عبدالله: افغانان د بېوزلۍ، وزګارۍ او د طبیعي پېښو له امله نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس وایي، چې افغانان د بېوزلۍ، وزګارۍ او د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او د نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري. عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې ډېر شمېر افغانان اوسمهال له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.