• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د دوحې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې استازي نه دي وربلل شوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان مدني ټولنې استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغې غونډه کې ګډون کوي.

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته به د مدني ټولنې له غړو سره د مشورې لپاره لیدنې وشي، خو په هغو غونډو کې به ګډون ونه کړي چې طالبان پکې وي.

خو دا څرګنده نه ده چې د مدني ټولنې غړي څوک دي چې سلا مشورې به ورسره کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د دوحې د تېرو دوو ناستو برعکس قطر ته ولاړ نه شي.

طالبان او د ملګرو ملتونو چارواکي د دوحې په غونډه کې د دې ډلې د ګډون په اړه د تېروڅو اوونیو راهیسې په کابل کې په خبرواترو او مشورو بوخت وو.

له څو ورځو وروسته طالبانو د یکشنبې په وويل، چې د دغې ډلې یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.

په همدې حال کې طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې بدلون راشي، د دغې ډلې د ورتګ پر پرېکړې اغېز کولای شي.

د دوحې په دویمه ناسته کې ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې طالبان هم په کې ګډون ته وهڅوي، خو دغو هڅو نتیجه ورنه کړه.

هغه مهال طالبانو شرطونه ایښي وو، چې له دې ډلې پرته به بل څوک د افغانانو په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

داسې ښکاري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنې ومنلې او دغه ناسته به په داسې حال کې ترسره شي چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د طالبانو استازي په کې وي.

د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو څو څو ځلې ویلي چې د ښځو د استازو او د سیاسي ګوندونو په نشتون کې د دوحې د ناستې ترسره کول طالبانو ته د امتیازونو ورکولو په معنا دي.

سیاسي بهیرونو او معترضو ښځو د دوحې د غونډې په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکلي: «له ترهګروډلو سره جوړجاړی به ستونزه حل نه کړي او نور ناورینونه به وزیږوي»

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته