• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې ناامنۍ سوداګري او ټرانسپورټ له سختو خنډونو سره مخ کړی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د روان کال پر مهال د امنيتي وضعیت خرابېدو د لویو لارو پر تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو ژور اغېز کړی دی. د ټرانسپورټرانو د تنظیمونکو په وینا، د روان کال په ترڅ کې د بلوچستان پر بېلابېلو لویو لارو شاوخوا ۳۰۰ کوچني او لوی باروړونکي موټر سوځول شوي.

ددغه ادارو په وینا، ددغه پېښو له امله سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته د کروړونو روپیو زیان اوښتی دی.

د امنیتي وضعیت خرابوالي نه یوازې د بلوچستان پر اقتصاد اغېز کړی، بلکې د کوچنیو او لویو سوداګرو او کروندګرو کاروبارونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

عزت الله، چې له ایران څخه سکریپ واردوي، وايي پخوا به د دوی مالونه په شاوخوا یوه اوونۍ کې خپل منزل ته رسېدل، خو اوس د ناامنۍ له امله د مالونو انتقال تر دوه میاشتې یا زیات وخت نیسي.

هغه وايي، د اوږدو سفرونو پر مهال تل دا وېره ورسره وي چې وسله وال کسان یې بار وړونکی موټر په لاره کې ونه سوځوي.

د عزت الله په وینا، پخوا د ایران او بلوچستان ترمنځ د بېلابېلو سرحدي سیمو له لارې دوه اړخیزه سوداګري کېده، خو اوس ډېری سرحدي لارې تړل شوې دي او یوازې د ګوادر د ریمدان۲۵۰ له لارې سوداګري روانه ده.

نوموړی وايي، تفتان له ایران سره د سوداګرۍ له مهمو سرحدي دروازو څخه و، خو اوس دا لار په عملي ډول بنده ده او پر دې مسیر د بار وړونکو موټرو د سوځول کېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.

عزت الله زیاتوي چې د ناامنۍ اغېز یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټرانو هم پرېوتی او د دوی کاروبار یې سخت زیانمن کړی دی.

شنونکی عرفان بېګ افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وويل ، لکه څنګه چې د کرنې لپاره ښه موسم او بارانونه د حاصلاتو لپاره مهم دي، همداسې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره هم امن چاپېریال ضروري دی.

د نوموړي په وینا، په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د خلکو د روزګار ستونزې زیاتې شوې دي. هغه وايي، د بلوچستان په اړه د ایالتي او فدرالي حکومتونو تګلارې تر ډېره د امنيتي وضعیت له زاویې لیدل کېږي، خو د حکومت له دې ادعا سره سره چې د دوی د پالیسیو له امله به حالات ښه شي، ځینې کارپوهان باور لري چې په اوسنیو تګلارو د وضعیت د ژر ښه کېدو امکان کم دی.

عرفان بېګ ټینګار کوي چې د سرحدي سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله باید بدیلې لارې او د سوداګرۍ لپاره خوندي مسیرونه برابر شي، ځکه د سرحدي تجارت دوامداره بندښت د هېواد پر تولیدي فعالیتونو هم اغېز کولی شي او په پایله کې کارخانې هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.

بل لوري ته د بلوچستان خبریال هزار خان بلوڅ وايي، په تېرو څو میاشتو کې خراب امنیتي وضعیت، د سرحدونو تړل کېدل او پر ملي لویو لارو د تګ راتګ ستونزې د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

هغه وايي، د ناامنۍ منفي اغېز پر عامو خلکو او کاروبارونو څرګند دی او له کوچني کاروبار سره تړلي ګڼ کسان اړ شوي چې خپل کاروبارونه پرېږدي.

د هزار خان بلوڅ په وینا، له کوټې څخه تر کراچۍ او د بلوچستان د نورو سیمو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو انتقال له جدي ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

هغه زیاتوي چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ په ډېرو سیمو کې د خلکو روزګار له کرنې او باغدارۍ سره تړلی دی، خو د ناامنۍ له امله د باغونو تیار محصولات بازارونو ته رسول ستونزمن شوي دي.

