېدو ځای برابر کړی، هغوی یې لېږدولي، کښتۍ یې ورته چمتو کړې او د دې سفر لپاره یې ورکړل شوې پیسې لېږدولې دي.
خو ډېری تورن کسان وايي چې دوی خپله هم کډوال وو او که په دې بهیر کې یې کوم رول درلود، د اصلي تنظیموونکو په امر یې ترسره کړی دی.
ټاکل شوې چې د تورنو کسانو محاکمه، چې د سېشنبې په ورځ پیل شوې، شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي. د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د محاکمې په لومړنیو غونډو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللي دي.
د دغې پېښې له امله په فرانسه او بریتانیا کې د ژغورنې د ادارو د فعالیتونو په اړه جلا جلا څېړنې هم ترسره شوې دي.
په فرانسه کې د پوځ او سمندري ژغورنې ځواکونو اووه غړي د هغو کسانو سره د مرستې نه کولو په شک قضايي څېړنې سره مخ دي چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو.
د «ګارډین» په وینا، پناهغوښتونکو شاوخوا ۱۲ ځله د فرانسې او بریتانیا له سمندري ژغورنې ادارو سره اړیکه نیولې وه، خو کښتۍ د مرستې له لومړۍ غوښتنې نږدې ۱۲ ساعته وروسته وموندل شوه.
د فرانسې د کب نیولو یوې کښتۍ سپرلیو، چې د بریتانیا اوبو ته نږدې وو، په اوبو کې څو مړي ولیدل او وروسته یې چارواکي خبر کړل.
په بریتانیا کې یوې رسمي څېړنې ښودلې چې د کارکوونکو اوږدمهاله کمښت د ساحلي ساتونکو وړتیا کمزورې کړې وه، څو بېړنیو اړیکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
له بلې خوا، د څارنې یوه الوتکه هم د خرابې هوا له امله ونه توانېده چې الوتنه وکړي.
د دې څېړنې د موندنو له مخې، که د بریتانیا او فرانسې چارواکو ژر اقدام کړی وای، ښايي د کښتۍ د یو شمېر یا ټولو سپرلیو د مړینې مخه نیول شوې وای.

۶ ورځې مخکې په هرات ښار کې یو ۳۰ کلن ځوان له شکنجې وروسته په رڼا ورځ په ډزو ووژل شو. ځايي طالبان ادعا لري، چې د پېښې په تړاو مظنونین نیول شوي، خو په تړاو یې هېڅ ډول معلومات نهدي ورکړي. دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیت امر بیا وايي هر «ږیرهور او لونګۍ والا» طالب نهدی.
د تېرې جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ۳۰ کلن ځوان عبدالقدیر پهلوانزاده د یو شمېر وسلهوالو له شکنجه کېدو وروسته په تړلو لاسونو په ډزو سره ووژل شو.
هغه ویډیو چې په همدې تړاو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، هم د یوه ځوان د شکنجې او تړل شوو لاسونو وروسته په ډزو د ویشتلو صحنه ښيي. سرچینې وایي، د پېښې پر مهال د پښتون زرغون امنیه قوماندان د خپل اوښي او ورور سره یوځای حاضر وو.
د هرات لپاره طالب مسوولینو بیا د پېښې په څلورمه ورځ (دوشنبه د وږي ۱۶مه) یاده پېښه شخصي دښمني وبلله او په پېښه کې یې د ښکېلو کسانو د نیولو ادعا وکړه، خو د عبدالقدیر کورنۍ وايي، چې له هېچا سره شخصي دښمني نهلري.
له دې سره سم، په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عبدالقدیر پهلوانزاده د وژنې په قضیه کې کليدي تورن طالب قومندان مولوي حامد او د پښتون زرغون امنیه قوماندان سید احمد محمدي د سېشنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د هرات له امنیه قومندانۍ څخه تښتېدلي دي.
سرچینو په یاده پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو په تړاو د هرات لپاره د طالبانو ادعاوې رد کړې او څرګنده کړې یې ده، چې په پېښه کې ښکېل لا هم ازاد ګرځي. د معلوماتو له مخې، اوس یوازې د مولوي حامد کشر ورور د طالبانو په بند کې دی، داسې کس چې په عبدالقدیر پهلوانزاده د وژنې په قضیه کې هېڅ لاس نهلري.
سرچینې ادعا کړې، چې مولوي حامد له سید احمد محمدي سره معامله کړې وه او ویلي یې وو چې «خور به درکړم، ته عبدالقدیر پهلوانزاده ووژنه».
په ورته وخت کې د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نجیبالله علي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، د عبدالقدیر پهلوانزاده په پېښه کې ملکي کسان ښکېل دي او ادعا لري، چې ځینې کسان هڅې کوي چې دا پېښه طالبانو پورې وتړي.
نجیبالله علي زیاته کړې: «هره ږیرهور او لونګۍ والا طالب نهدی. حقیقت باید په واقعیت او شواهدو کې ولټول شي، نه د افرادو په ظاهر».
له دې ټولو سره سره په هرات کې د تېرې جمعې پېښه چې له امله یې عبدالقدیر پهلوانزاده په رڼا ورځ په تړلو لاسونو ووژل شو، لا هم په کره توګه څرنګوالی یې معلوم نهدی او دا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې یوازینۍ پېښه نهده، بلکې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دغه ډول مرموزې وژنې شوي او لامل یې هم نهدی روښانه شوی.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو وښوده چې ترهګرې ډلې هم کولای شي د یوه هېواد له خاورې نړیوال امنیت او سیاست اغېزمن کړي. نن د داعـ.ـش خراسـان په اړه هم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د خپل قلمرو او ډېرو مرکزونو له بایللو وروسته له افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو نړۍ ګواښلی شي؟
ځواب د دې ډلې په بدلون کې نغښتی دی. داعش خراسان له ځمکنۍ ولکې او ښکاره سنګرونو اوس پر پټو مرکزونو، ښاري بریدونو، پولې پورې اړیکو او پراخو تبلیغاتي شبکو متمرکز شوی دی.
له تحریک طالبان پاکستان څخه تر ولایت خراسان پورې مزل
د داعش خراسان د جوړېدو بهیر په ۲۰۱۴ کال کې د تحریک طالبان پاکستان له دننه د یو شمېر ناراضه قوماندانانو له بېلتون سره پیل شو. د همدې کال په اکتوبر کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند شاهدالله شاهد د څو سیمهییزو قوماندانانو په ملتیا دداعش له خلیفه ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. وروسته حافظ سعید خان د دې جوړښت مشري پر غاړه واخیسته. د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې داعش «ولایت خراسان» اعلان کړ او حافظ سعید خان یې لومړنی والي او ملا عبدالرؤف خادم یې مرستیال وټاکل.
داعش خراسان له پیل څخه ځان په یوې سیمې یا قوم پورې محدود نه کړ. د دې فعالیت لومړنی محور د ډیورنډ کرښې هغې غاړې قبایلي سیمې او بلوچستان، د افغانستان سوېل او ختیځ، او وروسته شمال او مرکزي اسیا وو.
په هلمند کې ملا عبدالرؤف خادم د ډلې له لومړنیو مهمو قوماندانانو و، خو د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. وروسته په زابل کې د ملا منصور دادالله او د تحریک اسلامي ازبکستان د مشر عثمان غازي په ګډون یو شمېر قوماندانان ورسره یوځای شول.
د افغان، امریکايي ځواکونو او طالبانو د عملیاتو له زیاتېدو سره داعش په سوېل کې خپل موقعیت ونه ساتلای شوای. د ننګرهار او کونړ غرنۍ سیمې، له پاکستان سره نږدېوالی، سرحدي لارې او د سلفي شبکو شتون یې د نوي مرکز لپاره مناسب وو. په دې توګه د ډلې اصلي تمرکز د افغانستان ختیځ ته ولېږدېد.
د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ پوځي عملیاتو داعش خراسان ته درانده زیانونه واړول. د سیمو د نیولو وړتیا یې کمه شوه، خو ورسره یې د جګړې بڼه هم بدله کړه.
داعش نور د پراخو سیمو نیولو ته اړتیا نه لرله. په ښارونو کې پټې شبکې، محدود شمېر روزل شوي کسان او د بریدونو د طرحې وړتیا ورته کافي وه. د ثناءالله غفاري، چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، د مشرۍ پر مهال دې ډلې د مرکزي اسیا د وګړو د جلب هڅې پراخې کړې. د بدخشان، تخار او کندز له لارې یې له تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او ایغور وګړو سره اړیکې پراخې شوې. دې بهیر داعش خراسان له یوه سیمهییز ګروپ څخه په پولې پورې شبکه بدل کړ.
همدا بدلون د دې ډلې د اوسني خطر د درک لپاره مهم دی. یوه ډله چې لویه سیمه نه شي نیولای، لا هم کولای شي په یوه ښار کې د خپلو پټو شبکو له لارې داسې برید وکړي چې اغېز یې تر خپل جغرافیایي ځای ډېر پراخ شي.
له ۲۰۲۱ وروسته؛ طالبان د داعش اصلي هدف
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داعش خراسان د خپلو بریدونو لویه برخه پر طالب چارواکو، عامه ځایونو، بهرنیو وګړو او هغو کسانو متمرکزه کړه، چې له طالبانو سره تړاو لري.
د داعش په تبلیغاتو کې طالبان سیاله او «منحرف» لوری بلل کېږي. داعش هغوی د امریکا «ګوډاګیان» او ملتپال معرفي کوي او له چین، روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکې د خپلو تبلیغاتو موضوع ګرځوي.
له ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې د لوړپوړو طالب چارواکو او نورو هدفونو پر ضد بریدونو دا وښودله چې داعش لا هم د پټو شبکو له لارې د مهمو هدفونو د هدف ګرځولو وړتیا لري. دوی په دې موده کې د حقاني شبکې یو مهم مشر او طالب وزیر خلیل الرحمان حقاني، د بلخ لپاره د طالبانو والي ملا محمد داود مزمل او یو شمېر نور طالب چارواکي ووژل.
د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» برید، په ۲۰۲۲ کې پر لونګان هوټل برید، د ۲۰۲۴ کال د ایران د کرمان برید او د روسیې د کروکس سټي هال برید وښودله چې د داعش خراسان فعالیت یوازې په افغانستان او پاکستان پورې محدود نه دی.
د طالبانو پوځي عملیات او استخباراتي تعقیب
طالبانو د داعش خراسان پر وړاندې پراخ استخباراتي او پوځي عملیات کړي دي.
په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو د داعش د عملیاتي او استخباراتي چارو د مهم مسوول قاري فاتح د وژلو اعلان وکړ. اعجاز امین اهنګر، چې ابو عثمان کشمیري هم بلل کېده، د داعش خراسان یو لوړپوړی هندي الاصله قوماندان و چې په کابل کې ووژل شو. د ثناءالله غفاري په اړه هم په ۲۰۲۳ کال کې راپورونه خپاره شول چې په کونړ کې د طالبانو په کمین کې سخت ټپي او وروسته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته انتقال شوی دی.
طالبانو د داعش پخوانی مشر ابو عمر خراساني هم کابل ته تر ننوتلو وروسته په څرخي پله زندان کې اعدام کړ. دافغانستان په ختیځ کې د داعش د احتمالي ټولنیزو او فکري بسترونو د کمزوري کولو لپاره یې پر ځینو سلفي مدرسو هم محدودیتونه ولګول.
خو د مشرانو وژل د یوې شبکې د نظریاتي بستر د له منځه تلو معنا نه لري. داعش کولای شي د قوماندې تشه په نوي مشر، کوچنیو کړیو او غیرمتمرکزو اړیکو ډکه کړي. له همدې امله استخباراتي فشار مهم دی، خو یوازې هغه وخت پایدار اغېز لري چې له مالي، تبلیغاتي او ټولنیزو اقداماتو سره یوځای شي.
طالبان د داعش ځپلو د هڅو په لړ کې د جمهوري نظام د یو شمېر امنیتي منسوبینو، سلفي عالمانو، عامو خلکو او خپلو یو شمېر نورو مخالفانو په وژلو او د بشري حقونو په نقض هم تورن شول.
نړیوال فشار پر داعش څومره اغیز کړی
د داعش خراسان خلاف نړیوال اقدامات هم پراخ شوي دي. امریکا د دې ډلې د مهمو مشرانو پر سر د جایزو له لارې د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي. د ثناءالله غفاري لپاره تر میلیونونو ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې او د ډلې د مهمو مالي او عملیاتي کسانو خلاف هم ورته اقدامات شوي دي.
د داعش د مالي سرچینو، د جلب او جذب شبکو او د تبلیغاتي جوړښتونو ګډوډول د امریکا د کمپاین مهمې برخې دي.
د ۲۰۲۵ کال په مې کې د داعش خراسان د ویاند او د «العزایم» رسنیز بنسټ د بنسټګر سلطان عزیز عزام نیول هم مهم پرمختګ و. د پاکستان چارواکو د هغه د نیولو خبر ورکړ او وروسته د ملګرو ملتونو د څار په ارزونو کې هم د هغه نیول یاد شول. دا اقدام ځکه مهم و چې «العزائم» د داعش خراسان د تبلیغاتو له مهمو مرکزونو څخه دی. دې ډلې په پښتو، دري/فارسي، تاجکي، ازبکي، اردو او انګلیسي ژبو مواد خپرول او خراسان غږ «Voice of Khorasan» یې د تبلیغاتي فعالیت مهمه برخه وه.
د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې ترهګرۍ ضد عملیاتو د داعش خراسان عملیاتي وړتیا کمه کړې، خو ګواښ یې له منځه نه دی تللی.
ډیورنډ کرښه د زور ازمویلو نوی میدان
د داعش خراسان په اړه د طالبانو یوه مهمه ادعا دا ده چې د دې ډلې روزنیز او مالي مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي. د طالبانو له نظره، دغه مرکزونه د ډیورنډ کرښې هاخوا، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.
د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳۰مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په کابل او ننګرهار کې نیول شوي ځینې بهرني داعشیان د بلوچستان د مستونګ له شاوخوا سیمو څخه د دې ډلې له روزنیزو کمپونو راغلي وو. د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي وو، چې داعش نور په افغانستان کې لوی فزیکي مرکزونه نه لري او ځینې کمپونه او مالي شبکې یې د ډیورنډ کرښې هاخوا دي.
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه د طالبانو دفاع وزارت وویل چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د داعش خراسان اړوند مرکزونه په نښه کړي دي. پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.
د دې متقابلو ادعاوو کره کول ستونزمن دي، خو د داعش خراسان موضوع اوس د کابل او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي بېباورۍ په مهم محور بدله شوې ده. که د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د وسلهوالو د تګ راتګ، پټېدو او تمویل زمینه موجوده وي، یوازې د یوه لوري عملیات ستونزه په بشپړه توګه نه شي حل کولی.
د افغانستان ګاونډیان لاهم اندېښمن دي
په افغانستان او پاکستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره هم د اندېښنې وړ دی. روسیه په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال د کروکس سټي هال له برید وروسته د دې ډلې پر وړاندې حساسه شوې ده. مسکو له طالبانو سره د سیاسي اختلافونو باوجود د داعش پر وړاندې د امنیتي همکارۍ اړتیا مطرح کړې ده.
چین هم د افغانستان له شمال نه د مرکزي اسیا پر لور د افراطي شبکو د پراختیا په اړه اندېښمن دی. په داعش کې د تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او اویغور وګړو موجودیت او د جلب هڅې د دې اندېښنې یوه برخه ده. ایران هم د داعش د پولې پورې فعالیتونو له مستقیم خطر سره مخ دی.
له همدې امله امریکا، روسیه، چین، ایران، د مرکزي اسیا هېوادونه او طالبان، سره له دې چې د افغانستان په تړاو بېلابېل سیاسي دریځونه لري، د داعش خراسان پر وړاندې ګډه امنیتي اندېښنه لري. استخباراتي معلومات، د تمویل د لارو بندول، سرحدي څارنه او د ترهګرۍ ضد همغږي د همدې ګډې اندېښنې عملي برخې کېدای شي.
«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» ممکن دی؟
«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» اصطلاح باید د ۲۰۰۱ کال د بریدونو د ورته تکرار په معنا وانخېستل شي. د داعش خراسان لپاره د ورته اغېز د رامنځته کولو لاره ښايي ډېره کوچنۍ او ساده وي.
د ډلې اوسنی خطر په دې کې دی چې د پراخې ځمکنۍ ولکې له اړتیا پرته فعالیت کولای شي. پټنځایونه، انلاین تبلیغات، پولې پورې اړیکې او محدود شمېر بریدګر ورته د لوړ اغېز د یوه برید لپاره کافي کېدای شي.
همدا ټکی د بل «۱۱\۹ » بحث له پخوانۍ بڼې جلا کوي. راتلونکی برید ښايي الوتکې، لوړې ودانۍ او زرګونه قربانیان نه وي، خو که د یوه برید له لارې د یوه هېواد امنیتي محاسبه بدله، سیمهییزې اړیکې ترینګلې او نړیواله وېره زیاته شي، اغېز یې بیا هم له خپل اصلي هدف څخه ډېر پراخېدای شي.
داعش خراسان له ۲۰۱۴ کال راهیسې څو ځله بدلون موندلی دی.
د طالبانو عملیاتو، د امریکا جایزو او مالي فشار، د ملګرو ملتونو څار، د ترکیې او پاکستان نیونو او د روسیې، چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیتي هڅو د دې ډلې وړتیاوې کمې کړې دي. د مشرانو وژل او نیول، د تبلیغاتي شبکو ګډوډول او د مالي سرچینو هدف ګرځول مهمې ضربې دي، خو دا لا د بشپړې ماتې معنا نه لري.
د داعش خراسان اصلي ننګونه دا ده چې د خپلې بقا لپاره نورې پراخې سیمې ته اړتیا نه لري. که یوه شبکه په ښارونو کې د خپلو کانالونو، اړیکو او تبلیغاتو کار اخېستلی شي، د هغې د له منځه وړلو معیار هم باید بدل شي.له همدې امله «د سپټمبر ۱۱مې تکرار» د مخنیوي بحث باید د قوماندې، تمویل، جلب او جذب، تبلیغ او پولې پورې تګ راتګ لارو ګډ محدودول وي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې سیال هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت د چارشنبې په ورځ د ایران له «ایلنا» خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د پیټروکیمیاوي محصولاتو، فولادو، خوراکي توکو او نورو توکو پر صادراتو محدودیتونو دغه کچه نوره هم کمه کړې ده.
د هغه په وینا، په دغو محدودیتونو کې هغه بندیزونه هم شامل دي چې د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو او د ایران د کورني بازار د اړتیاوو له کبله لګېدلي دي.
سیال هېوادونه مخکې کېږي
سیادت وویل، چې د ایران لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې نور هېوادونه په چټکۍ سره د افغانستان بازار ته داخلېږي او خپله ونډه زیاتوي.
سیادت وویل: «تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې په همدې موده کې چې افغانستان ته زموږ صادرات کم شوي، زموږ سیالانو په جدي ډول د افغانستان بازار ته مخه کړې ده».
د هغه په وینا، افغانستان ته د ازبکستان صادرات سږ کال ۴۲سلنه زیات شوي او دغه زیاتوالی په چټکۍ سره د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه کموي.
سیادت همداراز د ایران پولې ته څېرمه د سعودي عربستان د ګازو د استخراج یوې څو میلیارد ډالري هوکړې ته اشاره وکړه.
په سعودي عربستان کې مېشت دلتا انټرنېشنل شرکت روانه اونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.
طالب چارواکو د دې پروژې لومړنۍ پانګونه ۲۰۰میلیونه ډالر ښودلې، خو دلتا انرژي ویلي چې که د اکتشاف او امکانسنجۍ پایلې د چارو د پراختیا ملاتړ وکړي، د انرژۍ دغه پراخ پروګرام په راتلونکي کې د لسګونو میلیاردو ډالرو احتمالي پانګونې زمینه برابرولای شي.
سیادت وویل، چې د میلک او دوغارون په سرحدي دروازو کې سلګونه لارۍ افغانستان ته د تېرېدو لپاره انتظار باسي.
هغه وویل، چې ځینې لارۍ له ایران څخه د وتلو لپاره له ۱۲تر ۱۵ ورځو پورې درول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ یوڅه په چټکۍ ترسره کېږي.
سیادت وویل: «هیڅ منطق نه لري چې زموږ لارۍ له افغانستان سره په پوله کې ۱۳، ۱۴ او کله ناکله ۱۵ ورځې ودرول شي».
د هغه په وینا، په سرحدونو کې اوږده ځنډونه د ترانسپورټ او بار وړلو لګښتونه لوړوي او په افغانستان کې د ایراني توکو د سیالۍ وړتیا کموي.
د ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې عمومي کمښت
افغانستان ته د ایران د صادراتو کمېدل په داسې حال کې دي چې د جګړې له پیل راهیسې د ایران بهرنۍ سوداګري هم په عمومي ډول کمه شوې ده.
د ایران یوه سوداګریز چارواکي ویلي چې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد غیرنفتي صادرات او واردات شاوخوا ۳۰سلنه کم شوي دي.
په ورته وخت کې، د چین او ترکیې د ګمرکونو معلومات ښيي چې له ایران سره سوداګري پام وړ کمه شوې ده.
هند ته د ایران صادرات هم کم شوي، خو له ایران څخه د هند واردات زیات شوي چې عمده لامل یې د ایراني اومو تېلو او مایع پټرولیمي ګازو (LPG) د پېرلو زیاتوالی بلل شوی دی.
د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زدهکړو بوخت دي غوښتي، چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي. د یادې پرېکړې له امله پاکستان کې ګڼ افغان محصلان د خپلو زدهکړو د بشپړولو او راتلونکي په اړه له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.
په پاکستان کې د طب افغان محصل دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دوی د زدهکړو بشپړېدو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي او ټاکل شوې چې د ډسمبر تر میاشتې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي.
هغه وویل، که د پاکستان طبي شورا پرېکړه عملي شي د افغان محصلانو برخلیک به له ناروښانه وضعیت سره مخ شي. دلاور خان وايي، د زدهکړو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پرېکړې دوی له سخت رواني فشار او ژور خپګان سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې له دې پرېکړې یوازې د بورسیو له لارې راغلي افغان محصلان نهدي اغېزمن شوي؛ بلکې هغه کسان هم ورسره مخ دي چې په شخصي لګښتونو په پاکستان کې د طب زدهکړې کوي.
دلاور خان وايي، افغان محصلان اوس نه د طالبانو له سفارت او نه هم له پاکستاني چارواکو څخه د ستونزې د حل په اړه هیله لري.
په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر محمد صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو ورته ویلي هغه افغان محصلان چې د علامه اقبال بورسونو له لارې او یا هم په شخصي لګښت د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب زدهکړې کوي؛ باید په درېیو ورځو کې له پاکستان نه ووځي.
شریعتي دغه پرېکړه د افغان محصلانو پر وړاندې ښکاره تبعیض وباله او ویې ویل، چې د پاکستان اوسني وضعیت دغه هېواد د افغان محصلانو لپاره پر «دوزخ» بدل کړی دی.
د هغه په وینا، که دغه پرېکړه عملي شي په پاکستان کې به شاوخوا زر افغان محصلان چې نارینه او ښځینه دواړه پهکې شامل دي له جدي ستونزو سره مخ شي او د زدهکړو بهیر به یې ټکنی شي.
شریعتي وویل، ډېرو افغان محصلانو او د هغوی کورنیو د طب زدهکړې لپاره مېلیونونه کلدارې لګولې دي. هغه زیاته کړه، چې یوشمېر کورنیو د خپلو اولادونو د زدهکړو د لګښت برابرولو لپاره خپلې ځمکې هم په ګرو ورکړې دي؛ څو هغوی وکولای شي زدهکړې بشپړې او په راتلونکي کې ډاکټران شي.
شریعتي ټینګار وکړ، چې د طب زدهکړه د نورو زدهکړو په څېر ساده او ارزانه نهده او افغان کورنیو د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره درانه مالي لګښتونه پرې کړي دي.
د افغان محصلانو د ټولنې مشر له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو وضعیت ته جدي پام وکړي او لږ تر لږه هغه محصلانو ته چې د زدهکړو پای ته رسېدو ته نږدې دي، د خپلو زدهکړو د بشپړولو اجازه ورکړي.
د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې ته پراخ غبرګونونه
د پاکستان یادې پرېکړې سخت غبرګونونه راپارولي دي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، له پاکستان نه د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ» وړ ده. مجاهد له اسلاماباد غوښتنه کړې، چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
همداراز په پاکستان کې د افغان طبي محصلانو د اېستلو له خبرداري وروسته د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، په بهر کې له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د لوړو زدهکړو وزارت ټولو هغه افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو هېوادونو کې په زدهکړو بوخت دي او له ستونزو سره مخ دي ډاډ ورکوي، چې دغه وزارت په داخل د هېواد کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي».
په دې اړه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د پاکستان له پوهنتونونو څخه د افغان طبي محصلانو اېستل «ځورونکې» پرېکړه ده او له اسلاماباده یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې په پاکستاني پوهنتونونو کې افغان محصلان بېرته افغانستان ته استول کېږي، تبعیضي چلند بللی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، د یادې پرېکړې اغېزې به پر ښځینه محصلانو سختې وي؛ ځکه ډېری افغانې نجونې لا له وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله له لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
بل لور ته د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه «شرموونکې او غیرانساني» ده. داوړ زیاته کړې، چې افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځینه محصلانې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زدهکړو فرصت نهلري.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ لږترلږه ۲زره او ۷۴۵ کسان له بدني سزاوو په ځانګړي ډول له دُرو وهلو سره مخ شوي دي.
امریکایي رسنۍ «اېنار پي» د راپور له مخې، دغه شمېرې د طالبانو د سترې محکمې له رسمي اعلانونو، خواله رسنیو او سلګونه خپرو شویو خبرپاڼو راټولې شوې دي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې تر ۱۱۱۰ زیات کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵کال کې د میداني سزاوو شمېر د تېرو ټولو کلونو له ټولیز شمېر زیات و.
د بشري حقونو فعالان وايي، د رسمي شمېرو ترڅنګ ښايي داسې ډېرې پېښې هم وي چې ثبت شوې نهوي؛ په ځانګړي ډول هغه موارد چې د طالبانو غړي خلک په مستقیم ډول او له محکمې پرته مجازات کوي.
د راوداري بنسټ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، طالبان بدني سزاوې د عدالت د ټینګښت یوه مهمه برخه ګڼي او د خلکو د کنټرول او وېرولو لپاره یې کاروي. نوموړې ویلي: «د طالبانو له نظره دُرې د عدالت مهمه برخه ده؛ خو په عملي توګه د خلکو د کنټرول او ځپلو وسیله ګرځېدلې ده».
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څانګې فعالې سمیرې حمیدي هم ویلي، چې عامه سزاوې د مجازاتو ترڅنګ د وېرې خپرولو او ټولنیز کنټرول وسیله ګرځېدلې دي.
راپور کاږي، ښځې او نور زیانمن قشرونه د دغه سزاوو تر ټولو لوی قربانیان دي. د راپور له مخې، ښځې د طالبانو د هغه محدودیتونو له امله چې د تګراتګ، لباس او ټولنیز حضور په اړه پرې لګېدلي د مجازاتو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
راپور یادونه کوي، چې طالبان په ځینو مواردو کې ښځې د محرم له نشتوالي، له کوره د تېښتې، یا د اخلاقي جرمونو په نوم په دُرو وهي؛ په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونه دغه موارد د بنسټیزو حقونو ضد بولي.
د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو کارپوهان وايي، افغانستان لاهم د بشري حقونو د نړۍوالو تړونونو غړی دی او دغه ډول سزاوې د شکنجې او غیرانساني چلند ضد اصولو سره په ټکر کې دي.
راپور څرګندوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولې ښځینه قاضیانې او د ښځو ډېری حقوقي وکیلانې له دندو ګوښه شوې او دامهال په افغانستان کې هېڅ رسمي ښځینه قاضي یا څارنواله نهشته.
د راپور له مخې، دغه وضعیت د ښځو لپاره د عادلانه دفاع امکانات نور هم محدود کړي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، په عام محضر کې سزاوې یوازې پر قربانیانو اغېز نهکوي؛ بلکې پر ټولنې هم ژور رواني اغېز لري او د وېرې، چوپتیا او ټولنیز فشار فضا پراخوي. د راپور لیکوالان خبرداری ورکوي، چې د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي د ښځو او نارینهو پر وړاندې د ګڼو نورو مجازاتو جزییات نړۍوالو ته نهوي رسېدلي.