په کابل کې د یو فعال ټلوېزیون د رهبرۍ غړي وویل، د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې ریاست ورته ۲۲مادهییز نوملړ سپارلی چې په کې طالباني رسنیز القاب او الفاظ روښانه شوي دي. په دغو تورو کې یو هم د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو ته منسوب نومونه دي چې په کور دننه خپلواکۍ رسنۍ یې هم په کارولو مکلفې ګرځول شوې دي.
سرچینه وایي، د خصوصي رسنیو مشران دا توان نه لري چې د طالبانو د استخباراتو د دغه پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي او اړ دي پرته له ملاحظې یې ومني.
دغه کلیمات لومړی ځل کابل کې یک، طلوع او اریانا ټلوېزیونو د اګسټ به ۲۰مه وکارول. په دغه ورځ دغو رسنیو د مقاومت جبهې د یو قوماندان حسیب پنشجیري (حسیب قوای مرکز) د وژل کېدو خبر ورکړ. د درېیو واړو رسنیو په راپورونو کې مقاومت جبهې ته د «شر او فساد ډلې» نوم کارول شوی و. یو شمېر افغان خبریالان د خصوصي رسنیو له لوري د دا ډول غیر ژورنالېستیکي کلیمو کارول د خپلواکۍ اصل لهمنځه وړل دي.
تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش خراسان وسلهوالې ډلې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په کابل کې خصوصي رسنیو لومړی ځل د طالبانو وژل کېدونکو کسانو ته د «شهید» کلیمه وکاروله. هغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي وو چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډون د دغه ډلې استخباراتو ریاست په سپارښتنه خصوصي رسنیو د طالبانو د وژل کېدونکو کسانو لپاره د «شهید» توري کارونه جبري کړه.
دا لومړی ځل و چې طالبان دغسې یوه کلیمه کاروي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال دغو رسنیو د هغه مهال ملي پوځ او د امنیتي بنسټونو سرتېرو او منسوبینو ته چې د طالبانو په بریدونو کې به په نښه کېدل د «وژنې» کلیمه کاروله او همدا راز طالبانو ته به هم د ژورنالېستیکي اصولو له مخې کارول کېده.
د طالبانو استخباراتو او همدا راز په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د خبریالانو لپاره د واټساپ ګروپونه جوړ کړي او هلته ورسره د خپلې ډلې نوي محدودیتونه، بندیزونه او لارښوونې شریکوي. همدا راز په دغو واټساپ ګروپونو کې ان خبریالانو ته وخت ناوخت د پېښو پر مهال ځانګړي الفاظ او متنونه ورکول کې چې په خبري جملو او یا هم رسنیزو بحثونو کې یې وکاروي.
د بيبيسي پښتو څانګې یو پخوانی خبریال وایي، طالبام لا هم له رسنیو سره د یو جنګي ډلې په توګه چلند کوي او د مشروعیت په نشتوالي کې دوی خپله هم له رسنیو سره د یو مسوول حکومت توګه اړیکې نه لري. دا خبریال زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې ازادې رسنۍ نشته او خصوصي رسنۍ هم په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي چې د خبرونو او خپرونو تر څنګ د رسنیو د خواله رسنۍ پاڼې هم پر کابل د واکمنې ډلې تر سانسور لاندې دي.
دغه خبریال زیاتوي چې د طالبانو حکومت په نړیواله او ملي کچه هېڅ مشروعیت نهلري او په کور دننه خصوصي رسنۍ ورته د «افغان حکومت او یا هم د افغانستان اسلامي امارت» کلیمې کاروي. د هغه په خبره، په خپلواک ژورنالېزم کې دغسې حالت ته باید د «طالبانو رژیم، د طالبانو نظام او یا هم د طالبانو حکومت» توري وکارول شي، ځکه د مشروعیت په نشتوالي کې په مسلکي ژورنالېزم کې دا ډول حالت ته د «افغان حکومت» خطاب نهشي کېدلی.