د هغه په خبره، اوس پر ونو مڼې، انار او نورې مېوې پخې شوې دي، خو د حاصلاتو راټولول، بسته بندي او تر بازارونو رسول ستونزمن دي، چې له امله یې مېوې خرابېږي او له دې سکتور سره تړلي کروندګر، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټر ټول له مالي زیانونو سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی
۱

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۲

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتي مرکز جوړ کړی

۳

په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې

۴

په کمبریج غونډه کې؛ د طالبانو خلاف د پراخ اېتلاف د رامنځته کېدو غوښتنه وشوه

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

•
•
•

نور خبرونه

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هغو څرګندونو ته چې ګواکې دغه صوبه د ګاونډیو صوبو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ ده د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او سهیل اپریدي توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ او بیا په افغانستان کې چا وکارول؟

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې غونډه ویلي، پنجاب ایالت ته د ګاونډي هېواد (هند) پرتله د ګاونډیو ایالتونو له لوري د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د هغې په وینا، له همدې ایالتونو څخه پنجاب ته ترهګري راځي.

مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نومونو اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي».

د نوموړې دغو څرګندونو ته له محسن داوړ سربېره د عوامي نشنل ګوند مشر او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي توند غبرګونونه ښودلي دي.

ایمل ولي خان د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۴مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه د پوښتنې په توګه مطرح کړي، چې په پاکستان کې چې نن بېلابېلې قامي ډلې له کومو سختو او وېروونکو حالاتو تېرېږي اصلي لامل یې څه دی؟

نوموړي همداراز پوښتي: «ترهګري چا پیل کړه؟ د ترهګرو کمپونه چا جوړ کړل؟ هغوی ته چا روزنه ورکړه او په افغانستان او کشمیر کې د کوم هدف لپاره وکارول شول»؟

ایمل ولي خان په ډاګه کړې، که مریم نواز د دغو پوښتنو ځوابونه نه‌لري، نو د دغو پوښتنو ټول ځوابونه «له ما سره شته خو د دغو ځوابونو اورېدو لپاره زړورو خلکو ته اړتیا ده».

له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پنجاب د اعلی وزیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاب ترڅنګ د پاکستان درې نور ایالتونه د ترهګرۍ د سرچینو په توګه ښودل د ملي ګټو خلاف دي.

د هغه په باور، دا ډول څرګندونې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي او د هېواد سیاسي نظام هم تر پوښتنو لاندې راولي.

اپریدي همداراز څرګنده کړه، چې ځینې سیاسي عناصر د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د نورو ایالتونو پر ضد تبعیضي څرګندونې کوي.

سهیل اپریدي خبرداری ورکړ، چې درې وفاقي واحدونه له ترهګرۍ سره تړل کولای شي ملي یووالی او وفاقي نظام نور هم کمزوری کړي.

تر دې مخکې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د مریم نواز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې «موږ ته ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافو څخه دی، چې زموږ پر سرچینو یې قبضه کړې او د امریکا د ګټو لپاره یې زموږ سیمه د باروتو په انبار بدله کړې ده».

داوړ مریم نواز ته په خطاب کې ویلي وو، چې د هغې ترهګرۍ د اور تودوخه چې تاسو یې اوس احساسوئ، «موږ له لسیزو راهیسې په دغه اور کې سوځو».

له کابل تر هوسټن؛ افغان ښځو د زده‌کړو لپاره نوي فرصتونه وموندل

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱
100%

د هوسټن کرونیکل د یوه راپور له مخې، یو شمېر هغه افغان ښځې چې د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدېدې، په هوسټن کې یې د زده‌کړییز ژوند نوي فرصتونه وموندل. هغه فرصتونه چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ډېرو افغان ښځو او نجونو اخیستل شوي دي.

راپور وايي، د کابل له سقوط وروسته د نیویارک ټایمز ادارې د خپلو افغان کارکوونکو، همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره بیړنۍ هڅې وکړې. په دې ډله کې خبریالان او ژباړونکي سربېره هغه افغانان هم شامل وو چې شاوخوا شل کاله یې د دې رسنۍ په کابل دفتر کې د پخلي، امنیت، باغوانۍ او نورو برخو کې کار کړی و.

د راپور له مخې، دغه کسان له کابل هوايي ډګر څخه لومړی دوحې او وروسته مکسیکو ښار ته ولېږدول شول او په پای کې ۱۲۴ افغانانو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه هوسټن ته ورسېدل.

هوسټن له پخوا د کډوالو د منلو اوږده سابقه لري. د ویتنام له جګړې وروسته هم دغه ښار د زرګونو کډوالو کوربه پاتې شوی او د ۲۰۲۱ کال له افغان بحران وروسته نږدې شپږ زره افغانان په دغه ښار کې مېشت شوي دي.

د هوسټن خلکو او مرستندویه ادارو د افغان کډوالو له رسېدو وروسته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خوراکي توکو، جامو او نورو اړینو وسایلو مرستې برابرې کړې. د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره د خیریه بنسټونو، دیني ټولنو او عامو خلکو ترمنځ هم ګډه همکاري رامنځته شوه.

په دې لړ کې انټرفېت منسټریز د افغان کډوالو د بیړنیو اړتیاوو لپاره د یو میلیون ډالرو د راټولولو غوښتنه وکړه، خو د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته شاوخوا ۳،۵ میلیونه ډالر راټول شول. د دغو مرستو له لارې له ۱۵۰۰ ډېرو افغان کډوالو سره د بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته وشوه.

راپور وايي، یو شمېر افغانانو په هوسټن کې د کار زمینه هم پیدا کړه او ځینو یې وروسته خپل کاروبارونه پیل کړل. میوند احمدزي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته تللی و، لومړی یې په رستورانتونو کې کار وکړ او وروسته یې خپل رستورانت پرانیست، چې له لارې یې نورو افغان کډوالو ته هم د کار زمینه برابره کړه.

خو د افغان کډوالو نوی ژوند له قانوني او اقتصادي ستونزو خالي نه و. د راپور له مخې، ډېری افغانان د «بشري پناه» له لارې امریکا ته داخل شوي وو چې د دایمي استوګنې ضمانت یې نه درلود او د کار اجازې او نورو قانوني اسانتیاوو ترلاسه کول ورته اسانه نه وو.

د هوسټن کرونیکل راپور په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو کیسې رااخلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په امریکا کې د زده‌کړو او کار فرصتونه ترلاسه کړل. دغو ښځو وکولای شول په داسې چاپېریال کې خپلو زده‌کړو او مسلکي ژوند ته دوام ورکړي چې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته زمینه نه وه برابره.

د راپور له مخې، د هوسټن تجربه ښيي چې د افغان کډوالو بیا مېشتېدل یوازې د سرپناه برابرول نه وو، بلکې ګڼو افغانانو ته یې د زده‌کړې، کار، خپلواک ژوند او له نوې ټولنې سره د یوځای کېدو فرصت هم برابر کړ.

دا موضوع داسې مهال بیا راڅرګندېږي چې د کابل له سقوط پنځه کاله تېرېږي او په افغانستان کې لا هم د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۵ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د افغان کډوالو تړل شوې شاوخوا ۲۰ هټۍ نن، د جمعې په ورځ په بولۍ کې وپلورل شوې. دغه هټۍ د افغان کډوالو له ايستلو يا بېرته ستنېدو وروسته، څو مياشتې مخکې تړل شوې وې.

اسدالله، چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې د کډوالۍ ژوند کړی او اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوی او په ننګرهار کې مېشت دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په چکوال کې پنځه هټۍ او نور کاروبارونه لرل.

