یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې کیږي.
افغان محصلینو په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي.
په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.
هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».
د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.
د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.
د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.
خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د روان کال پر مهال د امنيتي وضعیت خرابېدو د لویو لارو پر تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو ژور اغېز کړی دی. د ټرانسپورټرانو د تنظیمونکو په وینا، د روان کال په ترڅ کې د بلوچستان پر بېلابېلو لویو لارو شاوخوا ۳۰۰ کوچني او لوی باروړونکي موټر سوځول شوي.
ددغه ادارو په وینا، ددغه پېښو له امله سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته د کروړونو روپیو زیان اوښتی دی.
د امنیتي وضعیت خرابوالي نه یوازې د بلوچستان پر اقتصاد اغېز کړی، بلکې د کوچنیو او لویو سوداګرو او کروندګرو کاروبارونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
عزت الله، چې له ایران څخه سکریپ واردوي، وايي پخوا به د دوی مالونه په شاوخوا یوه اوونۍ کې خپل منزل ته رسېدل، خو اوس د ناامنۍ له امله د مالونو انتقال تر دوه میاشتې یا زیات وخت نیسي.
هغه وايي، د اوږدو سفرونو پر مهال تل دا وېره ورسره وي چې وسله وال کسان یې بار وړونکی موټر په لاره کې ونه سوځوي.
د عزت الله په وینا، پخوا د ایران او بلوچستان ترمنځ د بېلابېلو سرحدي سیمو له لارې دوه اړخیزه سوداګري کېده، خو اوس ډېری سرحدي لارې تړل شوې دي او یوازې د ګوادر د ریمدان۲۵۰ له لارې سوداګري روانه ده.
نوموړی وايي، تفتان له ایران سره د سوداګرۍ له مهمو سرحدي دروازو څخه و، خو اوس دا لار په عملي ډول بنده ده او پر دې مسیر د بار وړونکو موټرو د سوځول کېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.
عزت الله زیاتوي چې د ناامنۍ اغېز یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټرانو هم پرېوتی او د دوی کاروبار یې سخت زیانمن کړی دی.
شنونکی عرفان بېګ افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وويل ، لکه څنګه چې د کرنې لپاره ښه موسم او بارانونه د حاصلاتو لپاره مهم دي، همداسې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره هم امن چاپېریال ضروري دی.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د خلکو د روزګار ستونزې زیاتې شوې دي. هغه وايي، د بلوچستان په اړه د ایالتي او فدرالي حکومتونو تګلارې تر ډېره د امنيتي وضعیت له زاویې لیدل کېږي، خو د حکومت له دې ادعا سره سره چې د دوی د پالیسیو له امله به حالات ښه شي، ځینې کارپوهان باور لري چې په اوسنیو تګلارو د وضعیت د ژر ښه کېدو امکان کم دی.
عرفان بېګ ټینګار کوي چې د سرحدي سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله باید بدیلې لارې او د سوداګرۍ لپاره خوندي مسیرونه برابر شي، ځکه د سرحدي تجارت دوامداره بندښت د هېواد پر تولیدي فعالیتونو هم اغېز کولی شي او په پایله کې کارخانې هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.
بل لوري ته د بلوچستان خبریال هزار خان بلوڅ وايي، په تېرو څو میاشتو کې خراب امنیتي وضعیت، د سرحدونو تړل کېدل او پر ملي لویو لارو د تګ راتګ ستونزې د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
هغه وايي، د ناامنۍ منفي اغېز پر عامو خلکو او کاروبارونو څرګند دی او له کوچني کاروبار سره تړلي ګڼ کسان اړ شوي چې خپل کاروبارونه پرېږدي.
د هزار خان بلوڅ په وینا، له کوټې څخه تر کراچۍ او د بلوچستان د نورو سیمو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو انتقال له جدي ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند هم اغېزمن شوی دی.
هغه زیاتوي چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ په ډېرو سیمو کې د خلکو روزګار له کرنې او باغدارۍ سره تړلی دی، خو د ناامنۍ له امله د باغونو تیار محصولات بازارونو ته رسول ستونزمن شوي دي.
د هغه په خبره، اوس پر ونو مڼې، انار او نورې مېوې پخې شوې دي، خو د حاصلاتو راټولول، بسته بندي او تر بازارونو رسول ستونزمن دي، چې له امله یې مېوې خرابېږي او له دې سکتور سره تړلي کروندګر، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټر ټول له مالي زیانونو سره مخ دي.
د اسیا د بېځایه شویو د حللارو پلیټفارم په یوه تازه څېړنه کې ویلي، افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره، د هغوی د اوږدمهاله بیا ادغام لپاره لا هم یوه تازه، جامع او عملي تګلاره نشته.