هغه وویل: «اوس فضا بدله ده، د طالبانو او د خپلواکو رسنیو ترمنځ اوس فرق نشته. مثلا یوه بېلګه یې په ننګرهار کې د یو پاکستانۍ جېټ الوتکې د غورځېدو او د پېلوټ د نیول کېدو خیالي او دروغجنه کیسه وه چې خصوصي رسنۍ پرې ان د طالبانو تر رسنیو ډېرې ګرمې وې».
دغه سرچینه زیاتوي: «اوس په افغانستان کې بېخي ازادې رسنۍ شته نه، خصوصي رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي دستګاوو باندې بدلې شوې دي، حتی د طالبانو رسنۍ لا ګوزاره کوي او دا خصوصي رسنۍ دې ډلې ته په تبلیغاتو کې لا ان تر هغوی هم یو ګام مخکې دي».
دا افغان خبریال چې نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې خبریالي کړې، وایي چې په جمهوریت کې به بیا برعکس رسنیو د یو منختب حکومت ملاتړ نه کاوه او د ازادو رسنیو په توګه یې پرې سختې نیوکې کولې.
کابل کې خصوصي رسنیو همدا راز په لومړي ځل نږدې یو نیم کال وړاندې پر کابل د پاکستان هوایي بریدونو پر مهال دغو پېښو ته د «پاکستان پوځي رژیم د بریدونو» اصطلاح وکاروله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په خپلو څرګندونو کې د پاکستان دا بریدونو د دغه هېواد «د پوځ د یوې خاصې کړۍ» کار وباله. دغه کلیمه هم خصوصي ازادو رسنیو په خپلو راپورونو کې په مستقیم ډول د لیکنیزو ژورنالېستیکي ادبیاتو له چوکاټه دباندې پرته له مستقیم نقل قولونو په خپلو خبرونو کې وکاروله.
مشهورې رسنیزې څيرې؛ د طالبانو د تبلیغاتي جال په دام کې
طالبانو د خپلو افکارو او اقداماتو د ترویج لپاره یو شمېر مشهورې رسنیزې څیرې هم ځان ته را کش کړي او په بېلابېلو بڼو ترې خپلې ګتې اخلي. یو شمېر باخبره افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې او همدا راز د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند، جلال بنسټ یو شمېر رسنیزو څېرو ته د پوډکاسټونو په نوم تبلیغاتي مرکزونه جوړ کړي دي.
په دغو پوډکاسټونو کې مثلث، ازادګاه، میثاق او یو شمېر نور شامل دي چې د افغانستان مشهورې رسنیزې څیرې یې پر مخ وړي. سرچینه وایي، طالبانو دغو پوډکاسټونه ته دفترونه نیولي، تخنیکي وسایل یې ورته پېرلي، د کامره چلوونکو، ویډیو ایډیټرانو او بېلابېلو کارکوونکو ته یې تنخواوې هم ورکول کېږي.
یوه باوري سرچینه وایي، د مثلث پوډکاسټ لپاره د مایکونو او کامرو په ګډون تخنیکي وسایل په دوبۍ کې پېرل شوي چې بیا یې د لګښت لېسټونه د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي او هغوی یې ټول مالي مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د روان کال د اګسټ میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې له جګړو سر هممهاله د مثلث په نوم د پوډکاسټ یو جوړونکی د طالبانو د وسلهوالو په پروټوکول سره یادې ولسوالۍ ته لاړ. د اګسټ په ۹مه یې د «پامیر ډال؛ له شایعاتو تر واقعیت» تر سرلیک لاندې د مستند په نوم یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې خبریال د طالبانو د جنګیالیو په بدرګه د زېباک د غرونو ځینو څنډو ته خېژي او ادعا کوي چې د پاکستان له چترال سره پر پوله ولاړ دی.