هغه وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکېدو وروسته دوی نږدې یو کال مخکې افغانستان ته کډه وکړه. د نوموړي په وینا، خپلې ځینې هټۍ یې په نیمه بیه وپلورلې، خو د یوه ورور یوه هټۍ یې پاتې شوه چې وروسته وتړل شوه او نن په بولۍ کې وړاندې شوه.

اسدالله زیاته کړه چې د چکوال ډېری افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو او په پاکستان کې ورته ویل شوي وو چې له افغانستان څخه به د سوداګریزو ویزو له لارې بېرته ستانه شي او خپل کاروبارونه به بیا پیل کړي.

د هغه په وینا، ځینو کډوالو پر همدې ژمنه خپلې ځینې هټۍ او نور کاروبارونه ځايي خلکو ته وسپارل، خو کله چې افغانستان ته ستانه شول، د بېرته تګ لپاره یې د ویزو غوښتنلیکونه ورکړل، خو هېڅ یوه یې هم ویزه ترلاسه نه کړه.

هغه وویل، « وروسته خبر شوو، چې د چکوال ولسوالۍ ادارې د افغان کډوالو اړوند ګڼې هټۍ او کاروبارونه تړلي دي».

د چکوال مرستیال کمېشنر د افغانانو د هټیو د بولۍ لپاره د جمعې ورځ ټاکلې وه او نن د چکوال ولسوالۍ د شورا په تالار کې دغه بولۍ وشوه.

د چارواکو په اعلامیه کې د ۱۸ هټیو نومونه هم یاد شوي وو چې د بولۍ لپاره وړاندې کېدې.

په دغو هټیو کې د جامو، وچو مېوو، سیمنټو، فرنیچرو، بوټانو او کباړ پلورنځي شامل وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په هټیو کې موجود سامانونه، تیارې المارۍ، د برېښنا توکي او نور څیزونه به هم په بولۍ وپلورل شي.

په چکوال کې هټۍ‌وال عزیزالله، چې د باجوړ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر کال په وروستیو کې یې له یوه افغان کډوال څخه د وچو مېوو هټۍ په ۵.۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارو واخیسته.

هغه وویل، چې د روان کال په فبرورۍ کې د چکوال ولسوالۍ ادارې د هټۍ سامانونه ترې یووړل او هټۍ یې وتړله.

عزیزالله وویل: «نن مې همغه تشه هټۍ، چې یوازې المارۍ او ښیښې پکې لګېدلې وې، په اته لکه کلدارو بېرته واخیسته».

هغه زیاته کړه چې بېرته به هم خپله هټۍ پرانیزي، ځکه عمر یې په چکوال کې تېر شوی او کاروبار یې همدلته کړی دی او بل ځای ته د تګ اراده نه لري.

په چکوال کې مېشت محمد ادریس، چې هغه هم د باجوړ اوسېدونکی دی او په خپله یې په بولۍ کې برخه اخیستې، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په چکوال کې شاوخوا ۵۶هټۍ د افغان کډوالو او د خیبر پښتونخوا د پښتنو اړوند وې چې تړل شوې وې.

هغه وویل، چې ځینو پاکستاني پنجابي هټۍ‌والو خپلې هټۍ د شخصي اړیکو له لارې بېرته پرانیستې، خو د مرستیال کمېشنر دفتر تېر کال اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۵مې وروسته اخیستل شوې هټۍ به وتړل شي.

ادریس وویل: «نن له ۲۰ ډېرو هټیو سامانونه په بولۍ وپلورل شول. زما د حسن کریانه په نوم هټۍ هم پکې وه، هغه مې بېرته په ۲.۲ میلیونه کلدارو واخیسته».

هغه زیاته کړه چې دغه هټۍ شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په دې دلیل تړل شوې وې چې د افغان کډوالو اړوند دي.

د ادریس په وینا، چارواکو به ویل چې د افغانانو مالونه به حکومت په خپله ولکه کې واخلي، ځکه غیرقانوني دي او په چکوال ولسوالۍ کې له افغانانو سره سخت چلند کېده.

هغه وويل، چې ډېرو افغان کډوالو خپلې هټۍ د باجوړ، مومندو او وزیرستان پر اوسېدونکو پلورلې وې او که پنجابیانو کومې هټۍ اخیستې وې، له هغوی سره دومره سخت چلند نه کېده.

ادریس وویل، چې له ځینو هټیو څخه مالونه وړل شوي وو، خو په ځینو نورو کې لا هم سامانونه موجود وو.

د هغه په وینا، د ده په هټۍ کې شاوخوا ۲.۵میلیونه کلدارو ارزښت لرونکي سامانونه پراته وو، خو ده هټۍ له همغو سامانونو سره په ۲.۲ میلیونه کلدارو بېرته واخیسته.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هټیو د تړلو او بولۍ په اړه د چکوال ولسوالۍ له چارواکو سره د تماس هڅه وکړه، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ویل شوی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د يوې خبرپاڼې له لارې وويل، چې د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د یو شمېر افغان مهاجرینو د اموالو د لیلام کیدلو موضوع، سفارت د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړې او د سفارت يو پلاوی هم نن چکوال ته لېږل شوی دی چې د یادې ستونزې لپاره د قانوني او مناسبې حل‌لارې زمینه برابره شي او د یادو افغان دوکاندارانو حقوق او توکي ضایع نه شي.

د پنجاب د کورنیو چارو ادارې د جولای په ۳۱مه د خپرو شویو شمېرو له مخې، له پنجاب څخه ۱۳۹زره او ۹۰۲ غیرقانوني مېشت افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، له پاکستان څخه په ټولیز ډول ۲میلیونه، ۶۳ زره او ۸۹۱ افغان وګړي بېرته لېږل شوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې ټول «غیرقانوني بهرني وګړي» به له هېواده ایستل کېږي. له دې اعلان وروسته بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شو چې تر اوسه دوام لري.

د پېښور کنفرانس ګډونوالو د افغانستان او پاکستان سوداګریزو لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۵ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د پېښور په کنفرانس کې لسګونه کارپوهانو او سیاسي فعالانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې ټرانزیټي لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. دوی ټینګار کړی، چې سوداګري باید له سیاسي او امنیتي ستونزو جلا وساتل شي.

د دوی په وینا، له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې د یادو لارو تړل کېدو د دواړه خواوو خلکو او په ځانګړي ډول سوداګرو ته درانه مالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي. دغه یو ورځنی کنفرانس «د پاکستان او افغانستان له شخړې هاخوا: د سیمه‌ییزې سولې او متقابلې هوکړې پیاوړتیا» تر عنوان لاندې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د پېښور پوهنتون د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز له‌خوا د «سپایر کې‌پي» ادارې په همکارۍ جوړ شوی و.

پخوانی سناتور او پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک او د «سپایر کې‌پي» مشر ارباب شجاع د یادې غونډې له مهمو ګډونوالو څخه وو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزو مسایلو او د ترینګلتیا د کمښت پر لارو چارو بحث شوی.

د «سپایر کې‌پي» مشر ارباب شجاع افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې شته؛ خو د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید د حل لارې ولټول شي.
هغه وویل، سره له دې چې د دواړه خواوو د خلکو ترمنځ ګډ مشترکات شته؛ خو افغانستان او پاکستان لاهم یو بل په سمه توګه نه پېژني او د ناسمو پوهاویو د له‌منځه وړلو لپاره لا ډېرو خبرو اترو ته اړتیا ده.

ښاغلي شجاع وویل، چې امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او دواړه خواوې باید د متقابل پوهاوي او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره هڅه وکړي.

د «سپایر کې‌پي» مشر د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو کې د چین پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې بېجینګ د دواړه خواوو اړیکو ته په پام کولای شي د اختلافونو د حل لپاره مهم رول ولوبوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی په پاکستان کې دی او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له طالبانو سره د اړیکو د ښه‌والي لپاره د چین منځګړیتوب مهم دی؛ خو تر هغه چې طالبان د پاکستاني وسله‌والو د ملاتړ په اړه خپل دریځ بدل نه‌کړي، دغه هڅې به پایله ونه لري. دغه وزارت له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني وسله‌والو د بریدونو د مخنیوي لپاره عملي او څرګند اقدامات ترسره کړي.

سوداګري باید د امنیتي مسایلو قرباني نه‌شي

ارباب شجاع وویل، چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د ترینګلتیاوو دوام د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته سخت زیان رسولی او عامو خلکو او سوداګرو تر ټولو ډېر تاوان کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید له امنیتي مسایلو جلا وساتل شي او امنیتي اختلافات باید د خلکو د اقتصادي ژوند د زیانمنېدو په بیه تمام نه‌شي. د هغه په وینا، سوداګریزې لارې باید هر څومره ژر چې شونې وي بېرته پرانیستل شي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتو، د تورخم او سپین‌بولدک په ګډون مهمې سوداګریزې لارې تړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګري په ټپه درولې ده.

طالبانو د دغه ترینګلتیاوو په غبرګون کې له پاکستان نه د درملو په ګډون د ځینو توکو واردات منع کړي او د خپلو اړتیاوو د یوې برخې پوره کولو لپاره یې هند ته مخه کړې ده.

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېل‌پټلۍ چې د «ټرانس‌افغان» په نوم هم یادېږي، د چټکتیا غوښتنه وکړه. دغه لیدنه د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده.

شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، چې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې ژر بشپړېدل او د شته څو ډوله ترانسپورتي لارو پراخ استعمال اړین دی. هغه دغه رېل‌پټلۍ د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلونې د پراختیا او پاکستان بندرونو ته د ازبکستان د لاسرسي لپاره مهمه پروژه وبلله.

درې واړه هېوادونو د تېرکال په چنګاښ میاشت کې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د ترسره کولو پر سر هوکړه کړې وه؛ خو د رېل‌پټلۍ د جوړولو عملي کار لاتراوسه نه‌دی پیل شوی.

تر دې وړاندې د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویلي و، چې د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نویو ارزونو له مخې ښايي تر ۷ مېلیارد ډالرو واوړي. د یادې پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ مېلیارد ډالره اټکل شوی و.

دغه ټینګار داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی پر ډیورنډ کرښه د نښتو او په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو لامل شوی دی.

پر ډیورنډ کرښه نښتې د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو او سوداګریزو راکړو ورکړو د درېدلو لامل شوې دي. پاکستان هڅه کړې، چې د افغان کډوالو په اېستلو او د سوداګریزو اړیکو په درولو سره پر طالبانو فشار زیات کړي او د پاکستان په اړه د یادې ډلې په چلند کې بدلون راولي.

د دغه ترینګلتیاوو له دوام سره لا څرګنده نه‌ده، چې پاکستان او د طالبانو اداره به څنګه د داسې یوې سترې پروژې د عملي کولو لپاره ګډ کار وکړي؛ ځکه د یادې پروژې پلي کېدل نږدې امنیتي، سیاسي او تخنیکي همکارۍ ته اړتیا لري. همداراز لا روښانه نه‌ده، چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات به د یادې پروژې پر راتلونکي څومره اغېز وکړي.

د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی

د شهباز شریف او شوکت میرضیایف په لیدنه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري دې تر ۲۰۲۹کال پورې دوه مېلیارد ډالرو ته لوړه شي، پانګونې دې پراخې شي او اقتصادي همکارۍ دې پیاوړې شي.

د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژه د سیمه‌ییز اتصال له مهمو طرحو څخه ده. که دغه پروژه عملي شي کولای شي د منځنۍ اسیا هېوادونو پر محدودو سوداګریزو لارو تکیه کمه کړي او د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارې په توګه د افغانستان موقعیت لا پیاوړی کړي.