هغه وویل: «نه پوهېږم چې ولې یې ټولګی بند کړ، نه د پوهنې ریاست او نه هم زموږ ښوونکي راته د بندېدو کوم روښانه لامل ښودلی دی». نوموړی وايي، د سواد دغه ټولګی د دوی لپاره اغېزناک و او که څه هم زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې؛ خو هغه څه چې یې زده کړي چې په ورځني ژوند کې ورته ګټه رسوي. هغه وایي: «دغه ټولګی زموږ لپاره ډېر ګټور و، کوم څه مې چې زده کړي، که څه هم نیمګړي دي خو راته ډېر ګټور دي تر پخوا په ډېر څه پوهېږم». هغه له اړوندو ادارو او موسسو غوښتنه کوي، چې د لویانو لپاره د سواد زدهکړې ټولګي بېرته پیل کړي.
الله نظر وايي، سواد یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا نهده بلکې د انسان د ژوند په ډېرو برخو کې ورسره مرسته کوي.
هغه زیاتوي، چې یو باسواد کس کولای شي معلومات په سمه توګه ولولي او درک یې کړي، خپل نظر ولیکي، حساب وکړي او د ورځني ژوند په بېلابېلو چارو کې له معلوماتو څخه ګټه واخلي.
د سواد نړۍواله ورځ هرکال د یوې ځانګړې موضوع له مخې هم نمانځل کېږي. په ۲۰۲۵کال کې د دغه ورځې موضوع «په ډیجیټلي عصر کې د سواد زدهکړې وده» وه او په دې موضوع کې پر دې هم ټینګار شوی، چې په اوسني عصر کې یوازې دودیز لوست او لیک بسنه نهکوي؛ بلکې خلک باید د ډیجیټلي وسایلو او معلوماتو د سمې، خوندي او مسوولانه کارونې وړتیا هم ولري.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.