همداراز نږدې ۸۰ سلنه دغه ټولنو ویلي، که د سرو بیې همداسې لوړې پاتې شي؛ نو د ژمي په موسم کې د غنمو د کرکېلې ساحه به کمه کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې بزګران ښايي د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د سرو د کارونې کچه راټیټه کړي، پور واخلي، یا د خپلو څارویو او شتمنیو یوه برخه وپلوري.
د سازمان د ارزونې له مخې، دغه وضعیت ښايي د ژمنیو غنمو پر کرکېله، د کرنیزو محصولاتو پر تولید او د کلیوالو کورنیو پر عاید اغېز وکړي. د سرو د بیو ترڅنګ، د اوبو کمښت هم د افغانستان د کرنې پر وړاندې له مهمو محدودیتونو بلل شوی دی.
یوازې ۲۲ سلنه سروې شویو ټولنو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه لري؛ په داسې حال کې چې ۵۷ سلنه د اوبو د کمښت او د اوبو د نوبتي وېش له ستونزې سره مخ دي او ۲۱ سلنه نورو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه نهلري.
له دې سره په ټوله کې ۷۸ سلنه سروې شوې ټولنې د اوبو لګولو په برخه کې د اوبو د کمښت له امله له یو ډول فشار سره مخ دي. تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت، د سیندونو د اوبو د جریان کمښت، د بندونو او د اوبو لګولو کانالونو د مدیریت ستونزې او د اوبو د پمپ کولو لپاره د تېلو د بیو لوړوالی د دغه وضعیت له اصلي لاملونو څخه بلل شوي دي.
دغه سازمان همداراز وايي، چې د هوا تودوخې د کرنې پر وړاندې فشار لا زیات کړی دی. د افغانستان په ډېرو برخو په ځانګړي ډول په کوزو سیمو کې له منځنۍ کچې د لوړې تودوخې له امله د کرنیزو محصولاتو د اوبو اړتیا زیاته شوې او ورسره هممهاله د څړځایونو د وچېدو او د څارویو لپاره د سرچینو د کمښت لامل شوې هم ده.
دغه سازمان د اګست په میاشت کې هم ویلي و، چې د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په ۲۰۲۷کال کې د افغانستان د غنمو د تولید د کمښت ګواښ زیاتوي.
یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې کیږي.
افغان محصلینو په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي.
په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.
هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».
د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.
د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.
د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.
خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.