خبریال په یوه جمله کې د طالبانو د پوځي عسکرو یوې ویډیو سره وایي: «د پامیر د غرونو په شان دنګ پر خپل سنګر ولاړ دي». بل ځای دا خبریال چې د طالبانو د عسکرو په منځ کې ولاړ دی، د ژورنالېستکي اصولو څخه په سرغړونې سره وویل: «سړی خوشاله کېږي چې ځوانان ګوري د خپلې خاورې څخه په دفاع کې ولاړ دي او له خپلو خلکو څخه دفاع کوي، په صفري نقطه کې حضور لري».
هغه پرته له کوم مستقم نقل قول څخه زیاتوي چې «د اسلامي امارت ځواکونه انشاالله دلته بشپړ تسلط لري او هیڅوک نهشي کولای چې له چترال دېخوا ته راشي». دغه مهال د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم بدخشان ته تللی و او د ازادۍ جبهې جګړه یې منلې وه. هغه ادعا کړې وه چې د دغې جبهې غړو ته وسلې پاکستان ورکړې وې او بېرته یې په شا وتنبول.
تر دې وروسته د طالبانو د مرور قوماندان جمعه خان فاتح او د دغه ډلې د بدري قطعې ترمنځ د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال هم دغو پوډکاسټونو او رسنیو د هغه پر ضد پراخ تبلیغات وکړل. دغو رسنیو فاتح ته د «باغي» کلیمه وکاروله او د هغه پر ضد یې د بدخشان د عامو وګړو نظریات خپرول. د روان کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه د فاتح تر نیول کېدو وروسته د مثلث یو بل خبریال او مشهوره رسنیزه څېره د طالبانو په چورلکه کې د بدخشان نسي ولسوالۍ ته یوړل شو او هلته یې د داسې کسانو نظریات رسنیز کړل چې ادعا یې کوله د کورنۍ غړي یې فاتح وژلي دي.
ویډیو چې د خاموشې چیغې تر سرلیک لاندې د مستند په نوم خپره شوې په کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د فاتح پر ضد غږیدلي او له طالبانو یې غوښتي چې هغه محاکمه کړي. دوی جمعه خان فاتح په جنایتونو، وسلهوالو غلاوو او خپلسریو تورن کړی دی.
په کابل کې یو شمېر فعالو خبریالانو د نومونو نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالبان دغو پوډکاسټونو ته سوژې ورکوي او د هغو کسانو پر ضد د مستندونو او خبرونو په نوم ویډیوي کلېپونه او خبري مواد چمتو کوي چې د دغې ډلې خلاف دي. همدا راز زیاتوي چې د طالبانو استخبارات د افغان رسنیو ټول خبرونه او سیاسي خپرونې لومړی ارزوي او بیا یې د خپرولو اجازه ورکوي.
هممهاله سرچینې دا هم وایي چې په کابل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو مسوولانو او مشرانو ته د طالبانو د استخباراتو له لوري معاشونه ورکول کېږي او د دوی له خواله رسنیو پاڼو څخه هم د خپلې ډلې د تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي.
د طالبانو رسنیزو فشارونو ته غبرګونونه
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د اړیکو کمېټې مشر ظاهر څراغ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري دغو جبري کلماتو اندېښمن کړي او دغه چارې د خبریالانو او رسنیو خپلواکي په بشپړه توګه لهمنځه وړې ده.
هغه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال پر خصوصي رسنیو تپل شوی وضعیت او پر خبري محتوا د ځینو خاصو کلماتو اجباري تحمیلول د بیان ازادۍ او مسلکي ژورنالېزم پر اصولو مستقیم ګوزار دی.
نوموړي وویل: «موږ سره ګڼو خبریالانو اړیکې کړې دي، د طالبانو دغو فشارونو رواني ستونزو سره مخ کړې دي او اوس دې تحمیلي کلماتو یې مسلکي ژوند هم ګواښ سره مخ کړی دی». ظاهر څراغ زیاتوي چې خبریالان اړ شوي چې د طالبانو مشر ته د «امیر المومنین او د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر ته د «خلیفه» کلیمه کاروي.
هغه زیاته کړه: «زه یوه بېلګه درسره شریکوم، یو خبریال کابل کې ذبیح الله مجاهد سره مرکه کې د هغه مور ته د مړینې مساله یاده کړې وه. پر سبا یې د طالبانو استخباراتو دغه خبریال ته زنګ کړی و چې ولې یې د دغه طالب چارواکي مور ته د مرحومې کلیمه نه ده کارولې؟ او ولې یې ورته تسلیت نه دی ویلی».
له دې ور اخوا یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. هغه خبریالان چې د طالبانو له ټاکل شویو کرښو اوښتي، نیولي او بیا یې ان تر یو کال هم د ډېرې مودې لپاره زنداني کړي دي. د راپورونو له مخې، همدا مهال هم درې افغان خبریالان د طالبانو له لوري په بګرام زندان کې ساتل کېږي.
پر ټولنه د طالباني رسنیزو ادبیاتو اغیزې
په ننګرهار کې یو فرهنګي فعال د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالباني ادبیاتو او رسنیزو کلیمو په ټولنه کې پر خلکو هم اغېز کړی دی. هغه زیاتوي چې د خصوصي رسنیو تشبیه اوس د طالبانو غیر رسمي رسنیو سره کېدلای شي. دی زیاتوي چې د رسنیو په روغتیایي، ادبي او تفریحي خپرونو کې د طالبانو ظاهري بڼې په څېر خلک راڅرګندېږي او دې چارې د عامو خلکو په سلیقې هم اغیزې کړې دي.
د دغه فرهنګي فعال په وینا، په افغانستان کې د لوست کچه خورا کمه ده او دغسې تحولاتو کې د خلکو فکري مسیر ژر د سیاسي بدلونونو له کبله بدلیدلی شي. هغه وویل: «هر ځای کې چې دوه لسیزې وروسته یا ژر سیاسي بدلون راځي، نو د دوی روایت د ژوند په اړه، د دنیا په اړه، د خپلو کورنیو په اړه بدلېږي او متاسفانه دا حالت افغانستان کې سخت محسوس کېږي. ان خلکو په طالباني بڼه ځانونه جوړ کړي دي او دا رسنۍ یوه نرمه قوه ده چې خلکو ته زهرجن افکار پیچکاري کوي».
د طالبانو د دغه سانسور په ترڅ کې سلګونه خبریالان چې له افغانستان څخه وتلي اوس په جلا وطنۍ کې خپل فعالیتونه کوي او ازادې رسنۍ یې رامنځته کړې دي. دوی د افغانستان وضعیت نه دی پرېښی چې د خلکو او نړۍ له سترګو پټ پاتې شي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالبانو د سرغړونو، بندیزونو او د عامه خلکو د ژوند روایتونه خپروي.
طالبان هم جلا وطنه خپلواکې رسنۍ او خبریالان د خپل روایت لپاره لویه ننګوونه بولي او رسنیز فعالان په دې باور دي چې د دغه ډلې افکار یې تر سوال لاندې هم راوستې دي. که څه هم په افغانستان کې دننه خصوصي رسنۍ امنیتي پېښې، د طالبانو ځورونې، د ښځو د زده کړو ملاتړ، د بیان ازادۍ او د طالبانو ضد سیاسي نظریات نه شي خپرولی، خو جلا وطنه رسنۍ بیا هره ورځ پرې راپورونه لري.
کارپوهان وايي، جلا وطنه خبریالانو او رسنیو د افغانستان د اوسني وضعیت د انعکاس لپاره د پام وړ پاملرنه کړې، خو دا برخه لا هم غښتلې کېدو ته اړتیا لري. طالبانو په څو څو خله او بېلابېلو بڼو د جلا وطنه خپلواکو افغان رسنیو او خبریالانو د غږ خاموشه کولو هڅې کړي، خو تر ډېره نهدي بریالي شوي.