د طالبانو مالیې وزارت: تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو مو بندیز لګولی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د طالبانو مالیې وزارت د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره افغانستان ته تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو بندیز لګولی.

دغه وزارت وايي، یاد بندیز یې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې لګولی.

د طالبانو مالیې وزارت تېره ورځ ناوخته (غبرګولي ۲۶مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو یې بندیز لګولی.

‏د طالبانو مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵ ماډل پورې کوم موټرونه چې تر دې وړاندې افغانستان ته را وارد شوي، ګمرکي کارونه یې د روان کال د زمري میاشتې تر پایه ترسره کیږي.

د دغې خبرپاڼې له مخې تر دغې نیټې وروسته هیڅوک حق نه لري چې ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټر افغانستان ته وارد کړي.

تردې وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خپل مشر د امر له مخې بندیزونه لګولي چې افغانان یې غندي خو وايي له وېرې غږ نه شي پورته کولی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په نږدې درېیو کلونو کې د دغې ډلې مشر په خپله خوښه په بیلابیلو برخو کې بندیزونه لګولي چې د طالبانو وسله وال یې پر خلکو په زور مني.

نور خبرونه

رادیو