• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړیوالې سازمان په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې امریکا ته د افغان ښځو له رسېدو پنځه کاله وروسته هم ګڼې یې د زده‌کړو، کار، ماشومانو پالنې، ترانسپورټ، ثابت کور او قانوني خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي او د بشپړ ادغام لپاره لا هم اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول. د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې له شاوخوا ۵۴ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۵ زرو ته لوړ شوی دی.

د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» له لارې هم شاوخوا ۷۶ زره افغانان د بشري دلایلو پر بنسټ امریکا ته انتقال شوي دي. راپور وايي، د دغو کسانو ډېری د کډوالۍ د رسمي موقف پر ځای د بشري موقتي پاتې کېدو له اجازې سره امریکا ته داخل شوي، چې د دایمي استوګنې لپاره یې اتوماتیکه لاره نه ده برابره کړې.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، د جګړې، ناڅاپي تېښتې او له خپلو عزیزانو د بېلتون تر څنګ قانوني نامعلوم وضعیت هم د افغان ښځو لپاره پر یوه اضافي فشار بدل شوی دی.

راپور وايي، د افغان ښځو د ستونزې اصلي لامل د کار کولو د لېوالتیا یا وړتیا نشتوالی نه دی، بلکې په یوه نوي هېواد کې د ژوند د بیا پیلولو ټولیز لګښت دی.

د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې، یوازې ۳۷ سلنه افغان کډوالو ښځو په ملکي کاري ځواک کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې د ټولو کډوالو ښځو دغه کچه ۵۷ سلنه وه. د همدې معلوماتو له مخې، ۳۹ سلنه افغان کډوال د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

په کالیفورنیا کې د ۳۴ افغان ښځو او ۱۸ هغو کسانو په ګډون چې د کډوالو له خدمتونو سره کار کوي، یوې څېړنې موندلې چې یوازې ۲۳،۵ سلنه ګډون کوونکې ښځې په دندو بوختې وې. د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې محدود مهارت، د ماشومانو پالنه، د ترانسپورټ نشتوالی، د استخدام له پروسو سره نابلدتیا او د مسلکي وړتیاوو نه پېژندل د کار موندنې له مهمو خنډونو څخه وو.

د امریکا د ټکساس ایالت په هوسټن ښار کې د مېشتو ۷۳ افغانانو د اړتیاوو په یوه ارزونه کې، چې ۷۴ سلنه ګډونوالې یې ښځې وې، هم ډېری کسانو ویلي چې بې‌کاره دي او کلنی عاید یې له ۲۰ زرو ډالرو کم دی. په دغه ارزونه کې کار، خوراکي توکي او ترانسپورټ د تر ټولو عاجلو اړتیاوو په توګه یاد شوي دي.

راپور وايي، د یوې افغانې ښځې لپاره د کار موندل ښايي د انګلیسي ژبې زده‌کړې، د ماشومانو لپاره د ساتنې زمینه برابرولو، د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو، مسلکي اړیکو جوړولو او د امریکا د کاري چاپېریال له اصولو سره د بلدتیا اړتیا ولري.

د راپور په وینا، ان یوه پخوانۍ افغانه ښوونکې، خبریاله، دولتي کارکوونکې یا روغتیايي کارکوونکې ښايي یوازې له دې امله ټیټ معاش لرونکې دنده ترسره کړي چې په افغانستان کې ترلاسه شوې مسلکي وړتیاوې یې په امریکا کې نه پېژندل کېږي.

راپور ټینګار کوي چې دا وضعیت د ادغام پر ځای د بشري وړتیاوو ضایع کېدل دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په راپور کې د انګلیسي ژبې زده‌کړه هم د افغان ښځو د ادغام له مهمو خنډونو څخه بلل شوې ده. د امریکا د سرشمېرنې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ سلنه افغان ښځو او نجونو ویلي چې انګلیسي ژبه «ډېره ښه» نه شي ویلی. د هغو کسانو ترمنځ چې له ۲۰۱۲ کال وروسته امریکا ته تللي، دغه کچه ۶۸ سلنې ته رسېږي.

راپور وايي، د انګلیسي ژبې کمزوری مهارت باید د یوې ښځې د پوهې، وړتیا یا هوډ د کمښت په معنا ونه ګڼل شي. د کالیفورنیا په څېړنه کې نږدې درېیمه برخه ښځو د دویمې درجې یا تر هغې لوړې زده‌کړې لرلې، خو ۵۸.۸ سلنه یې ویلي چې په انګلیسي ژبه هېڅ مهارت نه لري.

د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې پروګرامونه باید د ماشومانو له پالنې، ترانسپورټ، انعطاف‌منو مهالوېشونو او ډیجیټلي زده‌کړو سره یوځای وړاندې شي، ځکه هغه پروګرام چې ښځې ورته د رسېدو توان نه لري، په عملي ډول ورته فرصت نه بلل کېږي.

راپور د ویرجینیا ایالت د یوې ځوانې افغانې نجلۍ کیسه هم د زده‌کړو د پرې کېدو او اداري ستونزو د بېلګې په توګه رااخلي. نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د دولسم ټولګي د بشپړولو په درشل کې وه، خو د طالبانو له خوا د نجونو د منځنیو زده‌کړو له بندېدو وروسته یې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې او د فراغت سند یې ترلاسه نه کړ.

د راپور له مخې، د هغې تجربه د افغانستان د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه بېلګه ده. د یونسکو د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي او تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې ویرجینیا ته له کډه کېدو وروسته له یوې بلې ستونزې سره هم مخ شوه. د هغې په افغان تذکره کې عمر تر واقعي عمر لوړ ثبت شوی و، چې د ښوونځي د مناسب ټولګي په ټاکلو کې یې ستونزه پیدا کړه. د دولسم ټولګي د بشپړولو د رسمي سند د نشتوالي له امله یې لوړو زده‌کړو ته د تګ روښانه لاره هم ونه موندله.

راپور وايي، نوموړې اوس د ورځې کار کوي او د شپې د لویانو لپاره د انګلیسي ژبې په ټولګیو کې زده‌کړه کوي او هڅه کوي هغه زده‌کړې بېرته ترلاسه کړي چې په افغانستان کې نیمګړې پاتې شوې دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ښوونځي او پوهنتونونه باید د هغو زده‌کوونکو لپاره انعطاف‌منې لارې رامنځته کړي چې زده‌کړې یې د جګړې، کډوالۍ یا نورو شرایطو له امله پرې شوې دي. د راپور له مخې، د اسنادو د توپیرونو د حل، د پخوانیو زده‌کړو د بدیلو شواهدو د منلو او لوړو زده‌کړو یا مسلکي روزنې ته د لارښوونې لپاره ځانګړي میکانیزمونه اړین دي.

راپور ثابت کور د افغان ښځو د ادغام لپاره هم بنسټیز شرط بولي او وايي، یوه ښځه هغه مهال کولای شي انګلیسي زده کړي، کار پیدا کړي، خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي چې د اوسېدو لپاره باثباته کور ولري.

د امریکا د ښاري انسټیټیوټ څېړنې په شیکاګو، سان انتونیو او شمالي ویرجینیا کې د افغان کډوالو ترمنځ پرله‌پسې کډه کول، د کورونو نامناسب شرایط، د کار خنډونه، له کورنیو بېلتون او د کډوالۍ اړوند فشارونه ثبت کړي دي.

راپور وايي، د افغان کورنیو لپاره د بیا مېشتېدو لومړني خدمتونه تر ډېره د لومړیو ۳۰ تر ۹۰ ورځو پورې متمرکز وو، خو د ټولنې له نوي چاپېریال سره ادغام کلونه وخت نیسي، نه یوازې څو اوونۍ. له همدې امله د اوږدمهاله کور موندنې، د کورونو له مالکانو سره د همکارۍ، د مالي پوهاوي او د کرایې له هدفمند ملاتړ سره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.

د راپور په وینا، د ماشومانو د پالنې او ترانسپورټ نشتوالی هم د افغان ښځو د ټولنیز انزوا لامل کېږي. یوه ښځه ښايي د ماشوم د ساتنې د ځای د نشتوالي له امله د انګلیسي ټولګي ته لاړه نه شي؛ له ژبې پرته د کار موندل ورته ستونزمنېږي، له کار پرته د ترانسپورټ لګښت نه شي ورکولای او په دې توګه له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو څخه لا لرې پاتې کېږي.

راپور وايي، د کالیفورنیا څېړنې ماشومانو پالنه، ترانسپورټ، د ژبې زده‌کړه، ټولنیزې ناستې او د کار لپاره چمتووالی د افغان ښځو د ادغام مهم عناصر بللي دي. څېړنې دا هم موندلې چې هغه ښځې چې په افغانستان کې یې د درناوي وړ مسلکونه درلودل، په امریکا کې د خپلو وړتیاوو د نه منل کېدو له امله د هویت له دردناک بدلون سره مخ شوې دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ګڼې افغان ښځې د خپلو خپلوانو، مسلکونو، کورونو او هغو راتلونکو پلانونو د له لاسه ورکولو له امله هم له رواني فشار سره مخ دي چې تمه یې لرله. له همدې امله د کلتوري او ژبني شرایطو په پام کې نیولو سره د رواني روغتیا خدمتونه باید د ادغام یوه اساسي برخه وبلل شي.

راپور ټینګار کوي چې افغان ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې زده‌کوونکې، کارکوونکې، سوداګرې، میندې، ژباړونکې، ښوونکې او د ټولنې مشرانې دي او باید د هغو پروګرامونو په طرحه کې ونډه ولري چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړېږي.

د راپور له مخې، د افغان ښځو د بریالي ادغام لپاره څو کلن او ښځینه‌محور ملاتړ، د انګلیسي او ډیجیټلي زده‌کړو اسانه پروګرامونه، د ماشومانو د پالنې خدمتونه، ترانسپورټ، د مسلکي اسنادو ارزونه، د مسلکي کار بازار ته د داخلېدو پروګرامونه، ثابت کور او د رواني روغتیا او قانوني مرستې خدمتونه اړین دي.

راپور د قانوني وضعیت ثبات هم مهم بولي او د امریکا د ښاري انسټیټیوټ یوې څېړنې ته په اشاره وايي، د افغان موقتي کډوالو په اسنادو کې تېروتنې، د ژباړې ستونزې، د کار اجازې ترلاسه کولو خنډونه او اوږدمهاله قانوني نامعلوم وضعیت ثبت شوی دی.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، یوه ښځه هغه مهال نه شي کولای خپل تعلیم، مسلک او د کورنۍ راتلونکی په ډاډه زړه پلان کړي چې د هغې قانوني وضعیت لا هم نامعلوم وي.

راپور له حکومتي ادارو، ښوونځیو، کار ورکوونکو، مرستندویو بنسټونو، د کډوالو د بیا مېشتولو له ادارو او سیمه‌ییزو ټولنو غواړي چې داسې اوږدمهاله ملاتړ ته پانګونه وکړي چې افغان ښځو ته له ساده راتګ څخه د ټولنې تر بشپړ غړیتوب او له ژوندي پاتې کېدو څخه تر ځان‌بسیاینې پورې د تګ زمینه برابره کړي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د بې‌ځایه شویو کسانو په مشرۍ جوړ شوي بنسټونه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه بنسټونه د بې‌ځایه کېدو ستونزې د خپلو عملي تجربو له مخې درک کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیواله اداره چې په امریکا کې مېشته او د بې‌ځایه شویو کسانو له خوا اداره کېږي، د خپلو اصلي پروګرامونو له ډلې د «ادغام او ځان‌بسیاینې» پروګرام لري چې د بیا مېشتو او انتقال شویو کسانو لپاره د زده‌کړې، کار، حقوقي مرستې، رواني روغتیا او ټولنیزو اړیکو له لارې د خپلواک ژوند د جوړولو په برخه کې کار کوي.

د ادارې په وینا، ورته بې‌ځایه شویو کسانو په مشرۍ پروګرامونه دوامدارې دولتي، خیریه او ټولنیزې مرستې ته اړتیا لري.

راپور ټینګار کوي چې د امریکا لپاره د افغان ښځو د هرکلي اصلي معیار یوازې دا نه دی چې څومره افغان ښځې دغه هېواد ته انتقال شوې دي، بلکې دا دی چې څومره یې د خپلواک ژوند د جوړولو، زده‌کړې، کار او په ټولنه کې د بشپړې ونډې اخیستو فرصت ترلاسه کړی دی.

«موږ بې‌ځایه شوې یو، خو ماتې خوړلې نه یو»؛ د راپور په وینا، د افغان ښځو د مقاومت او بیاځلي ژوند جوړونې تجربه باید د دې لامل شي چې د دوی پر وړاندې جوړښتي خنډونه له منځه یووړل شي، نه دا چې یوازې د هغوی پر زغم او مقاومت تکیه وشي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۴
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۵

کارپوه: په افغانستان کې عیسویان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره واکمنې ډلې ته له پام پرته ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

لومړنۍ افغان‌الاصله امریکایۍ عایشې وهاب چې د امریکا د استازو جرګې ته یې لاره موندلې، وايي واشنګټن باید په افغانستان کې واکمنې ډلې ته له پام پرته له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي.

وهاب د دوشنبې په ورځ له «ډیموکراسي ناو» رسنۍ سره په خبرو کې وویل، امریکا باید د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي او له هر هغه حکومت سره اړیکې وساتي چې په کابل کې واک ولري.

نوموړې وویل، «امریکا باید د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي؛ یعنې، له دې پرته چې کومه ډله په واک کې ده، باید ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شو او له دغه هېواد سره اړیکې ولرو».

وهاب هیله څرګنده کړه چې امریکا له افغانستان سره د رسمي اړیکو په ټینګولو سره وکولای شي طالبان د بشري حقونو رعایت او د افغان ښځو د وضعیت د بدلون پر لور وهڅوي.

عایشه وهاب د افغانستان اوسنی وضعیت «ناهیله‌ کوونکی» وباله او د ښځو او ماشومانو د زده‌کړو او عادي ژوند له حقونو د محرومیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

هغې خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې اوسنی وضعیت دوام وکړي، په راتلونکې کې به د دغه هېواد لپاره «ناورین‌کوونکې» پایلې ولري.

د هغې په وینا، د افغانستان ستونزې یوازې له طالبانو سره نه محدودېږي او د هېواد د راتلونکي په اړه باید له پراخ لیدلوري کار واخیستل شي.

د امریکا د استازو جرګې دغه غړې د افغانستان د طبیعي زیرمو او کانونو موضوع هم مهمه وبلله او ویې ویل چې امریکا باید لږ تر لږه د افغانستان له حکومت سره د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې د مشارکت او قراردادونو لپاره زمینه برابره کړي.

وهاب وویل، افغانستان نورو متحدانو ته هم اړتیا لري او امریکا تر اوسه د دغه هېواد له اقتصادي ظرفیتونو څخه په بشپړه توګه استفاده نه ده کړې.

عایشه وهاب په خپلو څرګندونو کې د طالبانو پر مخالفو ډلو هم سخته نیوکه وکړه او د دوی یوه برخه یې «ژور ناکامه او بېلارې» وبلله.

هغې وویل چې په افغانستان کې بېلابېل جنګسالاران هم شته چې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، خو د هغې په باور، د دغو ډلو ډېری یې د هېواد د ملي ګټو پر ځای خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

وهاب وویل، «دوی د دې پر ځای چې د هېواد د ګټو په اړه فکر وکړي، د خپلو ګټو په لټه کې دي».

هغې زیاته کړه چې د امریکا د پخواني ملاتړ پر مهال هم ځینې جنګسالارې ډلې په افغانستان کې د پراخو ستونزو، ورانۍ، زورزیاتي او لوټمارۍ لامل شوې وې.

هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني سیاسي او ټولنیز بحران ته باید یوازې د طالبانو له زاویې ونه کتل شي، بلکې د تېرو لسیزو د جګړو او د بېلابېلو سیاسي او پوځي ډلو کړنو ته هم باید پام وشي.

هغې د افغانستان لپاره د ډیپلوماسۍ، اقتصادي همکاریو او له بېلابېلو لورو سره د اړیکو د ساتلو غوښتنه وکړه.

ازادۍ جبهه د زمري میاشتې عملیاتي راپور خپور کړ؛ د ۵۷ طالبانو د وژلو او ۸۷ د ټپي کېدو ادعا

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري په میاشت کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۲۵ بریدونه ترسره کړي چې لږ تر لږه یې ۵۷ طالبان وژلي او ۸۷ نور یې ټپیان کړي دي.

یاده جبهه وایي، په دې موده کې یې د طالبانو پر پوستو، قرارګاوو، ګزمو، پوځي کاروانونو او هوايي ډګرونو شاوخوا ګڼ بریدونه کړي او د هغوی یو شمېر وسایط او پوځي تجهیزات یې هم ویجاړ کړي دي.

ازادۍ جبهې زیاته کړې چې دا ۲۵ بریدونه یې په بدخشان، بغلان، کندز، کابل، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې ترسره کړي دي.

د جبهې د راپور له مخې، د یادو عملیاتو تر ټولو ډېره برخه د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې ترسره شوې ده. جبهه ادعا کوي چې د زمري پر لومړۍ نېټه یې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځایونو برید کړی چې په پایله کې یې ۲۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د جبهې په وینا، په دغه برید کې طالبان له خپلو ځینو میشت ځایونو شاتګ ته اړ شوي او یو شمېر مهمات او پوځي تجهیزات هم ترې ترلاسه شوي دي.

د ازادۍ جبهې په راپور کې د طالبانو د دوو بې‌پیلوټه پوځي الوتکو د ویجاړولو او د سرتېرو د لېږدولو د دوو چورلکو د ناستې د مخنیوي ادعا هم شوې ده. جبهه وایي، په نورو عملیاتو کې یې د طالبانو پر کاروانونو، رنجر موټرو، استخباراتي مرکزونو او امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، د بغلان د دوشي او اندراب، د کندز د پوځي هوايي ډګر، د کابل د هوايي ډګر، د ننګرهار د جلال‌اباد، د فاریاب د ګریوان، د نورستان د دواب او د پنجشېر د خینج په ګډون یو شمېر سیمې هم د دغو عملیاتو هدف ګرځول شوې دي.

جبهه ادعا کوي چې د زمري پر ۲۹مه یې د بغلان په بنوۍ-اندراب سیمه کې د طالبانو «لومړۍ کرښه» ماته کړې، طالبان یې شاتګ ته اړ کړي او ځینې ځایونه یې نیولې دي. همداراز یې ویلي چې په همدې ورځ یې د طالبانو پر یوه سیمه‌ییز مقام او امنیتي پوسته راکټي بریدونه کړي چې په پایله کې یې شپږ طالبان وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوي دي.

د ازادۍ جبهې د راپور له مخې، په ځینو نورو پېښو کې د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ورکړل شوی، خو د طالبانو د پوستو او قرارګاوو د زیانمنېدو، د رنجر موټرو د ویجاړېدو او د طالبانو د شاتګ ادعا شوې ده.

په یوه پېښه کې جبهه وایي چې د طالبانو یو رنجر یې په نښه کړی او موټر یې درې ته غورځېدلی، خو د سپرلیو د برخلیک په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د ازادۍ جبهې دا شمېرې او ادعاوې په داسې حال کې مطرح کړې چې په راپور کې د طالبانو د تلفاتو د ټولو پېښو لپاره دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي او د ځینو عملیاتو د پایلو په اړه یوازې د «درنو تلفاتو» او «خساراتو» یادونه شوې ده. د جبهې د ادعاوو د خپلواکې تایید په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کې جزیات نه دي وړاندې شوي.

له جرمني څخه کابل ته د افغان پناه‌غوښتونکو د ستنولو نوی پرواز سبا ترسره کېږي

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
100%

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې دغه هېواد سبا، د اګست په ۲۵مه، یو شمېر مجرم افغان پناه‌غوښتونکي له هېواده وباسي او کابل ته یې ولېږدوي. د راپورونو له مخې، الوتکه به د جرمني د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه شاوخوا د شپې په یوه بجې کابل ته حرکت وکړي.

د جرمنۍ رسنۍ «تاز» د راپور له مخې، دا له هغه وروسته افغانستان ته د افغانانو د ټولیزې ایستنې دویم پرواز دی چې جرمني له طالبانو سره د بېرته ستنولو په برخه کې د خپلو تګلارو عملي کول پیل کړي دي. د جرمني حکومت له دې وړاندې هم د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه د افغانانو د ایستلو څو پروازونه ترسره کړي دي؛ د جولای په ۲۸مه ۳۱ افغانان کابل ته ولېږدول شول چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ په وینا، ډېری یې د جدي جرمونو په تړاو محکوم شوي وو.

له طالبانو سره د بېرته ستنولو هوکړه

د جرمني حکومت په فبرورۍ کې هم د طالبانو له حکومت سره د یوې مستقیمې هوکړې پر بنسټ ۲۰ افغان بندیان افغانستان ته ستانه کړي وو. د جرمني د کورنیو چارو وزارت هغه مهال وویل چې دا لومړی چارټر پرواز و چې د درېیم هېواد له منځګړیتوب پرته، د طالبانو له استازو سره د شوې هوکړې پر بنسټ ترسره شو.

د جرمني او طالبانو ترمنځ د بېرته ستنولو د میکانیزم له پراخېدو سره، برلین اوس هڅه کوي هغه افغانان هم د ایستلو په پروسه کې شامل کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا د دوی د خوندیتوب قانوني وضعیت لغوه شوی دی.

د جرمني حکومت ویلي چې د خوندیتوب د وضعیت د لغوه کېدو په تړاو زرګونه دوسیې تر څېړنې لاندې وې او د دغو دوسیو ارزونه د بېرته ستنولو د پروسې لپاره مهمه ده.

د ایستلو تګلاره پراخېږي

جرمني له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو له لارې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر په داسې حال کې پراخوي چې دغه هېواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی په رسمیت پېژندلی.

برلین له دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې هم ۲۸ افغان محکوم شوي مجرمان کابل ته ستانه کړي وو. هغه پرواز د قطر په مرسته ترسره شوی و. وروسته، په جولای ۲۰۲۵ کې ۸۱ افغانان هم له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.

په ۲۰۲۶ کال کې د فبرورۍ ۲۶مه ۲۰ افغان محکوم شوي کسان او د اپرېل په ۲۸مه ۲۵ کسان افغانستان ته واستول شول. د اپرېل په پرواز کې ټول کسان نارینه او د جرمني د چارواکو په وینا د جرمونو په تړاو محکوم شوي وو.

افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري ستنولو موضوع د بشري حقونو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو د چارواکو له جدي اندېښنو سره مخ ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري ستنولو په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړي ویلي وو چې افغانستان ته له ستنولو وروسته ځینې کسان ښايي د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ شي.

د بشري حقونو د اندېښنو اصلي ټکی دا دی چې طالبان لا هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه عملي کوي او د سیاسي مخالفانو، مدني فعالانو، خبریالانو او نورو ډلو د وضعیت په اړه هم نړیوالې اندېښنې موجودې دي.

د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه د نویو پروازونو دوام ښيي چې جرمني غواړي افغانستان ته د بېرته ستنولو سیاست له محدودو، یوازې د سختو جرمونو د مرتکبینو له ایستلو څخه، د هغو افغانانو تر یوې پراخې ډلې وغځوي چې د پناه یا خوندیتوب قانوني شرایط یې له لاسه ورکړي دي.

په همدې حال کې، د راتلونکي پرواز د سپرلیو کره شمېر او د هر یوه د دوسیې جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي. د تاز د راپور له مخې، الوتنه ټاکل شوې د اګست په ۲۵مه سهار وختي له لایپزیګ څخه کابل ته ترسره شي.

لانګ وار ژورنال: طالبان د مخالفینو پر وړاندې په شمالي افغانستان کې د فشار ساتلو توان لري

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱
100%

لانګ وار ژورنال په یو مطلب کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې طالبانو د خپلو مخالفینو پر وړاندې په یوه اوونۍ کې دوه مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي. ژورنال زیاتوي، چې طالبانو یو مرور قوماندان جمعه خان فاتح تسلیمېدو ته اړ کړی او د ملي مقاومت جبهې یو مهم قوماندان حسیب پنجشیری یې وژلی.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، جمعه خان فاتح د اګست په ۱۷مه د بدخشان د نُسي ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو د پوځ له لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت سره یو ځای شو.

فاتح چې پخوا د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کړې وه، شاوخوا یوه اوونۍ د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې ښکېل و.

راپور وايي، فاتح د نُسي ولسوالۍ له خلکو غوښتي وو چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي. له دې وروسته طالبانو د هغه د وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

خو فاتح په څرګنده توګه طالبان نه وو رد کړي او نه یې هم له کومې منظمې وسلوالې مخالفې ډلې سره د یوځای کېدو اعلان کړی و. هغه ویل چې له طالبانو سره یې اصلي ستونزه د نُسي ولسوالۍ له استخباراتي چارواکو سره ده؛ ځکه، د هغه په وینا، د خلکو کورونه یې تلاشي کول.

د راپور له مخې، د خبرو پر مهال فاتح غوښتنه کړې وه چې دی او ملګري یې په درواز سیمه کې پاتې شي او په بدل کې به اجازه ورنه کړي چې د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې په سیمه کې فعالیت وکړي.

د فاتح له تسلیمېدو وروسته د طالبانو چارواکو د هغه د کسانو د بې‌وسلې کولو بهیر پیل کړی او فاتح کابل ته انتقال شوی، چې د نامعلومو تورونو له امله به محاکمه شي.

د لانګ وار ژورنال په وینا، د فاتح او طالبانو ترمنځ اختلاف یوازې له وروستیو نښتو سره نه و پیل شوی؛ بلکې له څو میاشتو راهیسې د بدخشان د سرو زرو د کانونو پر سر هم د دواړو لورو ترمنځ اختلاف موجود و.

په سالنګ کې د مقاومت جبهې د قوماندان وژل کېدل

په همدې حال کې د اګست په ۱۹مه طالبانو د پروان ولایت د شمالي سالنګ په سیمه کې د ملي مقاومت جبهې پر یوې ډلې برید کړی او د دې جبهې یو مهم قوماندان حسیب پنجشیری یې له څو کسانو سره وژلی دی.

حسیب پنجشیری چې په «حسیب قوای مرکز» هم مشهور و، د پخواني حکومت د ملي امنیت په ځانګړو قطعاتو کې یې دنده ترسره کړې وه او د کابل له سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې له لیکو سره یوځای شوی و.

د راپور له مخې، پنجشیری له اوو نورو کسانو سره په دوو ټویوټا هایلیکس موټرو کې د بغلان اندراب ولسوالۍ ته روان و. خو طالبان د هغوی له حرکت څخه خبر شوي او په شمالي سالنګ کې یې ورته کمین نیولی و.

پنجشیری د ملي مقاومت جبهې له مشهورو قوماندانانو څخه و او په ټولنیزو رسنیو کې یې له افغانستان دننه خپل فعالیتونه خپرول او له رسنیو سره یې هم مرکې کولې.

د جسدونو د سپکاوي ادعا

لانګ وار ژورنال وايي، له دواړو نښتو وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو کې داسې صحنې لیدل کېږي چې د طالبانو جنګیالي د حسیب پنجشیري او د جمعه خان فاتح د ځینو وژل شویو کسانو له جسدونو سره سپکوونکی چلند کوي.

د دغو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د ملي مقاومت جبهې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما، غوښتي چې د احتمالي نړیوالو قوانینو د سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

د لانګ وار ژورنال ارزونه

لانګ وار ژورنال وايي، دا دوه بریاوې به د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت پای ته ونه رسوي؛ خو ښيي چې طالبان لا هم د افغانستان په شمال کې د پام وړ پوځي ځواک لري.

د دې تحلیل له مخې، شمالي افغانستان په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو پر مهم مرکز بدل شوی، خو طالبان توانېدلي چې د خپلو داخلي او بهرنیو وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې خپل ځواکونه په چټکۍ سره متمرکز کړي.

د راپور په ارزونه کې یو بل مهم ټکی دا دی چې طالبانو په سالنګ کې د حسیب پنجشیري د ډلې د حرکت له خبرتیا سره د مقاومت د ځواکونو د عملیاتي امنیت کمزوري هم په خپل ګټه کارولې ده.

په دې توګه، د لانګ وار ژورنال په تحلیل کې د وروستیو پېښو پیغام دا دی چې په شمال کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت که څه هم دوام لري، خو طالبان لا هم د خپلو مخالفانو پر وړاندې د ځواک د متمرکزولو او د هغوی د عملیاتو د شنډولو وړتیا لري.

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي: د بودا مجسمې مې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
100%

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي عبدالله سرحدي وايي، په ۲۰۰۱ کال کې یې د بامیان د بودا سترې مجسمې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې. هغه دا کار د «خدای د غوښتنې» او د شریعت له مخې بللی او ویلي یې دي چې په خپل دې کړنه پښېمانه نه دی.

بي بي سي په خپل یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ، د وږي په دویمه خپور شوی، د طالبانو د یو شمېر چارواکو او جنګیالیو د ژوند او کار وضعیت ته کتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو یو شمېر جنګیالي وايي، د دې ډلې مشرانو هغوی نه دي هېر کړي، خو ښايي د نورو لومړیتوبونو په سمبالولو بوخت وي. یو طالب جنګیالي بي بي سي ته ویلي: «هیله لرو چې یوه ورځ زموږ ستونزو ته هم رسېدنه وشي.»

یو شمېر جنګیالیو د طالبانو مشران د اقتصادي ستونزو له پامه غورځولو، د معاشونو پر وخت نه ورکړې او تبعیضي چلند تورن کړي او ویلي یې دي چې لوړپوړي چارواکي واک ته له رسېدو وروسته د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو له ستونزو لرې شوي دي.

عبدالصمد، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو جنګیالی دی، ویلي چې د «امارت» چارواکو هغوی نه دي هېر کړي، خو ښايي د نورو لومړیتوبونو په سمبالولو بوخت وي. هغه ویلي چې ځايي خلک د اوبو، سړکونو او روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي.

په همدې راپور کې د طالبانو د بامیان پخواني والي عبدالله سرحدي ویلي چې د بامیان د بودا سترې مجسمې یې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې دي. سرحدي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په بامیان کې د دې ډلې پوځي قوماندان و، په پیل کې د ۲۰۰۱ کال د دغو لرغونو مجسمو د ویجاړولو په اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه، خو وروسته یې مستقیم مسوولیت ومانه.

هغه وویل: «ما هغه په خپلو لاسونو ویجاړې کړې.»

سرحدي د خپلې دې کړنې په توجیه کې ویلي: «هر څه چې مو کړي او کوو یې، د خدای د لارښوونې او قانون مطابق دي موږ بتان نه پلورو، بلکې ماتوو یې. ولې باید پښېمانه شم؟ دا د خدای غوښتنه وه.»

د بامیان د بودا مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو د مشرانو په امر ویجاړې شوې او دې اقدام په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه او غندنې راوپارولې.

د راپور په بله برخه کې، یوې ۱۸ کلنې مېرمن چې مستعار نوم یې «طوبا» دی، د سرحدي دفتر ته ورغلې او له خپل مېړه څخه د بېلتون لپاره یې له هغه نه مرسته غوښتې ده. دې ښځې ویلي چې مېړه یې د څو میاشتو راهیسې وهي او ټکوي.

سرحدي هڅه کړې چې هغه له طلاق اخیستو منصرفه کړي او د راتلونکي لپاره یې د طلاق د پایلو په اړه ورته خبرداری ورکړی دی. کله چې هغه ونه توانېد چې دغه ښځه له خپلې پرېکړې واړوي، ښځې یې «بې فکره» او «ناقصالعقله» بللې دي. د راپور له مخې، د هغه دا خبرې د حاضر نارینه چارواکو، ساتونکو او مشرانو له خندا سره مل وې.

سرحدي وروسته ویلي چې دې ښځې ته دې جلا کوټه ورکړل شي او مېړه ته یې خبرداری ورکړل شي چې هغه ونه وهي او نه دې ټکوي؛ که نه، زنداني به شي.

د دې ښځې پلار وروسته بي بي سي ته ویلي چې کورنۍ یې غواړي د طلاق بهیر د محکمې له لارې تعقیب کړي، که څه هم د طالبانو په قضايي نظام کې د مېړه له رضایت پرته د ښځو لپاره طلاق اخیستل ستونزمن دي.

سرحدي همداراز د طالبانو د چارواکو لپاره د ځیرکو موبایلونو د کارولو د بندیز په اړه ویلي چې دې محدودیت اداري چارې ورو کړې دي. د هغه په وینا، پخوا چارواکو کولای شول پیغامونه ولېږي، اسناد ولېږدوي او ژر ځواب ترلاسه کړي، خو اوس دا بهیر ستونزمن شوی دی.

هغه زیاته کړې چې که د دې بندیز په اړه نورې خبرې وکړي، «ستونزې به ورته جوړې شي.»

سرحدي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له سقوط وروسته، د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې، څو کاله په ګوانتانامو کې بندي و. هغه په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا لومړی د بامیان او وروسته د جوزجان والي وټاکل شو او اوس د طالبانو په پوځي جوړښت کې د افغانستان د شمال ختیځ زون په قول اردو کې فعالیت کوي.

ذبیح الله مجاهد هم په دې مرکه کې خپل اصلي نوم طاهرشاه صدیقي معرفي کړی او ویلي یې دي چې «ذبیح الله مجاهد» یو مستعار نوم و چې د طالبانو د یاغي فعالیتونو پر مهال یې کاراوه.

د بي بي سي خبریال له مجاهد څخه د ښځو د زده کړې او کار لپاره د زمینه برابرولو په برخه کې د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدو په اړه پوښتنه کړې ده.

مجاهد په ځواب کې ویلي چې طالبان د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته «د شریعت په چوکاټ کې» ژمن دي او زیاته کړې یې ده: «د ښځو د زده کړې موضوع تر څېړنې لاندې ده. موږ ورته د شریعت پر بنسټ حل لارې ته اړتیا لرو.»

هغه په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه هم ویلي چې په داسې چاپېریالونو کې د هغوی حضور «د بې اخلاقۍ لامل کېږي» او «کرامت یې تر پوښتنې لاندې راولي.»