• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو خبرداری ورکړی که د دوحې د ناستې جوړښت او اجنډا بدله شي، ښايي ګډون ونه کړي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې د دوحې په غونډه کې د ګډون پرېکړه یې د ملګرو ملتونو له خوا له دغې ډلې سره د جوړجاړي او اجنډا پر بنسټ کړې ده. خو عبدالقهار بلخي وايي، د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې هر ډول بدلون به د دغې ډلې پر پرېکړې اغېز وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په ۲۷مه تایید کړې وه چې د دې ډلې استازي به په دوحه کې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

مجاهد وايي، دغه پرېکړه د دغې ډلې چارواکو د دوحې د درېيمې ناستې د اجنډا له څېړلو وروسته کړې ده.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه جوړېږي.

تر دې مخکې طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي وو.

د طالبانو د خوښې اجنډا ټاکل، دغې ډلې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل او د مدني ټولنې د غړو نه بلنه د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو له شرطونو څخه وو.

طالبانو هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو ډډه وکړي.

د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو له چمتووالي څخه څرګندېږي چې ملګري ملتونه په دې وتوانېدل چې په تېرو اوونیو کې په خبرو اترو کې دغه ډله راضي کړي.

معلومه نه ده، چې د دوحې په غونډه کې به د ښځو، مدني ټولنې او د طالبانو د مخالفو حرکتونو استازي ګډون وکړي او کنه.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی