• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په افغاستان او یمن کې مو پر ماشومانو د جګړو بدې پایلې لیدلي دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۱

یونېسف د غزې جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې نړۍ باید د دغو جګړو له پایلو ووېریږي، ځکه دغې ادارې په افغاستان او یمن کې پر ماشومانو د جګړو پایلې لیدلي دي. په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله تر ټولو زیات زیانونه ماشومانو ته اوښتي دي.

دمګړی افغان ماشومان د نشه یي توکو د ناوړه پدېدې له زیانونو، بې سرپرستۍ، د زده کړو له لېرېوالي، بیوزلۍ، شاقه او درنو کارونو سره لاس او ګرېوان دي.
یونېسف څه موده مخکې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د افغان جګړې د ناچاودو مهماتو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
یادې ادارې همداراز د ځینو راپورونو په خپرولو سره ویلي وو، چې اوسمهال یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په افغانستان کې به څه باندې دوه میلیونه او ۳ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
ایراني رسنیو د یونېسف د ویاند له قوله نن لیکلي، چې د غزې جګړو ته په کتو سره دغه جګړې د ماشومانو پروړاندې بلل کیږي.
جېمز الډر په غزه کې د جګړو په پایته رسېدو ټينګار کوي او وایي، چې په دغه سیمه کې هغو ماشومان چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي باید ورته روغتیایي او تعلیمي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي د غزې جګړې ته په اشارې سره ویلي: ((نړۍ باید له دې وضعیت څخه وډار شي.))
ښاغلي الډر ویلي، چې په غزه کې له ۳۶ روغتونونو څخه محدود شمېر یې اوسمهال فعاله دي.
د راپورونو له مخې، پر غزې د اسراییلو د جګړو له پیل راهیسې ۱۵ زره او ۶۹۴ ماشومان وژل شوي، ۳۴ زره ماشومان ټپيان شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ ماشومان د اسراییلي پوځيان په اسارت کې دي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي