د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو وښوده چې ترهګرې ډلې هم کولای شي د یوه هېواد له خاورې نړیوال امنیت او سیاست اغېزمن کړي. نن د داعـ.ـش خراسـان په اړه هم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د خپل قلمرو او ډېرو مرکزونو له بایللو وروسته له افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو نړۍ ګواښلی شي؟
ځواب د دې ډلې په بدلون کې نغښتی دی. داعش خراسان له ځمکنۍ ولکې او ښکاره سنګرونو اوس پر پټو مرکزونو، ښاري بریدونو، پولې پورې اړیکو او پراخو تبلیغاتي شبکو متمرکز شوی دی.
له تحریک طالبان پاکستان څخه تر ولایت خراسان پورې مزل
د داعش خراسان د جوړېدو بهیر په ۲۰۱۴ کال کې د تحریک طالبان پاکستان له دننه د یو شمېر ناراضه قوماندانانو له بېلتون سره پیل شو. د همدې کال په اکتوبر کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند شاهدالله شاهد د څو سیمهییزو قوماندانانو په ملتیا دداعش له خلیفه ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. وروسته حافظ سعید خان د دې جوړښت مشري پر غاړه واخیسته. د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې داعش «ولایت خراسان» اعلان کړ او حافظ سعید خان یې لومړنی والي او ملا عبدالرؤف خادم یې مرستیال وټاکل.
داعش خراسان له پیل څخه ځان په یوې سیمې یا قوم پورې محدود نه کړ. د دې فعالیت لومړنی محور د ډیورنډ کرښې هغې غاړې قبایلي سیمې او بلوچستان، د افغانستان سوېل او ختیځ، او وروسته شمال او مرکزي اسیا وو.
په هلمند کې ملا عبدالرؤف خادم د ډلې له لومړنیو مهمو قوماندانانو و، خو د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. وروسته په زابل کې د ملا منصور دادالله او د تحریک اسلامي ازبکستان د مشر عثمان غازي په ګډون یو شمېر قوماندانان ورسره یوځای شول.
د افغان، امریکايي ځواکونو او طالبانو د عملیاتو له زیاتېدو سره داعش په سوېل کې خپل موقعیت ونه ساتلای شوای. د ننګرهار او کونړ غرنۍ سیمې، له پاکستان سره نږدېوالی، سرحدي لارې او د سلفي شبکو شتون یې د نوي مرکز لپاره مناسب وو. په دې توګه د ډلې اصلي تمرکز د افغانستان ختیځ ته ولېږدېد.
د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ پوځي عملیاتو داعش خراسان ته درانده زیانونه واړول. د سیمو د نیولو وړتیا یې کمه شوه، خو ورسره یې د جګړې بڼه هم بدله کړه.
داعش نور د پراخو سیمو نیولو ته اړتیا نه لرله. په ښارونو کې پټې شبکې، محدود شمېر روزل شوي کسان او د بریدونو د طرحې وړتیا ورته کافي وه. د ثناءالله غفاري، چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، د مشرۍ پر مهال دې ډلې د مرکزي اسیا د وګړو د جلب هڅې پراخې کړې. د بدخشان، تخار او کندز له لارې یې له تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او ایغور وګړو سره اړیکې پراخې شوې. دې بهیر داعش خراسان له یوه سیمهییز ګروپ څخه په پولې پورې شبکه بدل کړ.
همدا بدلون د دې ډلې د اوسني خطر د درک لپاره مهم دی. یوه ډله چې لویه سیمه نه شي نیولای، لا هم کولای شي په یوه ښار کې د خپلو پټو شبکو له لارې داسې برید وکړي چې اغېز یې تر خپل جغرافیایي ځای ډېر پراخ شي.
له ۲۰۲۱ وروسته؛ طالبان د داعش اصلي هدف
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داعش خراسان د خپلو بریدونو لویه برخه پر طالب چارواکو، عامه ځایونو، بهرنیو وګړو او هغو کسانو متمرکزه کړه، چې له طالبانو سره تړاو لري.
د داعش په تبلیغاتو کې طالبان سیاله او «منحرف» لوری بلل کېږي. داعش هغوی د امریکا «ګوډاګیان» او ملتپال معرفي کوي او له چین، روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکې د خپلو تبلیغاتو موضوع ګرځوي.
له ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې د لوړپوړو طالب چارواکو او نورو هدفونو پر ضد بریدونو دا وښودله چې داعش لا هم د پټو شبکو له لارې د مهمو هدفونو د هدف ګرځولو وړتیا لري. دوی په دې موده کې د حقاني شبکې یو مهم مشر او طالب وزیر خلیل الرحمان حقاني، د بلخ لپاره د طالبانو والي ملا محمد داود مزمل او یو شمېر نور طالب چارواکي ووژل.
د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» برید، په ۲۰۲۲ کې پر لونګان هوټل برید، د ۲۰۲۴ کال د ایران د کرمان برید او د روسیې د کروکس سټي هال برید وښودله چې د داعش خراسان فعالیت یوازې په افغانستان او پاکستان پورې محدود نه دی.
د طالبانو پوځي عملیات او استخباراتي تعقیب
طالبانو د داعش خراسان پر وړاندې پراخ استخباراتي او پوځي عملیات کړي دي.
په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو د داعش د عملیاتي او استخباراتي چارو د مهم مسوول قاري فاتح د وژلو اعلان وکړ. اعجاز امین اهنګر، چې ابو عثمان کشمیري هم بلل کېده، د داعش خراسان یو لوړپوړی هندي الاصله قوماندان و چې په کابل کې ووژل شو. د ثناءالله غفاري په اړه هم په ۲۰۲۳ کال کې راپورونه خپاره شول چې په کونړ کې د طالبانو په کمین کې سخت ټپي او وروسته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته انتقال شوی دی.
طالبانو د داعش پخوانی مشر ابو عمر خراساني هم کابل ته تر ننوتلو وروسته په څرخي پله زندان کې اعدام کړ. دافغانستان په ختیځ کې د داعش د احتمالي ټولنیزو او فکري بسترونو د کمزوري کولو لپاره یې پر ځینو سلفي مدرسو هم محدودیتونه ولګول.
خو د مشرانو وژل د یوې شبکې د نظریاتي بستر د له منځه تلو معنا نه لري. داعش کولای شي د قوماندې تشه په نوي مشر، کوچنیو کړیو او غیرمتمرکزو اړیکو ډکه کړي. له همدې امله استخباراتي فشار مهم دی، خو یوازې هغه وخت پایدار اغېز لري چې له مالي، تبلیغاتي او ټولنیزو اقداماتو سره یوځای شي.
طالبان د داعش ځپلو د هڅو په لړ کې د جمهوري نظام د یو شمېر امنیتي منسوبینو، سلفي عالمانو، عامو خلکو او خپلو یو شمېر نورو مخالفانو په وژلو او د بشري حقونو په نقض هم تورن شول.
نړیوال فشار پر داعش څومره اغیز کړی
د داعش خراسان خلاف نړیوال اقدامات هم پراخ شوي دي. امریکا د دې ډلې د مهمو مشرانو پر سر د جایزو له لارې د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي. د ثناءالله غفاري لپاره تر میلیونونو ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې او د ډلې د مهمو مالي او عملیاتي کسانو خلاف هم ورته اقدامات شوي دي.
د داعش د مالي سرچینو، د جلب او جذب شبکو او د تبلیغاتي جوړښتونو ګډوډول د امریکا د کمپاین مهمې برخې دي.
د ۲۰۲۵ کال په مې کې د داعش خراسان د ویاند او د «العزایم» رسنیز بنسټ د بنسټګر سلطان عزیز عزام نیول هم مهم پرمختګ و. د پاکستان چارواکو د هغه د نیولو خبر ورکړ او وروسته د ملګرو ملتونو د څار په ارزونو کې هم د هغه نیول یاد شول. دا اقدام ځکه مهم و چې «العزائم» د داعش خراسان د تبلیغاتو له مهمو مرکزونو څخه دی. دې ډلې په پښتو، دري/فارسي، تاجکي، ازبکي، اردو او انګلیسي ژبو مواد خپرول او خراسان غږ «Voice of Khorasan» یې د تبلیغاتي فعالیت مهمه برخه وه.
د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې ترهګرۍ ضد عملیاتو د داعش خراسان عملیاتي وړتیا کمه کړې، خو ګواښ یې له منځه نه دی تللی.
ډیورنډ کرښه د زور ازمویلو نوی میدان
د داعش خراسان په اړه د طالبانو یوه مهمه ادعا دا ده چې د دې ډلې روزنیز او مالي مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي. د طالبانو له نظره، دغه مرکزونه د ډیورنډ کرښې هاخوا، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.
