• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سیاستوال: ۱۰۰۰ ورځې کیږي د ټولنې نېمایي قشر «ښځې» له خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د۱۰۰۰ ورځو له پوره کېدو او د لوی اختر په را رسېدو سره هممهاله، یو شمېر افغان سیاستوالو په خپلو اختریزو پیغامونو کې ویلي، چې له زده کړو څخه د افغان نجونو بې برخلیکه کېدل د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی دی.

د ملي غورځنګ مشر عبدالرشید دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، سږکال لوی اختر په داسې حال کې رارسېږي، چې ۱۰۰۰ ورځې کیږي د هېواد نیمایي قشر (ښځې) له خپلو ټولو لومړنیو حقونو څخه محرومې دي.
دوستم دغه راز په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو د بشري ضد همدې یوه اقدام د هېواد راتلونکی او د افغانستان د خلکو برخلیک له تباهۍ سره مخ کړی دی.
د ملي غورځنګ مشر زیاتوي، چې له درېو کلونو راهیسې افغانستان د داسې یوې ترهګرې ډلې په لاس کې دی، چې هیڅ یوه اسلامي او انساني اصولو ته ژمن نه دي.
له دې سره، د افغانستان د متحدې جبهې مشر او پخواني جنرال سمیع سادات هم په خپل اختریز پیغام کې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو بندېدو ته په اشارې سره وویل، چې له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغانې نجونې له زده کړو محرومې دي.
د نوموړي په خبره، له تېرو درېو کلونو راهیسې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان کډوال شوي او زرګونه نور افغانان د طالبانو تر حاکمیت لاندې نظام کې شکنجه کیږي او د یادې ډلې تر ظلم لاندې دي.
په افغانستان کې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د جنسیتي نابرابرۍ او تعلیمي فرصتونو ته د نه لاسرسي لامل شوی دی، له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ۱،۵ میلیونه نجونو لپاره د طالبانو له لوري دا سیسټماټیک محرومیت نه یوازې د دوی د زده‌کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د زرګونو نجونو د فرصتونو د کمېدو او د رواني روغتیا د خرابېدو لامل هم شوی دی.
له دې سره، طالبانو بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو همداراز ټینګار کړی او د درېو کلونو په تېرېدو سره یې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې خپل دریځ بدل کړی نه دی.
د یادولو ده، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال بیا په خپل اختریز پیغام کې ویلي، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کعبه شریفه له ټاکل شوې نېټې سره برخلاف طالبان په هېواد کې اختر لمانځي.
ښاغلي صالح هم په خپل اېکس کې لیکلي: «د خوشحالی ځای دی، چې افغانان د نړۍ له مسلمانانو سره یو ځای له طالبانو څخه یوه ورځ مخکې اختر لمانځي.»

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي