
د طالبانو سترې محکمې لخوا د لوی اختر تر اعلان وروسته، د ملي امنیت پخواني مشر وویل چې «ستره محکمه نه ده، سمه د اکوړه خټک حقانيه مدرسه ده.» رحمت الله نبیل زیاته کړه: «د افغانستان کلتور او تاریخ د یوې رټل شوې، او وروسته پاتې ډلې لخوا برمته شوی، له داسې ډله نوره څه تمه کیدای شي؟»
سعودي عربستان تېره ورځ شنبه د عرفې ورځ او نن یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ښودلې ده.
د طالبانو سترې محکمې د سعودي عربستان برعکس یکشنبه د عرفې او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.
د طالبانو ویاند ویلي چې د دغې ډلې لخوا د عرفې او لوی اختر د ورځو اعلان «شرعي حکم» دی.
رحمت الله نبیل د طالبانو د دغه اعلان په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، «کله چې یوه جغرافیه، یو کلتور او یو ویاړلی تاریخ د یوې رټل شوې، عقدهیي، خوسا فکره او نیابتي ډلې له لوري برمته شي، نو له داسې ډلې نوره څه تمه کېدای شي.»
حقانيه مدرسه، چې د توندلاروډلو د روزنې لپاره یو يېژندل شوی مرکز دی، د خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې موقعیت لري. د طالبانو ډیری مشران په دغې مدرسې کې روزل شوي دي.