طالبانو ایراني ډیپلوماټ ته د اختر په لمانځه کې د ګډون اجازه ورنکړه

د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي سلاکار علي موجاني وايي، چې طالبانو ورته د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر په لمانځه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې طالبانو له یو نیم ساعت انتظار وروسته هغه ته د عیدګاه له دروازې څخه ځواب ورکړ.

د یاد ایراني ډیپلوماټ په خبره، د طالبانو غړو ورته ویلي، چې د هبت الله اخوندزاده دفتر عیدګاه جومات ته د هغه د ننوتلو اجازه ورکړې نه ده.
طالبان وایي، چې د دوشنبې په ورځ ددغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امامت په کندهار ولایت کې د اختر لمونځ ادا شو.
ویل کیږي، چې هیڅ یوې رسنۍ اجازه نه درلوده ددغو مراسمو د خبري پوښښ لپاره کندهار ته ولاړ شي.
د کاظمي قمي سلاکار وایي، چې طالبانو له ده څخه پوښتنه کړې چې د امرالمومنین لیدو ته راغلی دی؟
علي موجاني وایي؛ سره له دې چې طالبانو ته یې ویلي، چې د لمانځه ادا کولو ته راغلی خو بیا یې هم اجازه نه ده ورکړې.
ښاغلی موجاني زیاتوي، چې د اختر په لمانځه کې یې د ګډون په موخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي لیک هم استولی و، خو یاد وزارت ډیپلوماټیک اداب په نظر کې نه دي نیولي او د هغه لیک ته یې ځواب نه دی ویلی.
طالبانو یاد ایراني ډیپلوماټ ته ویلي، چې بهرنیان نشي کولی په دغو مراسمو کې برخه واحلي.
ښاغلي موجاني پر اېکس کې په ګیلې سره لیکلي، چې د ایران دولت د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې له ملا برادر څخه د یو ولسمشر په توګه میلمه پالنه کړې وه.
نوموړی نیوکه کوي، چې طالبانو ده ته د بهرني وګړي په صفت د اختر په لمانځه کې اجازه ورنکړه، خو ددغې ډلې د پوهنې وزیر بیا له کفارو څخه د مرستې غوښتنه کوي.