د څېړنې له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د راستنېدونکو زیات شمېر په هغو سیمو کې پر کمزورو او له وړاندې تر فشار لاندې خدماتو بار زیات کړی، چې کډوال پکې مېشتېږي.
راپور زیاتوي چې طالبانو د راستنېدونکو د مدیریت لپاره بېلابېلې پالیسۍ، فرمانونه او ادارې جوړې کړې، خو دا اسناد د سرحدي استقبال او په اوږدمهال کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو ترمنځ واضح او عملي چوکاټ نه جوړوي.
څېړنه وايي، په ځینو پخوانیو پالیسیو لا هم عمل کېږي، خو نوې پالیسۍ تر ډېره عمومي لارښوونې وړاندې کوي او د وړتیا، ادارو د مسوولیتونو، د مرستو د ترتیب او حساب ورکونې په اړه کافي جزیات نه لري.
د هرات د ښاري او ښارګوټو سیمو د یوې مطالعې پر بنسټ ویل شوي چې د اسنادو، کور، کار، اوبو او د ښځو لپاره د خوندیتوب محدودیتونه د راستنېدونکو د بیا ادغام پر وړاندې مهم خنډونه دي او د هغوی د حقونو او خوندیتوب لپاره هم ستونزې رامنځته کولی شي.
راپور سپارښتنه کوي چې د راستنېدونکو لپاره باید د سرحدي استقبال او اوږدمهاله بیا ادغام ترمنځ واضح عملیاتي لارښود جوړ شي، ښاروالۍ او سیمهییزې ادارې پیاوړې ونډه ولري او راستنېدونکو ته د مدني اسنادو، کار، کور او اساسي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
په څېړنه کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو اغېز هم مهم بلل شوی. وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب، د اوبو کمښت او زلزلې د خلکو معیشت کمزوری کړی او د بېځایه کېدو د تکرار خطر یې زیات کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په بادغیس کې د باران کچه ۴۹ سلنه کمه شوې وه. څېړنه وايي، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، نو د اقلیم اړوند ستونزې د راستنېدونکو او بېځایه شویو د بیا ادغام بهیر لا سختوي.
څېړنه خبرداری ورکوي چې د ښځو پر کار، زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه، د ځمکې او اسنادو نشتوالی، د کار کم فرصتونه او د سرچینو پر سر سیالي د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ستونزې زیاتوي.
د راپور په وینا، که د اقلیم له بدلون سره برابرې پالیسۍ، د اوبو مدیریت او د معیشت د پیاوړتیا پروګرامونه د بیا ادغام په تګلارو کې شامل نه شي، د خلکو بېځایه کېدل ښايي له دایمي حللارې پر ځای په یوه تکراري بهیر بدل شي.
څېړنه وړاندیز کوي چې د افغان راستنېدونکو لپاره باید داسې اوږدمهاله او د شواهدو پر بنسټ تګلاره جوړه شي چې د سرحدي استقبال، کور، کار، اسنادو، اساسي خدمتونو او د اقلیم له خطرونو سره د مقابلې چارې په یوه منظم چوکاټ کې سره ونښلوي.
راپور وايي، یو شمېر افغانانو په هوسټن کې د کار زمینه هم پیدا کړه او ځینو یې وروسته خپل کاروبارونه پیل کړل. میوند احمدزي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته تللی و، لومړی یې په رستورانتونو کې کار وکړ او وروسته یې خپل رستورانت پرانیست، چې له لارې یې نورو افغان کډوالو ته هم د کار زمینه برابره کړه.
خو د افغان کډوالو نوی ژوند له قانوني او اقتصادي ستونزو خالي نه و. د راپور له مخې، ډېری افغانان د «بشري پناه» له لارې امریکا ته داخل شوي وو چې د دایمي استوګنې ضمانت یې نه درلود او د کار اجازې او نورو قانوني اسانتیاوو ترلاسه کول ورته اسانه نه وو.
د هوسټن کرونیکل راپور په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو کیسې رااخلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په امریکا کې د زدهکړو او کار فرصتونه ترلاسه کړل. دغو ښځو وکولای شول په داسې چاپېریال کې خپلو زدهکړو او مسلکي ژوند ته دوام ورکړي چې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته زمینه نه وه برابره.
د راپور له مخې، د هوسټن تجربه ښيي چې د افغان کډوالو بیا مېشتېدل یوازې د سرپناه برابرول نه وو، بلکې ګڼو افغانانو ته یې د زدهکړې، کار، خپلواک ژوند او له نوې ټولنې سره د یوځای کېدو فرصت هم برابر کړ.
دا موضوع داسې مهال بیا راڅرګندېږي چې د کابل له سقوط پنځه کاله تېرېږي او په افغانستان کې لا هم د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.