د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳۰مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په کابل او ننګرهار کې نیول شوي ځینې بهرني داعشیان د بلوچستان د مستونګ له شاوخوا سیمو څخه د دې ډلې له روزنیزو کمپونو راغلي وو. د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي وو، چې داعش نور په افغانستان کې لوی فزیکي مرکزونه نه لري او ځینې کمپونه او مالي شبکې یې د ډیورنډ کرښې هاخوا دي.
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه د طالبانو دفاع وزارت وویل چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د داعش خراسان اړوند مرکزونه په نښه کړي دي. پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.
د دې متقابلو ادعاوو کره کول ستونزمن دي، خو د داعش خراسان موضوع اوس د کابل او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي بېباورۍ په مهم محور بدله شوې ده. که د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د وسلهوالو د تګ راتګ، پټېدو او تمویل زمینه موجوده وي، یوازې د یوه لوري عملیات ستونزه په بشپړه توګه نه شي حل کولی.
د افغانستان ګاونډیان لاهم اندېښمن دي
په افغانستان او پاکستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره هم د اندېښنې وړ دی. روسیه په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال د کروکس سټي هال له برید وروسته د دې ډلې پر وړاندې حساسه شوې ده. مسکو له طالبانو سره د سیاسي اختلافونو باوجود د داعش پر وړاندې د امنیتي همکارۍ اړتیا مطرح کړې ده.
چین هم د افغانستان له شمال نه د مرکزي اسیا پر لور د افراطي شبکو د پراختیا په اړه اندېښمن دی. په داعش کې د تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او اویغور وګړو موجودیت او د جلب هڅې د دې اندېښنې یوه برخه ده. ایران هم د داعش د پولې پورې فعالیتونو له مستقیم خطر سره مخ دی.
له همدې امله امریکا، روسیه، چین، ایران، د مرکزي اسیا هېوادونه او طالبان، سره له دې چې د افغانستان په تړاو بېلابېل سیاسي دریځونه لري، د داعش خراسان پر وړاندې ګډه امنیتي اندېښنه لري. استخباراتي معلومات، د تمویل د لارو بندول، سرحدي څارنه او د ترهګرۍ ضد همغږي د همدې ګډې اندېښنې عملي برخې کېدای شي.
«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» ممکن دی؟
«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» اصطلاح باید د ۲۰۰۱ کال د بریدونو د ورته تکرار په معنا وانخېستل شي. د داعش خراسان لپاره د ورته اغېز د رامنځته کولو لاره ښايي ډېره کوچنۍ او ساده وي.
د ډلې اوسنی خطر په دې کې دی چې د پراخې ځمکنۍ ولکې له اړتیا پرته فعالیت کولای شي. پټنځایونه، انلاین تبلیغات، پولې پورې اړیکې او محدود شمېر بریدګر ورته د لوړ اغېز د یوه برید لپاره کافي کېدای شي.
همدا ټکی د بل «۱۱\۹ » بحث له پخوانۍ بڼې جلا کوي. راتلونکی برید ښايي الوتکې، لوړې ودانۍ او زرګونه قربانیان نه وي، خو که د یوه برید له لارې د یوه هېواد امنیتي محاسبه بدله، سیمهییزې اړیکې ترینګلې او نړیواله وېره زیاته شي، اغېز یې بیا هم له خپل اصلي هدف څخه ډېر پراخېدای شي.
داعش خراسان له ۲۰۱۴ کال راهیسې څو ځله بدلون موندلی دی.
د طالبانو عملیاتو، د امریکا جایزو او مالي فشار، د ملګرو ملتونو څار، د ترکیې او پاکستان نیونو او د روسیې، چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیتي هڅو د دې ډلې وړتیاوې کمې کړې دي. د مشرانو وژل او نیول، د تبلیغاتي شبکو ګډوډول او د مالي سرچینو هدف ګرځول مهمې ضربې دي، خو دا لا د بشپړې ماتې معنا نه لري.
د داعش خراسان اصلي ننګونه دا ده چې د خپلې بقا لپاره نورې پراخې سیمې ته اړتیا نه لري. که یوه شبکه په ښارونو کې د خپلو کانالونو، اړیکو او تبلیغاتو کار اخېستلی شي، د هغې د له منځه وړلو معیار هم باید بدل شي.له همدې امله «د سپټمبر ۱۱مې تکرار» د مخنیوي بحث باید د قوماندې، تمویل، جلب او جذب، تبلیغ او پولې پورې تګ راتګ لارو ګډ محدودول وي.